فایق: افغانستان یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې له زدهکړو او کارکولو بې برخې دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق د ملګرو ملتونو په ۶۸مې ناسته کې ویلي:« په داسې حال کې چې موږ نن د جنسیتي انډول او د ښځو پر پیاوړتیا غږېږو، افغانستان یوازینی هېواد دی چې په کې ښځې او نجونې د زدهکړو او کار کولو له حقه بې برخې پاتې شوې دي.»