• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د دې هېواد په اشغال شویو سیمو کې د روسیې ټاکنې ناقانونه وبللې

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د روسیې د انتخاباتو ترسره کول ناقانونه او باطل دي او له نړۍالو شریکانو یې وغوښتل چې د ټاکنو نتیجې په رسمیت ونه پېژني.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې دوه کاله وړاندې یې پر اوکراین برید پیل کړ، ټاکل شوې ده چې د مارچ له ۱۵مې تر ۱۷مې، د یوې نوې شپږ کلنې دورې لپاره ټاکنې وګټي.

له دې سره به نوموړی د جوزف سټالین ځای ونیسي چې د روسیې لپاره د اوږدې دورې خدمت کوونکی مشر دی.

د کییف د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: «په میلیونونو خلک په جبري توګه چې په اشغال شويو سیمو کې ژوند کوي یا هم په زوره د روسیې فدراسیون خاورې ته لیږدول شوي؛ ترڅو تش په نوم ټاکنو کې برخه واخلي.»

دغه وزارت اشغال شویو سیمو کې پر پاتې اوکراینیانو غږ کړی، چې په رایه اچونه کې ګډون ونه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د اروپا د پارلمان له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌، چې د اروپايي پارلمان غړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت اندېښمن دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان قضايي سیسټم ړنګ کړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې په بشپړه توګه شرعي قوانین پلي کړي او په حقیقت کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړي.

د اروپايي پارلمان د غړو په وینا؛ د طالبانو دغه پرېکړې د جنسیتي توپیر په اساس دي.

د پارلمان دغو غړو په طالبانو غږ کړی، چې په ټولنیز ژوند کې او په ځانکړې توګه د زده کړو او کار ته د لاسرسۍ په برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون ته اجازه ورکړي.

دغه پرېکړه لیک په ۵۱۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو تصویب شوی دی.

اروپايي پارلمان د افغانستان له حاکمانو غوښتي، چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي د عامه اعدامونو او وحشیانه د تعذیب او تبعیض کړنلارې د ښځو، د نورو جنسیتونو، توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په وړاندې پای ته ورسوي.

د اروپايي پارلمان غړي ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې هر ډول اړیکې یوازې د اروپايي کمېسیون له خوا د ټاکل شویو شرایطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندیزونو په اساس مخ ته وړل کېدی شي.

اروپايي پارلمان د افغانستان د مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې طالبان باید د خپلو جرمونو حساب ورکړي او دغه کار باید د نړۍوالې جنایي محکمې د څېړنو له لارې او د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په جوړولو له لارې ترسره شي.

په دغه پرېکړه لیک کې پر طالبانو د اروپایي ټولنې د محدودیتونو پر پراخولو هم ټینګار شوی.

د پاکستان ولسمشر له چینايي سیال سره د ګډې همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له چین سره په مختلفو برخو کې د داسې نږدې خپلمنځي همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي. د پاکستان پیپلز ګوند نن خپل اېکس کې وايي، ښاغلي زرداري د چین ولسمشر شي جن پینګ ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه کړې ده.

نوموړي په مختلفو برخو کې د اسلام اباد او بېجینګ اړیکي د سیمې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره ګټور بللي دي.

اصف علي زرداري تېره شنبه د دویم ځل لپاره د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

شي جن پینګ نوموړي ته د ولسمشر کېدو د مبارکۍ لیک استولی و او زرداري په ځوابي لیک کې پر مننه سربېره ویلي، چې

ګډې همکارۍ ته ور سره تیار دی.

 اصف علي زرداري د پاکستان او چین د اقتصادي ګورېډور د بشپړولو لپاره د چینايي ولسمشر د ملاتړ د دوام هیله هم کړې ده.

ملګري ملتونه: د اسراییل پوځ زغره‌والو هغه خبریالان په نښه کړل، چې له ورایه پېژندل کېدل

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې ویلي، چې د اسراییل د پوځ زغره‌وال ګاډي د تېر کال د اکټوبر په دیارلسمه هغه خبریالان په نښه کړل چې له ورایه «پېژندل کېدل، چې خبریالان دي.»

په هغه پېښه کې، د رویترز خبریال عصام عبدالله ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د خبریالانو د په نښه کولو ۴۰ دقیقې وړاندې د اسراییل او لبنان په پولو کې د نښتو هیځ یوه بېلګه نه وه ثبت شوې.

د دغه راپور پر بنسټ اسراییلي زغره‌وال ګاډی د ۱۲۰ متري توپ دوه مرمۍ د خبریالانو پر لور د لبنان او اسراییل پر پوله ووېشتلې.

ملګرو ملتونو د اسراییلي پوځ دغه کړنه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د اسراییل د پوځ ویاند د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، چې په هغه ورځ د لبنان حزب الله ډلې د هانتیا په سیمه کې پر اسراییلي ځواکونو برید وکړ او اسراییل پوځ هم اړ شو، چې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

هغه وویل، چې بیا وروسته د خبریالانو د ژوبلېدو خبرونه خپاره شول.

د اسراییلي پوځ ویاند ټینګار وکړ، چې دغه ځواکونه په جګړه کې هغو کسانو ته د زیان اوښتو له امله «خواشیني» دي او په قصدي توګه په ولسي خلکو او خبریالانو بریدونه نه کوي.

نصرالله نتنیاهو ته په خطاب کې وایي: که رفح ته هم ورشئ، جګړه مو بایللې ده

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ د (کب په ۲۳ مه) د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په خطاب کې وویل:«ان که رفح ته هم ورشئ؛ نو جګړه مو بایللې ده.»

د اسراییل لومړي وزیر په دې وروستیو ورځو کې د امریکا او د اروپايي ټولنې د مخالفتونو او خبرداریو سره، سره د غزې په لویدیځ رفح کې پر ځمکنیو عملیاتو ټینګار کړی او دا یې هم ویلي و، چې د دغه هېواد پوځ به په رفح کې چارې بشپړې کړي.

حسن نصرالله چې د روژې د پیل په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته غږېده وویل:« په سیمه کې د غزې په ملاتړ جبهې به په ټول ځواک سره په دغې مبارکه میاشت کې حضور ولري.»

هغه وویل:« په غزه کې مقاومت ټوله نړۍ حیرانه کړې او تر ډېره یې د یوې معجزې بڼه غوره کړې ده.»

د لبنان د حزب الله مشر زیاته کړه:« په لبنان او یمن کې به مقاومت دوام ولري او په عراق کې به اسلامي مقاومت د بې پیلوټه الوتکو او پر اسراییل د توغندیو په توغولو سره روان پاتې شي.»

هغه وویل:«په غزې، لبنان او لویدیځه غاړه کې اسراییلي پوځ، ډېر ستړی شوی. د اسراییل د دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځ قوماندان ویلي، چې د لبنان په شمالي څنډو کې د دوی ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.»

حسن نصرالله وویل:« مقاومت اسراییل دې ته اړ اېستی، چې په لبنان کې له جګړې لاس په سر شي.»

د لبنان د حزب‌الله مشر پرته له دې چې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې د حزب الله لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه اشاره وکړي، وویل:«اسراییل په شمالي جبهه کې خپلې غاړې ته اوښتي زیانونه او مرګ ژوبله پټه ساتلې.»

په وروستیو څو ورځو کې د اسراییلي پوځ او حزب الله تر منځ جګړه سخته شوې ده.

اسراییلي جنګي الوتکو د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د بقاع په دره کې د حزب الله په مورچلو بریدونه وکړل او حزب الله هم د سه شنبې په ورځ له سلو زیات د کاتیوشا توغندي پر اسراییل توغولي دي.

حسن نصرالله همدارنګه د خبرو او اوربند په اړه وغږېد او ویې ویل:« حماس د ټول مقاومت په مشرۍ د خبرو په حال کې دی. د یرغل درېدل د خبرو اترو ښه لاره ده؛ خو نتنیاهو د خبرو له هر ډول پایلو پر وړاندې خنډ ګرځي.»

هغه اسراییل ته په وینا کې وویل:« که حماس ماتې وخوړه؛ نو له چا سره به خبرې کوئ؟»

د لبنان د حزب‌الله مشر له امریکا وغوښتل، چې په غزه کې دې جګړه ودروي.

نصرالله وویل:« داسې څوک شته، چې دا ومني چې بایډن دې د جګړې په درولو کې برلاسی نه وي؟ هغه کولای شي د وسلو وېش ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه رد کړي.»

د امریکا د استازو جرګې د ټیک ټاک اپلېکېشن د منعه کولو لایحه تصویب کړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ هغه تګلاره تصویب کړه، چې پر مټ به یې ټیک ټاک د دغه هېواد په ټولو برخو کې منعه شي. که دغه لایحه په مشرانو جرګه کې ومنل شي، د امریکا ولسمشر لا له وړاندې ویلي چې هغه به ډېر ژر لاسلیک کړي.

که څه هم چې دغه لایحه د دواړو خواوو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو له‌خوا تصویب شوه؛ خو هغه مهال به قانوني بڼه خپله کړي، چې د مشرانو جرګه یې تایید او ولسمشر یې لاسلیک کړي.

د چیني کمپنۍ د ټولنیزو رسنیو خاوند بایټ ‌ډنس، شپږ میاشتې وخت لري چې په ټیک ټاک کې خپله ونډه د دغه شرکت څخه د وتلو لپاره وپلوري، له هغې پرته به دغه اپلېکېشن په امریکا کې بند شي.

ټیک ‌ټاک د خپلو ونډو د پرېښودو لپاره د چین اجازې ته اړتیا لري او بیجېنګ ویلي، چې له هغې سره به مخالفت وکړي.

امریکایي قانون جوړوونکي له ډېرې مودې راهیسې په ټیک ټاک کې د چین له نفوذه اندېښنمن وو.

د بایټ ‌ډنس کمپنۍ په چین کې ده او د چین د ملي امنیت د قانون له مخې دغه کمپنۍ اړه ده، چې خپلې ټولې ورکړې د چینایي چارواکو سره شریکې کړي.
خو ټیک‌ ټاک امریکايي قانون جوړوونکو ته ویلي، چې د بایت ډنس کارکوونکي په امریکا کې ۱۵۰ مېلیونه کاروونکو ته لاسرسی نه لري. ځکه د ټیک ټاک سرورونه په چین کې نه شته.
د وال ستریټ جورنال د سږکال د جنورۍ د میاشتې څېړنو وښوده، چې دغه سیسټم لا هم "زیانمنوونکی" دی او ورکړې یې په نارسمي بڼه د امریکا او په چین کې د بایټ ډنس د کمپنۍ تر منځ شریکېږي.

د امریکا په استازو جرګه کې د دغې لایحې د تصویبولو په غبرګون د ټیک ټاک مینه‌وال د سپینې ماڼۍ د باندې راټول شوي وو.

د ټولنیزو رسنیو په منځ کې ټیک ټاک په ځوان کول کې زیات خوښوونکي لري او په امریکا کې یې ۱۵۰ مېلیونه خلک کاروي.

بایډن یوه میاشت وړاندې د نومبر په ټاکنو کې د ځوان کول د راماتولو په موخه له ټیک ټاک سره یوځای شوی و.