• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مخابراتو وزارت: په افغانستان کې مو ۹۵ سلنه سیم کارتونه ثبت او راجستر کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزير نجيب الله حقاني په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې ۹۵ سلنه یې د سيم کارټونه یې ثبت او راجستر کړي دي. د معلوماتو له مخې؛ لا هم په کابل او لویو ښارونو کې د مخابراتي شبکو سیم کارتونه په ازاد بازار کې پرته له راجستر څخه خرڅيږي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت څلورو خصوصي مخابراتي شبکو ته ۴۰ ميګاهرتز فريکونسۍ د مزايدې له لارې په ۹۸ ميليونه ۵۲ زره امريکايي ډالرو په ارزښت په اجاره ورکړې.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير نجيب الله حقاني د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۸مه) په يوې خبري ناسته کې وويل، چې په نږدې درېيو کلونو کې د مخابراتو د پوښښ ساحه پراخه شوې او د شبکو په قيمتونو کې هم د پام وړ بدلون راغلی.

وزير وايي؛ د مخابراتي خدمتونو د لوړ کيفيت د برابرولو او د دې سرچينې څخه د ګټې اخيستلو لپاره یې ۴ مخابراتي شبکو ته ۴۰ میګاهرتز فریکونسي د مزايدې له لارې وړاندې کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر زياتوي: «د ۵۰ میګاهرتز وړاندې شوې فريکونسۍ څخه ۴۰ یې د ۹۸ میليونو او ۵۲ زره امريکایي ډالرو په ارزښت د ۴ خصوصي شرکتونو له لوري وګټل شوې.»

حقاني وايي، چې مخابراتي سايټونه او انټرنيټي خدمات هم دوه برابره زيات شوي او په مالياتو کې هم د پاو وړ بدلون راغلی.

د هغه په خبره، چې په دې سره يې د خلکو د ځوروني، د جنايي پېښو او غيرې اصولو کړونو مخه يې نيولې ده.

وزير زياتوي، چې په افغانستان کې له جواز پرته هيڅ کس نه ښي کولی، چې په خپل سر فریکونسي استفاده او استعمال کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د راتلونکې اپرېل په ۱۵مه د سند لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپریل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.

پاکستاني تلویزون جیو نیوز د یو شمېر سرچینو په حواله نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) راپور خپور کړی، چې د وفاقي داخله وزارت سکرتر افتاب دراني په یوې انلاین غونډه کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر نورالامین او نورو چارواکو ته ویلي، چې د کډوالۍ د ځانګړو اسنادو درلودونکو افغانانو د ایستلو لړۍ باید د اپریل د میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.

همدا راز جنګ ورځپاڼې هم خبر ورکړی، چې وفاقي حکومت به پنجاب ته د افغان کډوالو د کډوالۍ د کارتونو (ACCs) لېست چمتو کړي، چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان چارواکو په دغه غونډه کې ویلي، چې لومړی باید د ای سي سي کارتونو لرونکي افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او که چېرې لاړ نه شي نو دوی به یې ونیسي او په زور به یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

سرچينې ویلي، چې د بهرنيانو وګړو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو سمدستي وروسته د درېيم پړاو د پيلېدو په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې په ترڅ کې به يې د افغان POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي افغانان هم ايستل کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې تر دې دمه له څلور لکو ډېر غير قانوني بهرني افغانان له پاکستانه په زور ایستل شوي دي.

پاړه چنار کې له افغان طالبانو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی دی

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

ډان ورځپاڼې د پاکستان د پولیسو د یوه افسر له قوله راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتې پر مهال د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکي مظهر جهان ویلي، چې نښته اوس هم روانه ده.

دغې انګلیسي ژبې پاکستاني رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) راپور ورکړ، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په تیارسئ حالت کې دي او د سیمې په ټولو روغتونونو کې "بېړنۍ حالت" اعلان شوی دی.

دې ورځپاڼې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د کرمې ولسوالۍ د پولیسو د یوه افسر مظهر جهان له قوله لیکلي، چې په دې سیمه کې ځايي قومي مشران هم له پاکستاني ځواکونو سره همکاري کوي.

له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې یو قومي مشر جلال بنګښ پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د طالبانو څرګندونې رد کړې دي.

د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د برکي سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د پولې دواړو غاړو ته خلک له خپلو کورونو کډه کوي.

پر افغانستان د پاکستان تر هوايي بريد وروسته طالبانو د پاکستان سرپرست سفير احضار کړی

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پر پکتيکا او خوست ولایتونو د پاکستان له هوایي بريد وروسته يې د پاکستان سرپرست سفير احضار کړی او احتجاجیه لیک يې ورته سپارلی دی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان دې د ناسمو پاليسو په ترسره کولو اړيکې نه پېچلې کوي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) په يوې خبرپاڼې کې د افغانستان پر پکتيکا او خوست ولايتونو د پاکستان هوایي بريد غندلی.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته په خطاب کې ويلي: « موږ پاکستان ته وریادوو، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پر خلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او پر خپله خاوره تېری په هېڅ ډول نه شي زغملی.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له نوي حکومت او ولس څخه غوښتي، چې د ځينو کړيو د ناسمو کړونو له کبله دې اړيکې نه پېچلې کوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په برید کې ښځې او ماشومان وژل شوي او دا بريد تېری بلل شوی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او زیاته کړې یې ده، چې پر افغانستان یو شمېر واکمن د ټي ټي پي ملاتړ کوي او دغه ډله د یوې نیابتي ډلې په توګه کاروي.

تر دې وړاندي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، پر افغانستان د پاکستاني الوتکو له لوري په ترسره شويو بریدونه کې د درېیو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

بل لوري بيا د طالبانو د دفاع وزارت په لومړي ځل د دې ډلې د دفاع د وزیر ملا یعقوب انځور د پوځ د یوه جنرال په یونیفورم کې خپور کړ.

د دې عکس په خپرولو سره؛ دفاع وزارت ویلي، چې د "پاکستان د تېري" په ځواب کې یې د "فرضي کرښې په اوږدو کې" د پاکستان هېواد په پوځي مرکزونو برید وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته:له "ترهګرو" څخه د ملاتړ پر پالیسۍ له سره غور وکړئ

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۰

د افغانستان پر خاوره د پاکستان د برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان یو شمېر واکمنان په فعاله توګه له ټي ټي پي څخه ملاتړ کوي او دغه ډله د یوې نیابتي ډلې په توګه د پاکستان پر ضد کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) په یوې خبر پاڼې کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې څو ځله طالبانو ته په افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې د غړو د موجودیت په اړه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې وې.

اعلامیه زیاتوي، چې دا چاره د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی او په دوامداره توګه ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري او دغې ډلې ته خوندي پټنځای ور نه کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ډول چارې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان سره د پاکستان د شوي ملاتړ له پامه غورځول دي.

اعلامیه زیاتوي: "موږ په افغانستان کې له واکمنو غواړو، چې د ترهګرو سره د یوځای کېدو پر پالیسۍ باندې له سره غور وکړي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان پر افغان طالبانو غږ کړی، چې دوی دې د پاکستان د خلکو او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د نننۍ ورځې د برید موخه د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د یوه مهم قوماندان حافظ ګل بهادر ډلې غړي وو، چې په پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او خپل احتجاجیه لیک یې د پاکستان دغه ډېپلوماټ ته سپارلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر افغانستان د پاکستاني الوتکو له لوري ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي او وايي، چې په دغو بریدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي.

دغه بریدونه نن سهار وختي په خوست او پکتیکا کې شوي دي.

د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ایراني رسنۍ: د افغانستان پولې ته څېرمه د ایران یو سرتېری وژل شوی دی

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

ایراني رسنیو د سیستان - بلوچستان ولایت په هرمند سیمه کې د زابل د سرحدي ساتونکو د قطعې د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې؛ دغه سرتېری د یکشنبې په شپه (د کب ۲۷مه) د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سیستان - بلوچستان د سرحدي ساتونکو د معلوماتو مرکز د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د زابل د سرحدي ساتونکو د قطعې یو سرتېری د ایران په جنوب ختیځه پوله کې د دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوی دی.

دغه مرکز په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه سرتېری محمد جواد بیاني نومېده او په ډزو وژل شوی دی.

د ایران خبری اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې دغه عسکر د کرمان ولایت د جیرفت د کلي اوسېدونکی دی.

ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ویلي.

د سیستان - بلوچستان ولایت چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري وخت ناوخت د جګړو شاهد وي.

په تېره مياشت کې د ايران په ختيځو پولو کې د ايران د ځواکونو او ملېشو ترمنځ په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول.