• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: له پاکستان سره کړکېچ ښيي چې طالبان د باور وړ نه دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د ټرمپ د حکومت پرمهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستی کړکېچ ښيي چې پر طالبانو هېڅکله باور نه شي کیدای. هغه وویل، چې په سیمه کې دغه کړکیچ د وړاندوینې وړ وو.

جان بولټن د طالبانو یو له سختو منتقدینو څخه دی او واک ته د دې ډلې راتګ پر طالبانو د ناسم باور او له افغانستانه د امریکا د وتلو پایله ګڼي.

نوموړي چې امریکا د راتلونکو ټاکنو د ګټلو په صورت کې د ټرمپ د راتلونکې بهرنۍ تګلارې په اړه په یوه کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې په سیمه کې اوسنی کړکېچ د "جو بایډن د ستراتیژیکو تېروتنو پایله ده چې د طالبانو پر ژمنو یې تکیه وکړه."

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په راتګ سره بېلابېلو ترهګرو ډلو افغانستان ته مخه کړې، چې په لنډ او اوږد مهال کې به د سیمې او نړۍ امنیت لپاره خطر جوړ کړي. طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د امریکا له حکومت سره موافقه وکړه چې افغانستان به د القاعدې په څېر د ترهګرو ډلو په پټنځای نه بدلېږي. خو د چین او روسیې په ګډون د امنیت شورا غړو چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دغو اندیښنو په ځواب کې طالبانو ویلي، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون نلري او طالبان هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه پر ګاونډیو هیوادونو بریدونه وکړي.

خو پاکستان وايي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د پاکستاني وسله والو بريدونه لس چنده زيات شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا: له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري کوو

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې پر ټي ټي پي د پاکستان د بریدونو په اړه ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان له "قانوني" مبارزې ملاتړ کوي.

متیو میلر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان باید له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.

د افغانستان انټرنیشنل خبریال عارف یعقوبي د پوښتنې په ځواب کې متیو میلر له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې "د خبرو له لارې خپل اختلافونه حل کړي."

په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د تحریک د وژونکي برید په غبرګون کې پاکستان د دوشنبې په ورځ د خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ځینو سیمو بریدونه وکړل.

طالبانو ویلي، چې د «ملکي خلکو پر کورونو» شوو دغو بریدونو کې یې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو هدف د پاکستاني طالبانو د تحریک د قومندان حافظ ګل بهادر سره تړلي "ترهګر" وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، چې امریکا په ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو له خوا د رامنځته شوي ګډ ګواښ د مخنیوي لپاره له پاکستان سره کار کولو ته ژمنه ده.

میلر زیاته کړه: "موږ له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره په دوامداره توګه تماس کې یو او د افغانستان په اړه د دوه اړخیزو مشورو، خبرو اترو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوو."

هغه پر پاکستان غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې دې د دوی بریدونه باید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل نه شي.

په ارزګان کې د طالبانو والي: یوناما باید د قطر غونډې ته د "بدې سابقې" خلک دعوت نه کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

په اروزګان کې د طالبانو والي د یوناما له استازو سره په لېدنه کې غوښتنه کړې، چې د قطر په جوړېدونکې غونډه کې باید داسې کسانو ته بلنه ورکړل شي، چې په افغانستان کې بده سابقه ونه لري؛ خو نوموړي بده سابقه نه ده شرحه کړې.

څو ورځې مخکې د یوناما مشرې په دوحه کې د طالبانو او ښکېلو ډلو د درېیمې ناستې کېدو ته چمتوالی اعلان کړ.

په ارزګان کې د طالبانو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې طالب والي عنایت الله شجاع د یوناما د سويلې حوزې د دفتر له مشر الکس سره په ليدنه کې د دوحې په راتلونکې ناسته خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې والي د یوناما ولايتي مشر ته د دوحې د ناستې اړوند ويلي: « یوناما که غواړي، چې په خبرو کې پر مختګ وشي باید غونډې ته داسي څوک دعوت کړي، چې په افغانستان کې بده سابقه ونه لري.»

طالب والي شجاع په دې ناسته کې وويل، چې د نړۍوالو سره د «شريعت» په چوکاټ کې تيار دي؛ څو اړيکې ورسره پياوړې کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ استازو ته ډاډ ورکړ، چې د خلکو حقونه خوندي دي او د "مغرضو کړيو په منفي تبلغاتو" باور ونه کړي.

د یوناما پلاوي له خپلو مشرانو سره د دې نظریاتو د شريکو ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت نه دی ورکړی.

د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.

خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.

د طالبانو مخابراتو وزارت: په افغانستان کې مو ۹۵ سلنه سیم کارتونه ثبت او راجستر کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزير نجيب الله حقاني په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې ۹۵ سلنه یې د سيم کارټونه یې ثبت او راجستر کړي دي. د معلوماتو له مخې؛ لا هم په کابل او لویو ښارونو کې د مخابراتي شبکو سیم کارتونه په ازاد بازار کې پرته له راجستر څخه خرڅيږي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته ۴۰ ميګاهرتز فريکونسۍ د مزايدې له لارې په ۹۸ ميليونه ۵۲ زره امريکايي ډالرو په ارزښت په اجاره ورکړې.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير نجيب الله حقاني د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۸مه) په يوې خبري ناسته کې وويل، چې په نږدې درېيو کلونو کې د مخابراتو د پوښښ ساحه پراخه شوې او د شبکو په قيمتونو کې هم د پام وړ بدلون راغلی.

وزير وايي؛ د مخابراتي خدمتونو د لوړ کيفيت د برابرولو او د دې سرچينې څخه د ګټې اخيستلو لپاره یې ۴ مخابراتي شبکو ته ۴۰ میګاهرتز فریکونسي د مزايدې له لارې وړاندې کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر زياتوي: «د ۵۰ میګاهرتز وړاندې شوې فريکونسۍ څخه ۴۰ یې د ۹۸ میليونو او ۵۲ زره امريکایي ډالرو په ارزښت د ۴ خصوصي شرکتونو له لوري وګټل شوې.»

حقاني وايي، چې مخابراتي سايټونه او انټرنيټي خدمات هم دوه برابره زيات شوي او په مالياتو کې هم د پاو وړ بدلون راغلی.

د هغه په خبره، چې په دې سره يې د خلکو د ځوروني، د جنايي پېښو او غيرې اصولو کړونو مخه يې نيولې ده.

وزير زياتوي، چې په افغانستان کې له جواز پرته هيڅ کس نه ښي کولی، چې په خپل سر فریکونسي استفاده او استعمال کړي.

پاکستان د راتلونکې اپرېل په ۱۵مه د سند لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپریل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.

پاکستاني تلویزون جیو نیوز د یو شمېر سرچینو په حواله نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) راپور خپور کړی، چې د وفاقي داخله وزارت سکرتر افتاب دراني په یوې انلاین غونډه کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر نورالامین او نورو چارواکو ته ویلي، چې د کډوالۍ د ځانګړو اسنادو درلودونکو افغانانو د ایستلو لړۍ باید د اپریل د میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.

همدا راز جنګ ورځپاڼې هم خبر ورکړی، چې وفاقي حکومت به پنجاب ته د افغان کډوالو د کډوالۍ د کارتونو (ACCs) لېست چمتو کړي، چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان چارواکو په دغه غونډه کې ویلي، چې لومړی باید د ای سي سي کارتونو لرونکي افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او که چېرې لاړ نه شي نو دوی به یې ونیسي او په زور به یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

سرچينې ویلي، چې د بهرنيانو وګړو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو سمدستي وروسته د درېيم پړاو د پيلېدو په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې په ترڅ کې به يې د افغان POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي افغانان هم ايستل کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې تر دې دمه له څلور لکو ډېر غير قانوني بهرني افغانان له پاکستانه په زور ایستل شوي دي.

پاړه چنار کې له افغان طالبانو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی دی

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

ډان ورځپاڼې د پاکستان د پولیسو د یوه افسر له قوله راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتې پر مهال د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکي مظهر جهان ویلي، چې نښته اوس هم روانه ده.

دغې انګلیسي ژبې پاکستاني رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) راپور ورکړ، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په تیارسئ حالت کې دي او د سیمې په ټولو روغتونونو کې "بېړنۍ حالت" اعلان شوی دی.

دې ورځپاڼې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د کرمې ولسوالۍ د پولیسو د یوه افسر مظهر جهان له قوله لیکلي، چې په دې سیمه کې ځايي قومي مشران هم له پاکستاني ځواکونو سره همکاري کوي.

له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې یو قومي مشر جلال بنګښ پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د طالبانو څرګندونې رد کړې دي.

د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د برکي سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د پولې دواړو غاړو ته خلک له خپلو کورونو کډه کوي.