• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیر خان متقي: د پاکستان له نوي حکومت څخه د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د رغند ګامونو هیله لرو

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې هیله کړې، چې د اسلام اباد نوی حکومت دې «د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغند ګامونه واخلي.»

طالبان د پاکستاني سفیر په حواله وايي، چې نوی حکومت له طالبانو سره د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د ګډ کار هڅه کوي.

د طالبانو له واکمنېدو سره په پاکستان کې د بریدونو زیاتېدو پسې د دې ډلې او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړیکي ترینګلي ښکاري.

پاکستان کې د بریدونو په ډېرېدو سره دغه هېواد له افغانستان سره خپلې پولې هم وخت ناوخت ان د ناروغانو لپاره هم بندې کړې دي.

تېره اونۍ هم د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په خوست کې نښته شوې وه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د امیرخان متقي او عبیدالرحمان نظاني کتنه کې هم پر نورو مسالو سربېره دواړه لوریو پر ډیورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د پاکستان چارواکي وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت پر اسلام اباد سربېره د سیمې لپاره هم ګواښ بولي؛ خو له پاکستاني سفیر سره د امیر خان متقي اړوند اعلامیه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي چې د سيمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي.

د نوموړي په خبره؛ سیمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان نوی منتخب حکومت له دوی سره د اړیکو په پیاوړتیا کې رغند ګامونه واخلي.

طالبان په خپله اعلامیه کې د ښاغلي نظاماني له قوله د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ارزښتناکې بولي او زیاتوي: «نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.»

د پاکستان سفیر تېره دوشنبه په کندهار کې د دې ولایت لپاره د طالبانو له والي ملا شیرین سره هم لیدنه درلوده، چې ملا هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس بلل کېږي.

طالبانو ویل، چې نظاماني له ملا شیرین سره لیدنه کې د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې؛ خو سرچینو هغه مهال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ جبري کولو لپاره د طالبانو د همکارۍ جلبولو لپاره کندهار ته تللی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د اروپا د پارلمان له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌، چې د اروپايي پارلمان غړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت اندېښمن دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان قضايي سیسټم ړنګ کړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې په بشپړه توګه شرعي قوانین پلي کړي او په حقیقت کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړي.

د اروپايي پارلمان د غړو په وینا؛ د طالبانو دغه پرېکړې د جنسیتي توپیر په اساس دي.

د پارلمان دغو غړو په طالبانو غږ کړی، چې په ټولنیز ژوند کې او په ځانکړې توګه د زده کړو او کار ته د لاسرسۍ په برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون ته اجازه ورکړي.

دغه پرېکړه لیک په ۵۱۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو تصویب شوی دی.

اروپايي پارلمان د افغانستان له حاکمانو غوښتي، چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي د عامه اعدامونو او وحشیانه د تعذیب او تبعیض کړنلارې د ښځو، د نورو جنسیتونو، توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په وړاندې پای ته ورسوي.

د اروپايي پارلمان غړي ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې هر ډول اړیکې یوازې د اروپايي کمېسیون له خوا د ټاکل شویو شرایطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندیزونو په اساس مخ ته وړل کېدی شي.

اروپايي پارلمان د افغانستان د مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې طالبان باید د خپلو جرمونو حساب ورکړي او دغه کار باید د نړۍوالې جنایي محکمې د څېړنو له لارې او د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په جوړولو له لارې ترسره شي.

په دغه پرېکړه لیک کې پر طالبانو د اروپایي ټولنې د محدودیتونو پر پراخولو هم ټینګار شوی.

د پاکستان ولسمشر له چینايي سیال سره د ګډې همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له چین سره په مختلفو برخو کې د داسې نږدې خپلمنځي همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي. د پاکستان پیپلز ګوند نن خپل اېکس کې وايي، ښاغلي زرداري د چین ولسمشر شي جن پینګ ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه کړې ده.

نوموړي په مختلفو برخو کې د اسلام اباد او بېجینګ اړیکي د سیمې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره ګټور بللي دي.

اصف علي زرداري تېره شنبه د دویم ځل لپاره د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

شي جن پینګ نوموړي ته د ولسمشر کېدو د مبارکۍ لیک استولی و او زرداري په ځوابي لیک کې پر مننه سربېره ویلي، چې

ګډې همکارۍ ته ور سره تیار دی.

 اصف علي زرداري د پاکستان او چین د اقتصادي ګورېډور د بشپړولو لپاره د چینايي ولسمشر د ملاتړ د دوام هیله هم کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزیر: د اهل هنود هېوادوالو د ولکه شویو ځمکو موضوع په جدي ډول څېړل کېږي

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر مولوي عبدالحکیم شرعي له یو شمېر افغان سېکانو سره په کتنه کې د هغوی د غصب شویو ځمکو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې افغان سېکانو وویل چې د هغوی ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې غصب شوې دي.
هغوی زیاته کړې، چې د خپلو غصب شویو ځمکو ځانګړنې به دغه کمېسیون ته واستوي.
ورته مهال مولوي عبدالحکیم شرعي په دغه لیدنه کې له افغان اهل هنودو غوښتي، چې د خپلو غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، ځای او اندازې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون سره شریکې کړي.

تېره اونۍ هم د اهل هنود یو پلاوي د طالبانو سره په دې اړه یوې ناسته کې خبرې اترې کړې وې.د طالبانو عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې افغان سېکانو وویل چې د هغوی ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې غصب شوې دي.
هغوی زیاته کړې، چې د خپلو غصب شویو ځمکو ځانګړنې به دغه کمېسیون ته واستوي.
ورته مهال مولوي عبدالحکیم شرعي په دغه لیدنه کې له افغان اهل هنودو غوښتي، چې د خپلو غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، ځای او اندازې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون سره شریکې کړي.
په افغانستان کې اهل هنود د طالبانو له واکمنېدو او د دوی پر عبادت ځایونو د ګڼو بریدونو وروسته دې ته اړ شول، چې له هېواده ووځي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د دوی شمېر پام وړ کم شوی دی.
که څه هم په افغانستان کې اوس‌مهال د سېکانو کره شمېر نه دی مالوم؛ ځګه په ګڼ شمېر کې دغه خلک له افغانستانه وتي دي او هغه چې پاتې دي شمېر یې ډېر کم شوی دی.
په تېرو کلونو په تېره بیا د مجاهدینو او تنظیمي جګړو پر مهال د دوی ځمکې او کورونه د زورواکو له‌خوا ولکه شوي او ورسره زیاتی شوی دی.
په افغانستان کې اهل هنود د طالبانو له واکمنېدو او د دوی پر عبادت ځایونو د ګڼو بریدونو وروسته دې ته اړ شول، چې له هېواده ووځي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د دوی شمېر پام وړ کم شوی دی.
که څه هم په افغانستان کې اوس‌مهال د سېکانو کره شمېر نه دی مالوم؛ ځګه په ګڼ شمېر کې دغه خلک له افغانستانه وتي دي او هغه چې پاتې دي شمېر یې ډېر کم شوی دی.
په تېرو کلونو په تېره بیا د مجاهدینو او تنظیمي جګړو پر مهال د دوی ځمکې او کورونه د زورواکو له‌خوا ولکه شوي او ورسره زیاتی شوی دی.

دوی غواړي، چې په تېرو نظامونو کې د دوی ولکه شوې ځمکې بېرته دوی ته ستنې کړي.

معترضې مېرمنې: منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې سخته ناروغه ده

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د افغانستان د مېرمنو غورځنګ ملګرو ملتونو ته د یو لیک په ترڅ کې د ښځو د حقونو د فعاله غړې منیژې صدیقي پر وضعیت اندېښنه ښودلې. په لیک کې ویل شوي، چې د څرخي پله په زندان کې منیژه د «طالبانو د سختو ربړونو له امله ناروغه» شوې او وضعیت یې اندېښمنوونکی دی.

په دغه لیک چې یوه کاپی یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې او د چهارشنبې په ورځ خپره شوې د معترضو ښځو غورځنګ ویلي، چې طالبانو د منیژې کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې هغې ته دارو درمل ورسوي.
په لیک کې راغلي، چې طالبانو دغه مېرمن د دغې ډلې د مشر د عکس په سوځولو تورنه کړې ده.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د منیژه صدیقي وضعیت ته دې په بېړنۍ توګه پاملرنه وکړي او «په مجازي غبرګونو چې هیڅ لاسته راوړنه نه لري بسنه نه کوي.»
د طالبانو استخباراتي ادارې د افغانستان د ښځو د غورځنګ غړې منیژه صدیقي د تلې میاشت په ۱۷مه نېټه نېولې او بیا یې د څرخي پله زندان ته لېږدولې ده.

طالبانو تر اوسه د منیژې د نیولو او په زندان کې د نوموړې د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
د بښنې نړۍوال سازمان چې د هغې او دوو نورو افغان فعالانو د خوشې کولو په اړه کمپاین پیل کړی، ویلي چې دغه کسان په «جعلي یا کلپو» تورونو نیول شوي او د عادلانه محکمې وخت هم هغوی ته نه دی ورکړل شوی.

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې ۴ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د کابل په ښار کې يې په دوو جلا - جلا پېښو کې د یو طالب د وژل کېدو او درييو نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی. جبهې په خپل خبر کې ويلي، چې دا بريدونه د طالبانو څخه د خلګو او وطن د خلاصون په موخه ترسره کوي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې نن چهار شنبه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دوی سرتېرو لومړی بريد نن ماښام ۷ بجې د کابل پنځمې حوزې د سېلو په سړک د طالبانو پر يوه پوسته وکړ.

د دوي په خبره؛ په دې بريد کې يې یو طالب وژلی او یو بل زخمي کړی دی.

جبهې په خپلو معلوماتو کې ليکلي، چې د همدې ورځې ماښام ۸ بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د ملي ارشيف مخامخ د طالبانو پر پوستې په وسله وال بريد کې دوه طالبان زخمي کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.