• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ولسمشر له چینايي سیال سره د ګډې همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له چین سره په مختلفو برخو کې د داسې نږدې خپلمنځي همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي. د پاکستان پیپلز ګوند نن خپل اېکس کې وايي، ښاغلي زرداري د چین ولسمشر شي جن پینګ ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه کړې ده.

نوموړي په مختلفو برخو کې د اسلام اباد او بېجینګ اړیکي د سیمې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره ګټور بللي دي.

اصف علي زرداري تېره شنبه د دویم ځل لپاره د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

شي جن پینګ نوموړي ته د ولسمشر کېدو د مبارکۍ لیک استولی و او زرداري په ځوابي لیک کې پر مننه سربېره ویلي، چې

ګډې همکارۍ ته ور سره تیار دی.

 اصف علي زرداري د پاکستان او چین د اقتصادي ګورېډور د بشپړولو لپاره د چینايي ولسمشر د ملاتړ د دوام هیله هم کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د اسراییل پوځ زغره‌والو هغه خبریالان په نښه کړل، چې له ورایه پېژندل کېدل

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې ویلي، چې د اسراییل د پوځ زغره‌وال ګاډي د تېر کال د اکټوبر په دیارلسمه هغه خبریالان په نښه کړل چې له ورایه «پېژندل کېدل، چې خبریالان دي.»

په هغه پېښه کې، د رویترز خبریال عصام عبدالله ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د خبریالانو د په نښه کولو ۴۰ دقیقې وړاندې د اسراییل او لبنان په پولو کې د نښتو هیځ یوه بېلګه نه وه ثبت شوې.

د دغه راپور پر بنسټ اسراییلي زغره‌وال ګاډی د ۱۲۰ متري توپ دوه مرمۍ د خبریالانو پر لور د لبنان او اسراییل پر پوله ووېشتلې.

ملګرو ملتونو د اسراییلي پوځ دغه کړنه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د اسراییل د پوځ ویاند د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، چې په هغه ورځ د لبنان حزب الله ډلې د هانتیا په سیمه کې پر اسراییلي ځواکونو برید وکړ او اسراییل پوځ هم اړ شو، چې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

هغه وویل، چې بیا وروسته د خبریالانو د ژوبلېدو خبرونه خپاره شول.

د اسراییلي پوځ ویاند ټینګار وکړ، چې دغه ځواکونه په جګړه کې هغو کسانو ته د زیان اوښتو له امله «خواشیني» دي او په قصدي توګه په ولسي خلکو او خبریالانو بریدونه نه کوي.

نصرالله نتنیاهو ته په خطاب کې وایي: که رفح ته هم ورشئ، جګړه مو بایللې ده

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ د (کب په ۲۳ مه) د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په خطاب کې وویل:«ان که رفح ته هم ورشئ؛ نو جګړه مو بایللې ده.»

د اسراییل لومړي وزیر په دې وروستیو ورځو کې د امریکا او د اروپايي ټولنې د مخالفتونو او خبرداریو سره، سره د غزې په لویدیځ رفح کې پر ځمکنیو عملیاتو ټینګار کړی او دا یې هم ویلي و، چې د دغه هېواد پوځ به په رفح کې چارې بشپړې کړي.

حسن نصرالله چې د روژې د پیل په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته غږېده وویل:« په سیمه کې د غزې په ملاتړ جبهې به په ټول ځواک سره په دغې مبارکه میاشت کې حضور ولري.»

هغه وویل:« په غزه کې مقاومت ټوله نړۍ حیرانه کړې او تر ډېره یې د یوې معجزې بڼه غوره کړې ده.»

د لبنان د حزب الله مشر زیاته کړه:« په لبنان او یمن کې به مقاومت دوام ولري او په عراق کې به اسلامي مقاومت د بې پیلوټه الوتکو او پر اسراییل د توغندیو په توغولو سره روان پاتې شي.»

هغه وویل:«په غزې، لبنان او لویدیځه غاړه کې اسراییلي پوځ، ډېر ستړی شوی. د اسراییل د دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځ قوماندان ویلي، چې د لبنان په شمالي څنډو کې د دوی ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.»

حسن نصرالله وویل:« مقاومت اسراییل دې ته اړ اېستی، چې په لبنان کې له جګړې لاس په سر شي.»

د لبنان د حزب‌الله مشر پرته له دې چې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې د حزب الله لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه اشاره وکړي، وویل:«اسراییل په شمالي جبهه کې خپلې غاړې ته اوښتي زیانونه او مرګ ژوبله پټه ساتلې.»

په وروستیو څو ورځو کې د اسراییلي پوځ او حزب الله تر منځ جګړه سخته شوې ده.

اسراییلي جنګي الوتکو د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د بقاع په دره کې د حزب الله په مورچلو بریدونه وکړل او حزب الله هم د سه شنبې په ورځ له سلو زیات د کاتیوشا توغندي پر اسراییل توغولي دي.

حسن نصرالله همدارنګه د خبرو او اوربند په اړه وغږېد او ویې ویل:« حماس د ټول مقاومت په مشرۍ د خبرو په حال کې دی. د یرغل درېدل د خبرو اترو ښه لاره ده؛ خو نتنیاهو د خبرو له هر ډول پایلو پر وړاندې خنډ ګرځي.»

هغه اسراییل ته په وینا کې وویل:« که حماس ماتې وخوړه؛ نو له چا سره به خبرې کوئ؟»

د لبنان د حزب‌الله مشر له امریکا وغوښتل، چې په غزه کې دې جګړه ودروي.

نصرالله وویل:« داسې څوک شته، چې دا ومني چې بایډن دې د جګړې په درولو کې برلاسی نه وي؟ هغه کولای شي د وسلو وېش ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه رد کړي.»

د امریکا د استازو جرګې د ټیک ټاک اپلېکېشن د منعه کولو لایحه تصویب کړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۴۷ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ هغه تګلاره تصویب کړه، چې پر مټ به یې ټیک ټاک د دغه هېواد په ټولو برخو کې منعه شي. که دغه لایحه په مشرانو جرګه کې ومنل شي، د امریکا ولسمشر لا له وړاندې ویلي چې هغه به ډېر ژر لاسلیک کړي.

که څه هم چې دغه لایحه د دواړو خواوو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو له‌خوا تصویب شوه؛ خو هغه مهال به قانوني بڼه خپله کړي، چې د مشرانو جرګه یې تایید او ولسمشر یې لاسلیک کړي.

د چیني کمپنۍ د ټولنیزو رسنیو خاوند بایټ ‌ډنس، شپږ میاشتې وخت لري چې په ټیک ټاک کې خپله ونډه د دغه شرکت څخه د وتلو لپاره وپلوري، له هغې پرته به دغه اپلېکېشن په امریکا کې بند شي.

ټیک ‌ټاک د خپلو ونډو د پرېښودو لپاره د چین اجازې ته اړتیا لري او بیجېنګ ویلي، چې له هغې سره به مخالفت وکړي.

امریکایي قانون جوړوونکي له ډېرې مودې راهیسې په ټیک ټاک کې د چین له نفوذه اندېښنمن وو.

د بایټ ‌ډنس کمپنۍ په چین کې ده او د چین د ملي امنیت د قانون له مخې دغه کمپنۍ اړه ده، چې خپلې ټولې ورکړې د چینایي چارواکو سره شریکې کړي.
خو ټیک‌ ټاک امریکايي قانون جوړوونکو ته ویلي، چې د بایت ډنس کارکوونکي په امریکا کې ۱۵۰ مېلیونه کاروونکو ته لاسرسی نه لري. ځکه د ټیک ټاک سرورونه په چین کې نه شته.
د وال ستریټ جورنال د سږکال د جنورۍ د میاشتې څېړنو وښوده، چې دغه سیسټم لا هم "زیانمنوونکی" دی او ورکړې یې په نارسمي بڼه د امریکا او په چین کې د بایټ ډنس د کمپنۍ تر منځ شریکېږي.

د امریکا په استازو جرګه کې د دغې لایحې د تصویبولو په غبرګون د ټیک ټاک مینه‌وال د سپینې ماڼۍ د باندې راټول شوي وو.

د ټولنیزو رسنیو په منځ کې ټیک ټاک په ځوان کول کې زیات خوښوونکي لري او په امریکا کې یې ۱۵۰ مېلیونه خلک کاروي.

بایډن یوه میاشت وړاندې د نومبر په ټاکنو کې د ځوان کول د راماتولو په موخه له ټیک ټاک سره یوځای شوی و.

کډوال؛ برېتانیا په دغه هېواد کې پناه غوښتونکي د ۳ زره پوڼدو په ورکولو سره روانډا ته لېږي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د برېتانیا حکومت په پام کې لري، چې د یو داوطلبانه پلان له مخې هر هغه پناه غوښتونکي ته چې غوښتنلیکونه یې دې هېواد کې رد شوي، د ۳ زره پوڼدو ( ۳،۸۳۶ امریکایي ډالر) په ورکولو سره روانډا ته ولیږي.

د روانډا سره نوی تړون د حکومت له هغه ټړون څخه جلا دی، چې ډېری پناه غوښتونکي یې په زوره ختیځ افریقايي هېواد ته شړلي وو؛ کوم چې تېر کال د برېتانیا د سترې محکمې له خوا ناقانونه اعلان شو.

د حکومت د موجوده پالیسۍ له مخې هر هغه پناه غوښتونکی به پیسې ترلاسه کړي کوم چې په روانډا کې د ژوند کولو موافقه وکړي.

د سوداګرۍ وزیر کیون هولینریک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې نوې پالیسي د عامه پیسو ښه ګټه اخیستنه وه؛ ځکه چې دا په برېتانیا کې د هغو پناه غوښتونکو د ساتلو لګښت څخه چې غوښتنلیکونه یې رد شوي خو تر اوسه نه دي شړل شوي ارزانه ده.

په برېتانیا کې په لسګونو زره پناه غوښتونکي شته چې د پناه غوښتنه یې رد شوې؛ خو حکومت اجازه نه لري چې خلک جګړه ځپلي هېواد ته ستانه کړي یا هم هغه هېواد ته ستانه کړي چې د بشري حقونو ریکارډ یې ضعیفه وي.

هولینریک ایل بي سي راډیو ته وویل: «۳زره پونډه ډېرې پیسې دي؛ خو برېتانیا کې د هغو خلکو ساتل چې پناه غوښتنې یې رد شوي تر دې هم ډېر لګښت لري.»

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک په لویه کچه سیاسي پانګونه کړې ترڅو د هغو پناه غوښتونکو د راتګ مخه ونیسي چې د برېتانیا سویلي ساحل ته په وړو کښتیو کې له اجازې پرته راځي.

د پلان له مخې؛ حکومت غواړي په زرګونو خلک روانډا ته واستوي، خو سترې محکمې تېر کال دا پالیسي ناقانونه وبلله ځکه چې دا به د برېتانیا او نړۍوالو بشري حقونو قوانینو سرغړونه وي.

د محکمو د مقاومت د له منځه وړلو په هڅه کې د سوناک حکومت د پارلمان له لارې قانون تصویبوي چې له مخې به یې روانډا د پناه غوښتونکو لپاره خوندي هېواد اعلان شي چې له دې سره به د قانوني ننګونو مخنیوی وکړي.

روانډا اوس مهال له برېتانیا څخه په کال کې د څو سوو پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت لري، د برېتانیا حکومت ویلي، دا ظرفیت به لوړ شي.

سوناک ویلي دي، چې هغه غواړي د اخراج لومړنۍ الوتکه په راتلونکو څو میاشتو کې ترسره شي.

امیرخان متقي د پاکستان له نوي بهرنیو چارو وزیر د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له نوي ټاکل شوي بهرنیو چارو وزیر څخه د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې د ورورګلوۍ په فضا کې کار وکړي.

امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ د روژې په لومړې ورځ د یو لیک په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې افغانستان چمتو دی له پاکستان سره د شته فرصتونو په برخه کې د ورورګلوۍ په فضا کې کار وکړي.

ښاغلي متقي د پاکستان د نوي بهرنیو چارو وزیر ته لیکلي: «هیله من یم، چې ستاسو په همکارۍ به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې، ټرانزیتي او اقتصادي اړیکې، کلتوري چارې او د ولسونو ترمنځ د مناسباتو زیاتوالی چې د ولسونو سوکالي تضمینوي، پیاوړې او پراختیا ومومي.»

ښاغلی محمد اسحاق ډار تېر ماښام د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

متقي د پاکستان له نوي بهرنیو چارو وزیر سره د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا هیله داسې حال کې کوي، چې له تېرې ورځې راهیسې یو ځل بیا پاکستان د تورخم دروازه د پاسپورټ او وېزې پرته ناروغانو پر مخ تړلې ده.

تر دې مخکې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم سیاست غوره کړی او همدا رنګه د دواړو هېوادونو تر منځ فرضي کرښو کې یې افغان تجارانو، ناروغانو او خلکو ته په مختلفو دلیلونو خڼډونه جوړ کړي دي.