• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معترضې مېرمنې: منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې سخته ناروغه ده

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د افغانستان د مېرمنو غورځنګ ملګرو ملتونو ته د یو لیک په ترڅ کې د ښځو د حقونو د فعاله غړې منیژې صدیقي پر وضعیت اندېښنه ښودلې. په لیک کې ویل شوي، چې د څرخي پله په زندان کې منیژه د «طالبانو د سختو ربړونو له امله ناروغه» شوې او وضعیت یې اندېښمنوونکی دی.

په دغه لیک چې یوه کاپی یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې او د چهارشنبې په ورځ خپره شوې د معترضو ښځو غورځنګ ویلي، چې طالبانو د منیژې کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې هغې ته دارو درمل ورسوي.
په لیک کې راغلي، چې طالبانو دغه مېرمن د دغې ډلې د مشر د عکس په سوځولو تورنه کړې ده.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د منیژه صدیقي وضعیت ته دې په بېړنۍ توګه پاملرنه وکړي او «په مجازي غبرګونو چې هیڅ لاسته راوړنه نه لري بسنه نه کوي.»
د طالبانو استخباراتي ادارې د افغانستان د ښځو د غورځنګ غړې منیژه صدیقي د تلې میاشت په ۱۷مه نېټه نېولې او بیا یې د څرخي پله زندان ته لېږدولې ده.

طالبانو تر اوسه د منیژې د نیولو او په زندان کې د نوموړې د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
د بښنې نړۍوال سازمان چې د هغې او دوو نورو افغان فعالانو د خوشې کولو په اړه کمپاین پیل کړی، ویلي چې دغه کسان په «جعلي یا کلپو» تورونو نیول شوي او د عادلانه محکمې وخت هم هغوی ته نه دی ورکړل شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې ۴ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د کابل په ښار کې يې په دوو جلا - جلا پېښو کې د یو طالب د وژل کېدو او درييو نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی. جبهې په خپل خبر کې ويلي، چې دا بريدونه د طالبانو څخه د خلګو او وطن د خلاصون په موخه ترسره کوي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې نن چهار شنبه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دوی سرتېرو لومړی بريد نن ماښام ۷ بجې د کابل پنځمې حوزې د سېلو په سړک د طالبانو پر يوه پوسته وکړ.

د دوي په خبره؛ په دې بريد کې يې یو طالب وژلی او یو بل زخمي کړی دی.

جبهې په خپلو معلوماتو کې ليکلي، چې د همدې ورځې ماښام ۸ بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د ملي ارشيف مخامخ د طالبانو پر پوستې په وسله وال بريد کې دوه طالبان زخمي کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

رحمت الله نبیل: د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په پاریس کې د افغان سیاسي فعالانو په غونډه کې وویل، چې د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.

رحمت الله نبیل په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نړۍوالې ټولنې ته ننګ دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس په دې ناسته کې وویل: «د واکمنو ذهنیت دا دی چې په افغانستان کې د ملي اجماع له ترلاسه کولو مخکې یو ډول نړۍوالې اجماع ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې د دغه هېواد برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.»

د افغان سیاستوالو غونډه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د فرانسې په پارلمان کې جوړه شوه.

رحمت الله نبیل په خپلو خبرو کې د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د افغانستان لپاره د تلپاتې حل لارې په اړه یوې هوکړې ته رسېدل ستونزمن وبلل.

ښاغلي نبیل ټینګار وکړ، چې د هېواد ستونزې ته د حل لارې موندلو په بهیر کې د افغانانو د رول په پام کې نه نیول، د دوحې د پروسې د ناکامۍ لامل دی.

ښاغلي نبیل زیاته کړه چې د دوحې پروسه د افغانانو په زیان ختمه شوه.

رحمت الله نبیل وویل: «د دې هېواد د اوسېدونکو په توګه دا زموږ مسوولیت دی، چې د یوه نوي ټولنیز تړون د لاس ته راوړلو هڅه وکړو او د یوې شفافې او ډېموکراتیکې پروسې پر بنسټ له داخلي ننګونو سره مقابله وکړو او د دغه تاریخي مسوولیت بار د نورو په اوږو وانه چوو.»

په سیمه کې د سولې او جګړې په اړه د افغانستان د جیوپولټیک دریځ د اغیزو په اړه د افغان سیاستوالو غونډه د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر سیاسي شخصیتونو، پخوانیو افغان چارواکو، مدني فعالانو او فرانسوي شخصیتونو برخه اخیستې وه.

طالبانو په هلمند کې د ۱۰ موټرو قاچاقي موادو او ۱۲ کسانو د نيولو خبر ورکړ

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ دغې ډلې په هلمند ولایت کې ۱۰ موټر خوراکي او غيرې خوراکي توکي د قاچاق پر مهال نيولي دي. د وزارت په خبره؛ له قاچاق سره د تړاو په تور يې ۱۲ کسان هم نيولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په هلمند کې يې هغه ۱۰ د خوراکي او غيرې خوراکي توکو ډک موټرونه نيولي، چې له پاکستان څخه په غیرې قانوني ډول راوړل شوي.

وزرات په خپله خبرپاڼه کې ليکي، چې دغه موټرونه يې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې د موضوع په تړاو د ۱۲ کسانو د نیول خبر هم ورکول شوی دی.

طالبانو په نيول شويو موټرونو کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو نومونه نه دي ياد کړي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په یوه بل خبر کې د ننګرهار په ځنګلونو کې د ۴۵۰ چاتراش لرګيو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکړی.

خبرپاڼه زياتوي، چې د دې ترڅنګ يې په غريزه سيمو کې ۳۰۰ بانډې هم نيولي، چې چارتراش لرګي به پکې ساتل کېدل.

د افغانستان د ختيځو ولایتونو له ځنګلونو څخه زیات مهال دا ډول قيمتي لرګي په غیرې قانوني ډول پاکستان ته قاچاقيږي.

طالبان په هلمند کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د اوبو بندونه جوړوي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ادارې خبر ورکړی، چې دوی په سنګين، کجکي او زمينداور ولسواليو کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د اوبو د بندونو جوړېدو لومړنۍ چارې پیل کړي. په تېرو څو کلنو کې سنګين او زمينداور سختې وچکالۍ ځپلي.

په هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د چهار شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې غواړي د سنګین ولسوالۍ په ميانکو، د کجکي د کنګيانواو د زمنینداور په شيرې ويالو کې د اوبو لويو بندونه جوړ کړي.

د دوی به خبره، چې د دې بندونو په جوړېدو به یې سېلابي او باراني اوبه مهار کړي او تر ډېره به د هلمند په شمالي ولسواليو کې د وچکالۍ مخه نيول شوې وي.

ولايتي طالب مسولين وايي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره یې په سیمه کې سروې تر سره کړې ده.

په تېرو نېږدې لسو کلنو کې وچکالۍ سنګين او زمينداور ولسوالۍ دومره وځپلې، چې ان خلکو خپلې پلرنۍ مېنې پرېښودې او نورو سېمو ته کډه شول.

د دې درېيو ولسوالیو خلک تر ډېره په زراعت بوخت دي.

د سيمې خلک د طالب مسوولينو څخه د اوبو د بندونو اساسي جوړېدو غوښتنه کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو له لوري د اوبو بندونو د جوړېدو هغه ويډيو او تصويرونه د سخت انتقاد سره مخ شول، چې سېلابونو او د باران اوبو تخريب او له منځه يو وړل.

د خلکو په وينا؛ دغه د اوبو بندونه په سم، اساسي او دايمي ډول نه وو جوړ شوي.

څو شېبې وړاندې په کابل او نېږدې سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماخوستن په اوه بجې او پنځه پنځوس دقیقې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ځايي اوسېدونکو ویلي، چې د زلزلې ټکانونه غښتلي وو.

د امریکا د زلزله ارزونې ادارې بیا خبر ورکړی، چې د ریښتر په مقیاس ۵ درجې زلزله د فرخار ښار جنوب ختیځ ۴۴ کیلومترۍ کې پر ځايي وخت د ماښام په ۷:۵۴ دقیقو وشوه.

د دغه مرکز په وینا؛ د دغې زلزلې ژوروالی له ځمکې څخه ۱۳۰ کیلومتره و.

په ننګرهار، مزارشریف، تخار، کونړ، بدخشان او پروان ولایتونو کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم ویلي، چې په دغو ولایاتو کې یې زلزله حس کړې ده.