• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي: د شهباز شریف خبرې بې بنسټه دي، موږ د پاکستان له خاورې خپل جهاد ته دوام ورکوو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هېواد د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، موږ د خپلې مبارزې لپاره د بل چا خاوره نه ده کارولې، زموږ جهاد د پاکستان په خاوره کې دوام لري.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې لیکلي، زموږ جګړه د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پر خلاف د پاکستان په خاوره کې د خپلو خلکو او ولس په ننګه او ملاتړ روانه ده او موږ هیڅکله هم د نورو ګاونډیانو خاوره د خپلې مبارزې لپاره نه ده کارولې.

100%


په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي چې دوی د هیڅ سیاسي ګوند او د پاکستان د سیاستوالو پر خلاف عمل نه کوي، دوی یوازې او یوازې د پاکستان پوځي او امنیتي اهداف په نښه کوي او دا کار د دوی لپاره لومړیتوب لري.
خبرپاڼې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په ناحقه دې پر ګاونډیو هېوادونو تورونه نه پورې کوي او نه دې د خپلو ناکامو سیاستونو پړه پر نورو اچوي.
دغه خبرپانه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څرګندونو یوه ورځ وروسته خپرېږي، چې نوموړي د کابینې غونډې ته ویلي و، د دغه هېواد جغرافیايي امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهره هیڅ ډول ترهګري ونه زغمي.
که څه هم چې ښاغلي شریف په ځانګړې توګه د کوم هېواد نوم نه و اخیستی؛ خو په ښکاره یې طالبانو ته ګوته ونیوله، چې ګواکې له ټي‌ټي‌پي څخه د ملاتړ تر څنګ هغوی پر وسلو سمبالوي او په پاکستان کې د ټولو وسله‌والو بریدونو پلانونه هم په هغې خاوره کې جوړېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا په افغانستان کې خپلو پخوانیو همکارانو ته د کډوالۍ نورې ځانګړې وېزې ورکوي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو سره د جوبايډن د حکومت د موافقې له مخې به هغو افغانانو ته چې له امريکا سره یې همکاري کړې ويزې ورکوي. تمه ده، چې د اګست تر میاشتې پورې افغانانو ته ۳۸۵۰۰ ځانګړې ویزې ورکړل شي او د دغه نوي تړون له مخې به لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ نورې ویزې ورکړل شي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي، چې نوی تړون د ۱۲۰۰۰ نورو ویزو د ورکولو اجازه ورکوي؛ خو د جوبایډن ادارې او په سنا کې د جمهوري غوښتونکو استازو د ۲۰ زره نویو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې پای ته رسېږي.

ویل کېږي، چې د اضافي ویزو شمېر د امریکا د پخوانیو افغان شریکانو له غوښتنې سره سم شوی دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د هغو افغانانو شمېر چې ویزو ته انتظار باسي له ۸۰ زرو څخه زیات وو، چې یو پر څلورمه برخه یې وروستۍ مرکې ته بلل شوي دي.

افغانانو ته د لا زیاتو ویزو ورکولو هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې داسې اسناد خپاره شوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت سلګونه امنیتي چارواکي او سرتېري نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

د ګوادر بندر برید؛ جان اڅکزي د ګودار په برید کې د هند استخباراتي اداره ښکېله وبلله

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی د دغې صوبې په ګوادر بندر کې پر حکومتي اداره د برید پړه د هند پر استخباراتي اداره "را" واچوله. جان اڅکزی خپل اېکس کې وايي؛ امنیتي ځواکونو په ګوادر کې د "را" اړوند د بلوڅ ازاديپال پوځ برید شنډ کړی.

نوموړی د پولیسو له قوله وايي، چې د ګوادر حکومتي ادارو سره نږدې په دغه برید کې ټول ښکېل اته وسلوال یې وژلي دي.

د ګوادر بندر حکومتي اداره یا جي پي اې کې د ټاکنو کمېسیون او پاسپورټ ریاست په ګډون مختلفې ادارې فعالې دي.

بلوڅ ازادیپال پوځ د اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې دې سیمه کې یې د ای اېس ای ودانۍ په نښه کړې دي.

دوی وایي؛ د مجید لېوا دوو فدایانو دا برید کړی او د پاکستان د استخباراتي ادارې غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د پاکستان رسنۍ وايي، چې دا برید شنډ شوی او اته وسلوال یې وژلي دی؛ خو جان اڅکزي په اېکس داسې انځور خپور کړی چې یوازې د درې وسلوالو مړي پکې لیدل کېږي.

بلوڅ بېلتونپالو د تېرې جنورۍ پر وروستۍ نېټه د بلوچستان په مچ کې هم د پاکستان پر امنیتي ادارو ډله ییز برید کړی و، چې نږدې درې ورځې روان و.

د بلوځ ازاديپال پوځ په ګډون څو وسلوالې ډلې په بلوچستان کې د پاکستان پرضد له کلونو راهیسې نښتې کوي.

دوی د ګوادر بندر پر پراختیا پروژه چې پاکستان یې د چین په همکارۍ پرمخ بیايي په تېرو کلونو کې ورته بریدونه کړي دی.

دا ډلې اسلام اباد د بلوچستان د ځايي خلکو د سرچینو پر لوټلو تورنوي او پر پاکستان سربېره چین ته هم خبرداری ورکوي چې له دې پروژې تېر شي.

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر پراختیا پر بلوچستان او دغه هېواد سربېره د سیمې د پرمختګ لپاره اړین بولي.

بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان په ګوادر بندر کې د برید مسوولیت ومانه

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د بلوچستان ازادۍ پوځ په نوم بلوڅ بېلتونپالې ډلې د پاکستان بلوچستان کې د ګوادر بندر پر اداره یا جي پي اې د برید مسوولیت ومانه. دغه ډله د اعلامیې خپرولو سره وايي، چې د مجید لېوا د ګوادر بندر اداره کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اې اېس ای ودانۍ په نښه کړې دی.

د ګوادر بندر اداره کې د پاسپورټ او ټاکنو کمېسون سربېره مختلفې حکومتي دارې کار کوي، خو بلوڅ بېلتونپال وايي، چې دلته یې د ای اېس ای ودانۍ په نښه کړې دي.

له سیمې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلې ویډیووې هم ښيي چې له ځینې ودانیو لوګي پورته کېږي او د سپکو وسلو ډزې کېږي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ په نوم ډله وايي، ځايي وخت دوه بجې یې دوو ځانمرګو دا برید کړی دی او لا هم روان دی.

پاکستانۍ رسنۍ د سرچینو په حواله وايي، چې په دغه برید کې اتو وسلوالو ګډون درلود او د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې وژل شوي دي.

خو لا هم له سیمې بې پرې سرچینو دا نه ده تایید کړې چې څو وسلوالو برید کړی او دا برید پای ته رسېدلی که لا هم روان دی.

د ګوادر بندر د پراختیا پروژه چې پاکستان یې د چین په همکارۍ پرمخ بیايي تېرو کلونو کې له ورته بریدونو سره مخ شوې ده، چې تر ډېره یې مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې مني.

دوی اسلام اباد د بلوچستان د ځايي خلکو د سرچینو پر لوټلو تورنوي او پر پاکستان سربېره چین ته هم خبرداری ور کوي چې له دې پروژې تېر شي.

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر پراختیا پر بلوچستان او دغه هېواد سربېره د سیمې د پرمختګ لپاره اړین بولي.

طالبانو ته د شهباز شریف خبرداری: پاکستان نور له بهر یو ډول ترهګري هم نشي زغملی

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد جعرافیايي امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهر یو ډول ترهګري هم ونه زغمي. شهباز شریف زیاتوي، د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د ودې لپاره له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې د ګاونډي هېواد ځمکه «د ترهګرۍ لپاره وکارېږي.»

د ښاغلي شریف دا خبرې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته وې، چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې په پنا ور کولو تورنوي.

نوموړي نن په اسلام اباد کې د کابینې غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د مخلصانه ستراتیژۍ د جوړېدو وړاندیز هم وکړ.

د هغه په خبره، د ترهګرۍ ضد ټولیزې هڅې به په سیمه کې ټیکاو رامنځ ته کړي او د بې وزلۍ په څېر ستونزې به له منځه یوسي.

نوموړي هیله وښوده چې ګاونډی هېواد- چې منظور یې افغانستان او پر دغه هېواد واکمن طالبان دي- د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د ده وړاندیز مهم وګڼي او د سیمې ټیکاو کې به له پاکستان سره ګډ کار وکړي.

د شهباز شریف دا خبرې د افغانستان د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ د دغه هېواد له بمبار دوه ورځې وروسته دي.

د پاکستان پوځ وايي، په دغو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه کړي دي، خو طالبان دا خبر ردوي او وايي ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پکتیا په ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

اسلام اباد وايي، په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه ټپیان دي.

د طالبانو په واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره اسلام اباد د طالبانو حکومت د دغه هېواد مخالفو طالبانو ته د پټنځیو په ور کولو تورنوي.

افغان طالبان د اسلام اباد دا خبره ردوي او وايي، پاکستاني طالبان په خپل هېواد کې پر ځمکه ولکه لري او افغان خاورې ته اړتیا نه لري.

د جرمني پولیسو هغه دوه افغانان په دې تور نیولي، چې په سویډن کې یې د برید پلان لاره

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د جرمني پولیسو هغه دوه تنه افغانان د سویډن پارلمان ته څېرمه په دې تور نیولي، چې ګواکې هغوی پر عامو خلکو او پولیسو د برید پلان لاره. پولیس وایي، چې دغو دوو تنو ته د داعش خراسان ډلې سپارښتنه کړې وه چې په سویډن او نورو هېوادونو کې د قرانکریم د سوځولو په غچ هلته بریدونه وکړي.

د جرمني د فډرال برخې جنايي پولیسو د کب په ۲۹مه د سه شنبې په ورځ په اېکس پاڼه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرال څارنوالۍ د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي ابراهیم او رامین د ګرا ښار د محکمې په حکم د تورینګن په ایالت کې نیولي دي.

پولیسو ویلي، چې ابراهیم نومی د داعش ډلې څخه «په قوي توګه د غړیتوب او ملاتړ» په تور او رامین بیا د همدغې ترهګرې ډلې په ملاتړ تورن دی.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه تنه افغانان د ۲۰۲۳ زېږدېز کال را په دې خوا د داعش ډلې د اېډیالوژۍ په ملاتړ تورن وو او ابراهیم نومی بیا د اګسټ په میاشت کې د داعش د خراسان څانګې سره په جرمني کې یوځای شوی و.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې داعش ډلې ابراهیم ته دنده سپارلې وه چې په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې دې په اروپا کې بریدونه وکړي او «ابراهیم د رامین په همکارۍ پلان لاره، چې پولیس او نور کسان د سویډن په استهکولم کې د پارلمان د انګړ دننه ووژني.»

پولیسو ویلي، چې دغو دوه تنو افغانانو د د اعش د مشرانو په مشوره د دغه برید لپاره چمتوالی نیولی و، هغوی د انټرنېټ پر مټ د برید شاوخوا سیمې څارلې وې او څو ځلې یې د وسلو د اخیستو لپاره ناکامه هڅه هم کړې وه.

د جرمني د فډرال جنایي پولیسو ویلي، چې ابراهیم د رامین په همکارۍ تر دې وړاندې ۲۰۰۰ یورو د داعش ډلې لپاره ټولې کړې وې او هغه یې د سوریې په شمال کې داعش ډلې ته استولې وې.

پولیس به ډېر ژر دغه تورن کسان د فډرال محکمې ته وړاندې کړي.