• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني پولیسو هغه دوه افغانان په دې تور نیولي، چې په سویډن کې یې د برید پلان لاره

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د جرمني پولیسو هغه دوه تنه افغانان د سویډن پارلمان ته څېرمه په دې تور نیولي، چې ګواکې هغوی پر عامو خلکو او پولیسو د برید پلان لاره. پولیس وایي، چې دغو دوو تنو ته د داعش خراسان ډلې سپارښتنه کړې وه چې په سویډن او نورو هېوادونو کې د قرانکریم د سوځولو په غچ هلته بریدونه وکړي.

د جرمني د فډرال برخې جنايي پولیسو د کب په ۲۹مه د سه شنبې په ورځ په اېکس پاڼه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرال څارنوالۍ د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي ابراهیم او رامین د ګرا ښار د محکمې په حکم د تورینګن په ایالت کې نیولي دي.

پولیسو ویلي، چې ابراهیم نومی د داعش ډلې څخه «په قوي توګه د غړیتوب او ملاتړ» په تور او رامین بیا د همدغې ترهګرې ډلې په ملاتړ تورن دی.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه تنه افغانان د ۲۰۲۳ زېږدېز کال را په دې خوا د داعش ډلې د اېډیالوژۍ په ملاتړ تورن وو او ابراهیم نومی بیا د اګسټ په میاشت کې د داعش د خراسان څانګې سره په جرمني کې یوځای شوی و.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې داعش ډلې ابراهیم ته دنده سپارلې وه چې په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې دې په اروپا کې بریدونه وکړي او «ابراهیم د رامین په همکارۍ پلان لاره، چې پولیس او نور کسان د سویډن په استهکولم کې د پارلمان د انګړ دننه ووژني.»

پولیسو ویلي، چې دغو دوه تنو افغانانو د د اعش د مشرانو په مشوره د دغه برید لپاره چمتوالی نیولی و، هغوی د انټرنېټ پر مټ د برید شاوخوا سیمې څارلې وې او څو ځلې یې د وسلو د اخیستو لپاره ناکامه هڅه هم کړې وه.

د جرمني د فډرال جنایي پولیسو ویلي، چې ابراهیم د رامین په همکارۍ تر دې وړاندې ۲۰۰۰ یورو د داعش ډلې لپاره ټولې کړې وې او هغه یې د سوریې په شمال کې داعش ډلې ته استولې وې.

پولیس به ډېر ژر دغه تورن کسان د فډرال محکمې ته وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ (نوروز) او په خلکو کې خوره چوپه چوپتیا او بې‌سارې نهیلي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۳۳ GMT+۰

په افغانستان کې د نوي کال د لومړۍ ورځ (نوروز) نمانځنه له پېړیو، پېړیو راهیسې په افغانانو کې دود پاتې شوی او ټول خلک یې په برم او پرتم سره نمانځي. خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې او دې ته ورته د نورو دودیزو او مذهبي ورځو په نمانځنو بندیزونه لګېدلي دي.

د دغې ورځې د نمانځغونډې اصلي ټاټوبی د بلخ لرغونی ولایت په تېره بیا د مزارشریف ښار دی.
د دغه ښار اوسېدونکي وايي، سږ کال نه هلته له نورو ولایتونو مېلمانه ورغلي او نه هم د سخي د جنډې د چګولو کومې نښې نښانې تر سترګو کېږي.
د دغه ښار یو تن اوسېدونکي فرید افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه وویل: د مزار شریف ښار د نورو ورځو په شان عادي حالت لري، نه سېلانیان ورته راغلي او نه هم په ښار کې ګڼه ګوڼه لیدل کېږي. هرې خوا ته چوپه چوپتیا خوره ده، په خپله مزاریان هم له وېرې مېله ځایونه ته نه ځي؛ ځکه کېدای شي د دوی دغه کار پر طالبانو ښه و نه لګېږي.
ښاغلی فرید وايي، که څه هم چې طالبانو په رسمي بڼه تر اوسه د دغې ورځې د نمانځنې یا نه نمانځنې په تړاو ډېر څه نه دي ویلي؛ خو خلک وېره لري که په ډله‌ییزه توګه مېله ځایونو ته تګ راتګ وکړي نو کېدای شي، چې طالبان یې په اړه غبرګون وښيي.
له نوروزه په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو سترو ښارونو کې هم د نمانځغونډو تر څنګ د نوروز جنډې هم پورته کېدې؛ خو نن په هغو ولایتونو کې هم د نوروز د نمانځنې څرک نه لګېږي.
د کابل ښار یو ۶۵ کلن اوسېدونکی عبدالرحمن افغانستان انټرنشنل ته وايي: د کابل ښار د جمال مینې یا کارته سخي تر څنګ د کابل ښار په منډیي کې به هم جنډه پورته کېده او دا د دې لپاره وه، چې خلکو به ویل په دې سره به د کال په اوږدو کې د غلو دانو پرېماني راشي؛ خو اوس نه هغه مېلې پاتې دي او نه هم هغه نمانځغونډې.
په ټوله کې طالبان د دغسې ورځو د نمانځلو سره په مخالفت کې ولاړ دي او انګېرنې یې دا دي، چې د داسو ورځو نمانځل خرافاتي بڼه لري او د دیني ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، د هغوی په باور د دغو ورځو نمانځل د اور پرستو مذهبونو کار دی او په اسلام کې یې جواز نه شته.
‏خو ګڼ افغانان بیا وايی، د دغې ورځې نمانځل د طبيعت بیا ژوندي کېدل او یا بېرته د زرغونېدو په مانا دي او د پسرلي راتګ وروسته له یخ ژمي هر انسان ته پرېمانه خوشحالي وربخښي.

‏د نوروز جشن د افغانستان په تاریخ کې د اوږدو ریښو په لرلو سربېره، د پسرلي پیل او د طبیعت د بیا راژوندي کېدو پېلامه هم ده.

‏ډېر افغانان دا هم وايي، چې په افغانستان کې د نوروز په نمانځنه کې نه یوازې دودیز مراسم، لوبې او دودیزې مېلې ترسره کېږي؛ بلکې دغه ورځ په دیني ارشاداتو او عقایدو کې هم ځانګړی ځای لري.

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ پرېکړې ته د افغانستان غبرګون: کرېکټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکو لوبلړۍ د ځنډولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او وایي؛ کرېکټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

د افغانستان کرېکټ بورد د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې کرېکټ لوبه او په ټوله کې ورزش باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

اسټرالیا له افغانستان سره د درېیم ځل لپاره د کرېکټ شل اوریزه سیالۍ لغوه کړه.

اسټرالیا وايي، د دغې لوبې د لغوه کولو ستر لامل په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر نجونو لګېدلي بندیزونه او له هغې ډلې د نجونو په ورزش لګېدلی بندیز دی.

کرېکټ بورډ وایي، چې د اسټرالیا دولت له لوري د یاد هېواد پر کرېکټ بورډ شته فشارونه درک کوي؛ خو بهتره بولي چې ورته ستونزې د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ کار په پایله کې حل شي.

کرېکټ بورډ زیاتوي، چې په دې تړاو یې له اسټرالیوي لوري سره پخوا هم خبرې کړې وې او له اسټرالیا دولت څخه هیله لري چې خپل سیاستونه دې پر کرېکټ بورډونو نه تحمیلوي، بلکې د دې لوبې د لا ډېر پرمختګ او ملاتړ لپاره دې لاس په کار شي.

اسټرالیا وایي؛ له هغه ځایه چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو حقونو تروړل شوي؛ نو دوی نه غواړي د داسې هېواد له لوبغاړو سره لوبه وکړي، چې هلته د بشري حقونو درناوی نه کېږي.

چې اسټرالیا کرېکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرېکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه.

تېر کال هم هغه هېواد له افغان لوبغاړو سره یوه د ټېسټ او درې یو ورځینۍ لوبې لغوه کړې وې.
خو تېر کال په نړۍوال جام سیالیو کې افغان لوبډله د اسټرالیا له لوبډلې سره مخامخ شوه، هغه مهال یې د لغوه کېدو خبره نه وه کړې او لوبه یې له افغانستانه په درې وېکټو ګټلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ له مشرتابه سره د یادې موضوع د اعلان پر ځای د حل لارې پیدا کولو او سلا مشورو سپارښتنه کړې وه،خو سربېره پر دې بیا هم اسټرالیا کرکټ بورډ خپله پرېکړه اعلان کړه.

کرېکټ بورد وایي: «د اسټرالیا پر وړاندې د نړۍوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د ملي لوبډلې د راتلونکو سفرونو د نوي پروګرام یا (FTP) برخه ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري د نهايي کېدو پر مهال پکې په خپله د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشرتابه هم شتون درلود او دغه لوبې یې منلې دي».

افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا پر کرېکټ بوردغږ کړی، چې خپل دولت ته قناعت ورکړي، ترڅود کرکټ لوبې د ترسره کېدو په وړاندې خنډ و نه ګرځي.

د اتلانتیک شورا کارپوهان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ د بشپړې جګړې امکان کم دی

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۳:۱۷ GMT+۰

اتلانتیک شورا په یوه مطلب کې لیکلي، چې په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونه یوه سیاسي ادعا څرګندوي او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د بشپړې جګړې امکان کم دی.

د دې مقالې لیکوالانو دغه حملې د دغه هېواد له پوځ او خلکو سره د پاکستان د حکومت د ژمنتیا ښودنه ګڼي.

دا مقاله د دغې شورا د سترې سلاکارې او په واشنګتن کې د افغانستان پخوانې سفیرې رویا رحماني، نیلوفر سخي، عزیز یونس، محمد فیصل او ​​د دې شورا نورو څېړونکو له خوا لیکل شوې ده.

دوی په دې مقاله کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې دننه د پاکستان انتقامي هوايي بریدونه د سیاسي ادعا په توګه عمل کوي.

د دې مقالې د لیکوالانو په باور؛ امکان لري چې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ فرضي کرښو کې تاوتریخوالی زیات شي، خو د بشپړې جګړې امکان کم دی.

دوی وایي؛ افغان طالبان په پاکستان کې د خپلو مالي ګټو او د ملاتړ د اډې له امله له پاکستان سره د اوږدې مودې پوځي جګړې څخه ویره لري.

د اتلانتیک شورا څیړونکي په دې باور دي چې وخت ناوخته نښتو سره سره پاکستان لا هم طالبان په کابل کې د خپل غوره حکومت په توګه ساتي.

د دوی په اند؛ د اسلام اباد له امنیتي اندېښنو سره سره، د هند پر وړاندې د پاکستان ستراتیژیکو ګټو افغان طالبان لا هم په سیمه کې د دغه هېواد د ګټو د خوندیتوب لپاره د پاکستان غوره انتخاب ګرځولی دی.

دوی ټینګار کړی، چې له پاکستاني طالبانو سره د افغان طالبانو تړاو او د دوی ګډې نظریې د پاکستان د حاکمیت ثبات ته ګواښ دی او دوه اړخیزې اړیکې لا پسې جدي کوي.

د مقالې لیکوالانو زیاته کړې چې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د پرله پسې بریدونو په وړاندې د پاکستان زغم پای ته رسېدلی دی.

د دغو څیړونکو په وینا، په افغانستان کې د کرښې له بلې غاړې د ترهګرو پر پټنځایونو په بریدونو سره، پاکستان یو ځل بیا خپله وړتیا او لېوالتیا وښوده چې په خپله خاوره کې د ترهګرو بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکړي.

د دې مقالې لیکوالان په دې باور دی چې پاکستان هڅه کوي په هوايي حملو سره پر افغانستان فشار راوړي.

د دوی په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت څرګندونې پر طالبانو د فشار د زیاتولو لپاره د ځوابي هوايي بریدونو او د سیاسي او اقتصادي لارو د درې اړخیزې تګلارې څرګندونه کوي.

د مقالې لیکوالان ټینګار کوي چې د تاو تریخوالي په زیاتیدو او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د اېستلو د پروګرام له بیا پیلېدو سره به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو تر ټولو زیات زیان دوی ته ورسیږي.

په شفا روغتون کې د عملیاتو دوام؛ اسراییل د حماس د ۵۰ وسله والو د وژلو اعلان وکړ

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د اسرییل پوځ د سې شنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ځواکونو د غزې ښار په شفا روغتون کې په خپلو تازه عملیاتو کې له ۵۰ ډېر حماس وسله وال وژلي دي. په دې عملیاتو کې له حماس ډلې سره د تړاو په تور شاوخوا ۱۸۰ تنه نیول شوي دي.

په شفا روغتون کې د اسرايیلي پوځ عملیات د دوشنبې په ورځ پیل شوي او لا هم دوام لري.

اسراییل وايي؛ حماس د خپلو ترهګریزو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره له ملکي ځایونو لکه؛ ښوونځي، جوماتونو، روغتونونو او د استوګنې له ودانیو کار اخلي.

ټایمز اف اسراییل خبري ویب پاڼې د غزې په نورو برخو کې د نښتو د دوام خبر ورکړی.

د دغه رپوټ له مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرایيل په حملو کې د حماس څو غړي وژل شوي دي.

اسرايیلي پوځیانو د غزې په جنوب کې د خان یونس ښارګوټي په القارا سیمه کې د حماس مرکزونه په نښه کړي دي.

د سې شنبې په ورځ د غزې په شمال کې د نښتو په ترڅ کې یو اسرايیلي پوځي افسر هم وژل شوی دی.

تر اوسه پورې په غزه کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسرايیلي پوځیانو شمېر ۲۵۱ تنو ته رسېدلی دی.

په ترکیه کې څه باندې ۳۰ زره نوي کورونه زلزله خپلو ته وسپارل شول

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انلاین شتون سره د ۳۰ زره ۷۲۰ نویو کورونو کیلي ګانې د فبرورۍ د شپږمې نېټې د زلزلې قربانیانو ته وسپارل شوې. د راپورونو له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد په ۱۱ ښارونو کې تر ۷۶ زره ډېر د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شوي دي.

په ترکیه کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د قرعه کشۍ او د استوګنې د کورونو د کیلي ګانو د سپارلو مراسم د سې شنبې په ورځ (د کب۲۹مه) د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انلاين حضور کې په قهرمانماراش کې ترسره شول.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې په دوو میاشتو کې د ۸۰ زره کورونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې ته ډېر نږدې شوی دی.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه، چې هېواد یې پلان لري؛ څو د روان کال تر پایه ۲۰۰ زرو کسانو ته کورونه ورکړي.

رجب طیب اردوغان وویل، چې هڅه کوي د ۳۹۰ زره ویجاړو شوو کورونو پر ځای ۱۱زره ۵۰۰ ګودامونه او ۴۰ زره ۵۰۰ کاري ځایونه کې زلزله ځپلو ته د کار زمينه برابره کړي.

د راپورونو له مخې؛ په ترکیه کې د زلزلې له امله ۴۴۲ زره ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په ۱۱ښارونو کې ۷زره ۲۷۵ د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شول.

په ترکیه کې د تېر کال زلزلې د ترکیې په ۱۱ښارونو کې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه شول او میلیونونه یې بې کوره کړل.