• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني له سعیدوف سره لیدنه کې د سیمې پر ثبات د اغېز لرونکو پروژو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزير د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزير سره په لیدنه کې د هغو اقتصادي پروژو ژر پيلېدل اړين بللي، چې د سيمې پر ثبات اغېز لري. سراج الدين حقاني له بختيار سعيدوف اديلويچ سره په پرونۍ ليدنه کې نوموړي ته د امنیت ډاډ هم ور کړی دی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په يوې خبرپانه کې ليکي، چې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو پر پياوړتيا هم بحث وشو.

په خبرپانه کې ليکل شوی، چې د طالبانو کورنیو چارو وزير سراج الدین حقاني له ازبکستان څخه د ځينو اقتصادي پروژو پيلول مهم بللي او د امنيت په برخه کې يې هم ډاډ وړاندي کړی.

ښاغلی حقاني زیاتوي: « په هېواد کې د امنیت په اړه پوره ډاډ درکوو او هغه اقتصادي پروژې، چې د سيمې پر ثبات يې اغېز زيات وي، ژر پيل کېدل يې اړين دي.»

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزیر اديلوویچ بيا د سيمې د ثبات لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه مهمه بللې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هېڅکله افغانستان یوازې نه پرېږدي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراختیا غواړي.

بختیار سعیدوف د سې شنبې په ورځ په جلا جلا کتنو کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن، د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم کتلي.

د ملا برادر دفتر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې ډېر ژر به په تاشکند کې د دوی سفیر ومني.

ازبکستان میاشت مخکې د طالبانو استازي ته دغه سفارت وسپاره.
د ویلو ده، چې ازبکستاني چارواکو بیا تر اوسه ددغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د هرانا څېړنیز راپور: ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان استولي دي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰

هرانا خبری اژانس وایی ایران کډوال په تېره بیا افغان ماشومان مجبور کړي دي، چې د مالي انعامونو او قانوني استوګنې په ژمنو سره په پوځ کې خدمت وکړی . د دغه راپور له مخې، ایران افغان ماشومان د فاطمیون لېوا د یوې برخې په توګه د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته د جګړې لپاره استولي دي.

په ایران کې د بشري حقونو یوې ډلې پرون د کپ په ۲۲ مه د ایران له خوا په جګړه کې د ماشوم عسکرو د ګمارلو او کارولو په اړه یو جامع راپور خپور کړ.

دا راپور په وسله والو شخړو کې د ماشوم سرتيرو د ګمارلو لپاره د ايران د اوږدې مودې عمل، په ځانګړې توګه په فاطميون لېوا کې له افغان ماشومانو ناوړه ګټه پورته کول ارزولي دي.

د ایران د بشري حقونو ادارې (هرانا) لیکلي، چې دغه راپور له نړیوالو بشري قوانینو او د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونو لړۍ ده او د جګړې سیمو ته د ماشومانو په ګمارنه، روزنې او لېږلو کې د ایران د ښکېلتیا ژورتیا څرګندوي.

دغه راپور پر افغان مهاجرینو او ماشومانو په ځانګړي تمرکز سره، له ایران سره د تړلو نظامي او نیمه پوځي ځواکونو لخوا د زیان منونکو خلکو سیسټمیک استحصال افشا کول غواړي.

د دې ډلې موندنې مستند کوي او په ګوته کوي، چې ایران د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په ګډون د ډیری نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي، چې وايي، له ۱۵ کلونو څخه کم ماشومان باید استخدام یا په جګړو کې ونه کارول شي.

په راپور کې راغلي، چې د دې څېړنې یوه تر ټولو اندېښمنونکې موندنه د فاطمیون لېوا کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ده.

هرانه زیاته کړه، چې ایران افغان ماشومان د فاطمیون په لېوا کې او د پاکستان ډله یې د زینبیون په لېوا کې استخداموي.

فاطمیون

لشکر فاطمیون د ایران له قدس قول اردو سره تړلې نیمه پوځي ځواک دی، چې ادعا کوي افغان رضاکار ځواکونه یې تنظیم کړي او سوریې ته یې د بشارالاسد د ملاتړ او داعش پر ضد د جګړې لپاره استولي دي.

د هرانا په راپور کې ویل شوي، چې د فاطمیون لېوا په ۲۰۱۳ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د زیارت د مدافعینو لومړۍ افغان ډله "فاطمیون لېوا" سوریې ته ولېږل شوه.

د دې راپور له مخې، له فابریکو څخه تر زندانونو پورې استخدامونکو هڅه کوله، چې افغانان دې ته وهڅوي، چې په دې ځواک کې نوم لیکنه وکړي.

هرانا وویل، چې د دوی نوم لیکنه له دې ژمنې سره شوې چې که دوی سوریې ته لاړ شي نو د دوی د بند سزا به لغوه کیږي او په ایران کې به د دوی د اوسیدو حیثیت اعاده کیږي او یو کور او ډیرې پیسې به هم ترلاسه کوي.

هرانا د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکلي دي، چې تهران د خپلو فرقه ایزو او پرمختیایي ګټو او اهدافو د خوندي کولو لپاره د افغانانو له بې وزلۍ او محرومیت څخه چې ایران ته کډوال شوي دي کار اخیستی دی.

صمد رضايي، چې د فاطمیون یو قومندان دی، په ۲۰۱۷ کال کې وویل، چې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان د فاطمیون کنډکونو تر پوښښ لاندې سوریې ته استول شوي دي. هغه وویل چې ۲۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

د لشکر فاطمیون فرهنګي مسوول زهیر مجاهد په ۲۰۱۶ کال کې اعلان وکړ، چې د سوریې په جګړه کې د فاطمیون تر ۲۰۰۰ زیات غړي وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې په جګړه کې د ګډون لپاره د ماشومانو استخدام

هرانا وايي چې د فاطمیون د لښکر زیاتره غړي افغان کډوال دي. د دغه رپوټ له مخې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په افغانستان کې هم په استخدام کښې فعاله وه او په دغه هیواد کې یې غیر رسمي دفترونه لرل.

د هرانا په وینا، که څه هم د فاطمیون د غړو کره شمېره څرګنده نه ده، خو د دې خبري اژانس شواهد ښيي، چې سپاه پاسداران له فاطمیون سره د یو ځای کېدو او د سوریې جګړه کې د ګډون لپاره له ۱۸ کلنو او تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان د سرتېرو په توګه کاروي.

د هرانا د راپور له مخې؛ د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۱۶ کال کې د سپاه پاسداران له خوا په فاطمیون لوا کې د ۸ افغان ماشومانو د ګومارلو پخلی کړی وو. دا ټول افغان ماشومان د سوریې په جګړه کې وژل شوي او څلور یې د مړینې پر مهال یوازې ۱۴ کلن وو.

ډنمارک:افغان ښځینه خبریالانې په رسنیزو فعالیتونو سره د 'ظلم' پر وړاندې په مېړانه درېدلې دي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۱۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ ویلي، افغان ښځینه خبریالانې هره ورځ د «ظلم» پر وړاندې مقاومت کوي او د خپلو رسنیزو منځپانګو د چمتو کولو لپاره هر ډول ګواښونو ته غاړه ږدي.

د ملګرو ملتونو په دفتر کې د سه شنبې پر ورځ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شوې وه.

په دغې ناسته کې یو شمېر افغانو ښځینه خبریالانو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځینه خبریالانو پر وضعیت خبرې وکړې.

دغه ناسته د ملګرو ملتونو د ښځو د مقام د ناستو په لړ کې ۶۸مه ناسته وه، چې جوړه شوه.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، په دغې ناسته کې پر دې خبرې وشوې چې نړۍواله ټولنه څنګه کولای شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.

طالبانو د ژوندانه د نورو برخو په څېر په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو هم بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې ټولې رسنۍ د سانسور تر چتر لاندې دي او داسې راپورونه هم شته، چې طالب چارواکي له خپرونو مخکې د خپرنیزو مطالبو منځپانګې ګوري او بیا د خپرولو اجازه ورکوي.

طالبانو سپارښتنه کړې، چې د رسنیو ښځینه کارکوونکې دې په ټلویزیونونو کې د ماسک په کارولو راڅرګندې شي او په هلمند کې یې د ښځو پر غږونو هم بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و، چې د څه د پاسه دوه کلونو په ترڅ کې طالبانو د رسنیو په چارو کې لږ تر لږه ۱۴ سپارښتنې پلې کړې چې ورسره د رسنیو خپلواکي په جدي توګه اغېزمنه شوې ده.

د دغه مرکز په خبره، د دغو بندیزونو موخه په ځانګړې توګه مېرمنې وې. له نارینه‌و سره د ښځینه‌و پر مرکو د بندیز لګول او یا د ښځینه او نارینه‌و تر منځ ګډ کار کول هغه بندیزونه دي، چې موخه یې تر ډېره ښځې وې.

د دغو لګول شویو بندیزونو له امله ډېرې ښځینه خبریالانې اړې شوې، چې دندې خوشې کړي. یو شمېر نورې یې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوالې شوې.

طالبان: هیڅوک نه شي کولای، چې د شل رکعتو پر ځای دې د تراویح لمونځ اته رکعته ادا کړي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۰

په بدخشان ولایت کې طالبانو ټولو جوماتونو ته مکتوب استولی او لیکلي یې دي، هر هغه چا چې د تراویح لمونځونه له شلو رکعتونو کم ادا کړل ودې نیول شي او قضایي څانګو ته دې ور وپېژندل شي.

له بدخشانه ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، هغه مکتوب چې د ولایت له مقامه صادر شوی حقیقت لري او چارواکي یې د پلې کولو لپاره هلې ځلې کوي.

100%


د بدخشان ولایت یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په هر جومات کې دوه، دوه کسه ګومارلي چې د تراویح لمونځونه وڅاري او هغه چا چې له شل رکعته کم دغه لمونځ ادا کړ هغه دې ونیسي او قضايي ادارو ته دې وسپاري.
دغه سرچینه وايي، له هغه ځایه چې د دغه ولایت ډېری خلک سلفي مذهبه دي هغوی د تراویح لمونځونه اته رکعته ادا کوي چې دې کار یو شمېر نور طالبان غوصه کړي او په غبرګون کې یې دغه مکتوب ټولو جوماتونو ته استولی دی.
دغه سرچینه وایي، سره له دې چې تر دې مهاله طالبانو په دې تور کوم کس نه دی نیولی؛ خو ګڼو خلکو دا غوره ګڼلې چې د تراویح لمونځونه په کورونو کې ادا کړي.
د تراویح لمونځونو پر سر د دیني عالمانو تر منځ اختلاف په دې وروستیو کلونو کې زیات شوی، ځیني وایي باید شل رکعته وشي او ځیني نور بیا وايي چې اته رکعته سم دي.
په ټوله کې بیا ځیني دیني عالمان وایي، چې د تراویح لمونځ د نفلونو په شان دی؛ که چا ډېر وکړ ثواب یې ډېر دی او د لږو رکعتونو په کولو یې څوګ نه شي ګنهکارېدای.

ایراني چارواکي: د ناقانونه افغان کډوالو ایستل په جدي توګه دوام ولري

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د ايران د فارس ولايت د کډوالو او بهرنيو وګړو د چارو رييس ویلي، چې له دغه ولايت او په تېره بيا له شېراز ښار څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو لړۍ په جدي توګه دوام لري. د شمېرو له مخې په فارس کې ۳۵۸ زره افغان کډوال مېشت دي، چې تېر کال شاوخوا ۱۲۰ زره دغه ولایت ته داخل شوي دي.

د ایران ایرناخبری اژانس د راپور له مخې؛ بهرنګ قرباني د افغان مهاجرینو د راغونډولو په برخه کې د شېراز د پولیسو د مشر د هلو ځلو د قدردانۍ پرمهال وويل: «تر هغو چې وروستی غيرې قانوني افغان کډوال مو نيولی او ايستلی نه وي، تر هغه به دغه بهير ته دوام ورکړو.»

قرباني وويل: «په فارس کې د افغان کډوالو د شتون په اړه د خلکو د ناخوښۍ له امله موږ د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د هغو ١٢٠ زرو افغان کډوالو د موقتې استوګنې جوازونه چې تېر کال فارس ته داخل شوي وو، تمديد نه کړي او هغوی وباسي.»

هغه زیاته کړه: «په تېرو میاشتو کې مونږ د غیر قانوني افغان کډوالو د شتون په هکله د ایراني اتباعو د نارضایتۍ او سختو شکایتونو شاهدان وو او د کډوالو د راغونډولو او اخراج د پلان په اجرا سره دغه نارضایتي هم تر ډېره حده کمه شوې ده. ښاریان له دې اقدام څخه راضي دي.»

د ایرنا د خبر له مخې؛ د فارس د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې مشر د کډوالو د ايستلو د شمېر په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته یې کړه، چې د قانوني کډوالو سربېره په فارس ولایت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پوري غيرې قانوني کډوال شته.

په همدې حال کې افغانان په ایران کې د کډوالو ترټولو لوی نفوس جوړوي اودغه هېواد لکه پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

امیرخان متقي د پاکستان له نوي بهرنیو چارو وزیر د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر څخه د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې د ورورګلوۍ په فضا کې کار وکړي.

امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ د روژې په لومړې ورځ د یو لیک په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې د ورورګلوۍ په فضا کې کار وکړي.

ښاغلي متقي د پاکستان د نوي بهرنیو چارو وزیر ته لیکلي: «هیله من یم، چې ستاسو په همکارۍ به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې، ټرانزیتي او اقتصادي اړیکې، کلتوري چارې او د ولسونو ترمنځ د مناسباتو زیاتوالی چې د ولسونو سوکالي تضمینوي، پیاوړې او پراختیا ومومي.»

ښاغلی محمد اسحاق ډار تېر ماښام د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

متقي د پاکستان له نوي بهرنیو چارو وزیر سره د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله داسې حال کې کوي، چې له تېرې ورځې راهیسې یو ځل بیا پاکستان د تورخم دروازه د پاسپورټ او وېزې پرته ناروغانو پر مخ تړلې ده.

تر دې مخکې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم سیاست غوره کړی او همدا رنګه د دواړو هېوادونو تر منځ فرضي کرښو کې یې افغان تجارانو، ناروغانو او خلکو ته په مختلفو دلیلونو خڼډونه جوړ کړي دي.