د لوګزامبورګ چارواکې: نړېوال باید له افغان ښځو سره مرسته وکړي چې خپلې ازادۍ بېرته واخلي

د لوګزامبورګ د جنسیتي برابرۍ او تنوع وزیرې وویل، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ تر بېرته ترلاسه کولو پورې د هغوی ملاتړ وکړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه تر غونډې وروسته، یوریکو بیکس پر افغان ښځو «پاچاهي او پلان شوی ظلم» ویجاړونکی وباله.