• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شفا روغتون کې د عملیاتو دوام؛ اسراییل د حماس د ۵۰ وسله والو د وژلو اعلان وکړ

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د اسرییل پوځ د سې شنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ځواکونو د غزې ښار په شفا روغتون کې په خپلو تازه عملیاتو کې له ۵۰ ډېر حماس وسله وال وژلي دي. په دې عملیاتو کې له حماس ډلې سره د تړاو په تور شاوخوا ۱۸۰ تنه نیول شوي دي.

په شفا روغتون کې د اسرايیلي پوځ عملیات د دوشنبې په ورځ پیل شوي او لا هم دوام لري.

اسراییل وايي؛ حماس د خپلو ترهګریزو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره له ملکي ځایونو لکه؛ ښوونځي، جوماتونو، روغتونونو او د استوګنې له ودانیو کار اخلي.

ټایمز اف اسراییل خبري ویب پاڼې د غزې په نورو برخو کې د نښتو د دوام خبر ورکړی.

د دغه رپوټ له مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرایيل په حملو کې د حماس څو غړي وژل شوي دي.

اسرايیلي پوځیانو د غزې په جنوب کې د خان یونس ښارګوټي په القارا سیمه کې د حماس مرکزونه په نښه کړي دي.

د سې شنبې په ورځ د غزې په شمال کې د نښتو په ترڅ کې یو اسرايیلي پوځي افسر هم وژل شوی دی.

تر اوسه پورې په غزه کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسرايیلي پوځیانو شمېر ۲۵۱ تنو ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په ترکیه کې څه باندې ۳۰ زره نوي کورونه زلزله خپلو ته وسپارل شول

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انلاین شتون سره د ۳۰ زره ۷۲۰ نویو کورونو کیلي ګانې د فبرورۍ د شپږمې نېټې د زلزلې قربانیانو ته وسپارل شوې. د راپورونو له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد په ۱۱ ښارونو کې تر ۷۶ زره ډېر د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شوي دي.

په ترکیه کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د قرعه کشۍ او د استوګنې د کورونو د کیلي ګانو د سپارلو مراسم د سې شنبې په ورځ (د کب۲۹مه) د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په انلاين حضور کې په قهرمانماراش کې ترسره شول.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې په دوو میاشتو کې د ۸۰ زره کورونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې ته ډېر نږدې شوی دی.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه، چې هېواد یې پلان لري؛ څو د روان کال تر پایه ۲۰۰ زرو کسانو ته کورونه ورکړي.

رجب طیب اردوغان وویل، چې هڅه کوي د ۳۹۰ زره ویجاړو شوو کورونو پر ځای ۱۱زره ۵۰۰ ګودامونه او ۴۰ زره ۵۰۰ کاري ځایونه کې زلزله ځپلو ته د کار زمينه برابره کړي.

د راپورونو له مخې؛ په ترکیه کې د زلزلې له امله ۴۴۲ زره ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په ۱۱ښارونو کې ۷زره ۲۷۵ د استوګنې کورونه زلزله ځپلو ته ورکړل شول.

په ترکیه کې د تېر کال زلزلې د ترکیې په ۱۱ښارونو کې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه شول او میلیونونه یې بې کوره کړل.

په نیو مکسیکو کې یو افغان کډوال د ' مسلمانانو د وژنې' په یوه دوسیه کې مجرم وپېژندل شو

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۳۹ GMT+۰

په نیو مکسیکو کې یوې محکمې افغان کډوال د پاکستاني کډوال افتاب حسین په وژلو تورن کړ. محمد سید چې د دوو نورو مسلمانانو په وژنه هم تورن دی، د عمري حبس سره مخامخ دی. دغو پېښو د نیو مکسیکو د مسلمانان ټولنې ترهولې او وېرولې وې.

پولیسو د ۴۱ کلن افتاب حسین مړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت د البوکرکي په ښار کې له یوه موټره داسې مهال وموند، چې په ګولیو وېشتل شوی و.

په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو سره د تړلو رسنیو او ډلو د درېیو تنو مسلمانانو وژنه د مذهبي فرقه وارۍ سره تړلې بللې؛ خو پولیسو ویلي چې په دې کار کې د شخصي تربګنۍ نښې څرګندې دي.

دغو پېښو د امریکا په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو تر منځ اندېښنې زیاتې کړې دي. په هماغه کال پولیسو د محمد سید نوم یاد کړی و، چې د دغو پېښو «اصلي تورن» یې نیولی دی.

د څارنوالۍ د برخې یو وکیل ډیویډ وایمیر د محمد سید په اړه یې د حکم له صادرولو وروسته وویل، چې د هغه د دې کار لامل ښايي «د زنځیري قتلونو ذهنیت» وي چې کېدای شي هغه به «هیڅکله هم درک نه کړو.»

منځګړي پلاوي د دغه افغان کډوال له درېیو دوسیو څخه د لومړۍ دوسیې په اړه چې د دوی په لاس کې وه، په هغې کې یو ګرځنده ټیلیفون و او دا یې ښودل چې محمد سید د ډزو پر ځای کې و.

د پېښې له سیمې هغه ګولۍ چې تر لاسه شوې وې، د هغو وسلو سره یې ورته‌والی لاره چې د ده له کوره تر لاسه شوې دي.

محمد سید دا رنګه د محمدافضل حسین په وژلو کې چې د ۲۰۲۲ کال په ښار کې د یوه جوړ شوي پلان له مخې وژل شوی و او دا رنګه د یوې لارۍ چلوونکي نعیم حسین په وژلو هم تورن دی. دغه دواړه کسان د البوکرکي سیمې ته نږدې وژل شوي وو.

په راپورونو کې راغلي، چې درې واړه وژل شوي پاکستانیان یا افغانان وو او محمد سید له هغوی سره د ابوکرکي سیمې په یو ستر جومات کې یو ځای لمونځ هم ادا کړی و.

د نیو مکسیکو د البوکرکي ښار پولیسو نوموړی د څلورم مسلمان د قتل په تور هم تورن کړی؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم تور نه دی ثبت شوی.

دغه افغان کډوال په امریکا کې د نورو جرمونو لکه د کورني تاوتریخوالي مخینه هم لري.

د اسوشیټېدپرېس خبري اژانس د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي و، محمد سید چې په پښتو ژبه خبرې کوي او په انګریزۍ نه پوهېږي، له نیولو له مهاله تر اوسه بې له ضمانته په بند کې ساتل کېږي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: له پاکستان سره کړکېچ ښيي چې طالبان د باور وړ نه دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د ټرمپ د حکومت پرمهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستی کړکېچ ښيي چې پر طالبانو هېڅکله باور نه شي کیدای. هغه وویل، چې په سیمه کې دغه کړکیچ د وړاندوینې وړ وو.

جان بولټن د طالبانو یو له سختو منتقدینو څخه دی او واک ته د دې ډلې راتګ پر طالبانو د ناسم باور او له افغانستانه د امریکا د وتلو پایله ګڼي.

نوموړي چې امریکا د راتلونکو ټاکنو د ګټلو په صورت کې د ټرمپ د راتلونکې بهرنۍ تګلارې په اړه په یوه کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې په سیمه کې اوسنی کړکېچ د "جو بایډن د ستراتیژیکو تېروتنو پایله ده چې د طالبانو پر ژمنو یې تکیه وکړه."

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په راتګ سره بېلابېلو ترهګرو ډلو افغانستان ته مخه کړې، چې په لنډ او اوږد مهال کې به د سیمې او نړۍ امنیت لپاره خطر جوړ کړي. طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د امریکا له حکومت سره موافقه وکړه چې افغانستان به د القاعدې په څېر د ترهګرو ډلو په پټنځای نه بدلېږي. خو د چین او روسیې په ګډون د امنیت شورا غړو چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دغو اندیښنو په ځواب کې طالبانو ویلي، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون نلري او طالبان هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه پر ګاونډیو هیوادونو بریدونه وکړي.

خو پاکستان وايي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د پاکستاني وسله والو بريدونه لس چنده زيات شوي دي.

د امریکا په پلازمېنه کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

وروسته له هغه چې د یکشنبې په ورځ سهار درې بجې د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په شاو سیمه کې پر اوو کسانو ډزې وشوې، دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د پوليسو چارواکو ويلي دي، چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او ټول قربانيان لويان دي.

تر اوسه پولیسو دا نه دي ویلي، چې دا ډزې څنګه شوي؛ خو ویلي یې دي، چې د پېښې د عامل د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي.

د دې ډزو علت لا هم معلوم نه دی.

ایراني رسنۍ: د افغانستان پولې ته څېرمه د ایران یو سرتېری وژل شوی دی

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

ایراني رسنیو د سیستان - بلوچستان ولایت په هرمند سیمه کې د زابل د سرحدي ساتونکو د قطعې د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې؛ دغه سرتېری د یکشنبې په شپه (د کب ۲۷مه) د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سیستان - بلوچستان د سرحدي ساتونکو د معلوماتو مرکز د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د زابل د سرحدي ساتونکو د قطعې یو سرتېری د ایران په جنوب ختیځه پوله کې د دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوی دی.

دغه مرکز په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه سرتېری محمد جواد بیاني نومېده او په ډزو وژل شوی دی.

د ایران خبری اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې دغه عسکر د کرمان ولایت د جیرفت د کلي اوسېدونکی دی.

ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ویلي.

د سیستان - بلوچستان ولایت چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري وخت ناوخت د جګړو شاهد وي.

په تېره مياشت کې د ايران په ختيځو پولو کې د ايران د ځواکونو او ملېشو ترمنځ په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول.