• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته:له "ترهګرو" څخه د ملاتړ پر پالیسۍ له سره غور وکړئ

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۱:۳۲ GMT+۰

د افغانستان پر خاوره د پاکستان د برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان یو شمېر واکمنان په فعاله توګه له ټي ټي پي څخه ملاتړ کوي او دغه ډله د یوې نیابتي ډلې په توګه د پاکستان پر ضد کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) په یوې خبر پاڼې کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې څو ځله طالبانو ته په افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې د غړو د موجودیت په اړه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې وې.

اعلامیه زیاتوي، چې دا چاره د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی او په دوامداره توګه ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري او دغې ډلې ته خوندي پټنځای ور نه کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ډول چارې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان سره د پاکستان د شوي ملاتړ له پامه غورځول دي.

اعلامیه زیاتوي: "موږ په افغانستان کې له واکمنو غواړو، چې د ترهګرو سره د یوځای کېدو پر پالیسۍ باندې له سره غور وکړي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان پر افغان طالبانو غږ کړی، چې دوی دې د پاکستان د خلکو او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د نننۍ ورځې د برید موخه د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د یوه مهم قوماندان حافظ ګل بهادر ډلې غړي وو، چې په پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او خپل احتجاجیه لیک یې د پاکستان دغه ډېپلوماټ ته سپارلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر افغانستان د پاکستاني الوتکو له لوري ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي او وايي، چې په دغو بریدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي.

دغه بریدونه نن سهار وختي په خوست او پکتیکا کې شوي دي.

د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ایراني رسنۍ: د افغانستان پولې ته څېرمه د ایران یو سرتېری وژل شوی دی

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

ایراني رسنیو د سیستان - بلوچستان ولایت په هرمند سیمه کې د زابل د سرحدي ساتونکو د قطعې د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې؛ دغه سرتېری د یکشنبې په شپه (د کب ۲۷مه) د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سیستان - بلوچستان د سرحدي ساتونکو د معلوماتو مرکز د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د زابل د سرحدي ساتونکو د قطعې یو سرتېری د ایران په جنوب ختیځه پوله کې د دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوی دی.

دغه مرکز په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه سرتېری محمد جواد بیاني نومېده او په ډزو وژل شوی دی.

د ایران خبری اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې دغه عسکر د کرمان ولایت د جیرفت د کلي اوسېدونکی دی.

ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ویلي.

د سیستان - بلوچستان ولایت چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري وخت ناوخت د جګړو شاهد وي.

په تېره مياشت کې د ايران په ختيځو پولو کې د ايران د ځواکونو او ملېشو ترمنځ په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول.

کرزي او اتمر پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونه د نړۍوالو معيارونو څخه سرغړونه بللې

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر او د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزير په خپلو بېلابېلو څرګندونو کې د پکتيا او خوست په سيمو کې د پاکستان هوايي بريدونه د نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې بللي. حامد کرزي او حنيف اتمر له پاکستان څخه غوښتي، چې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ له ملاتړه دې لاس واخلي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بريدونو وروسته پر خپله اېکس پاڼه د غندنې ترڅنګ ليکلي، چې د پاکستان دا بريدونه له ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره سرغړونه ده.

هغه دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو په زيان وبللې او په سيمه کې د سولي او ثبات د تامين لپاره یې د اسلام اباد په تګلارو کې د بدلون غوښتنه کړې.

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د پاکستان په هوايي بريد کې د بې ګناه خلګو وژل د کرکې وړ او د بې ثباتۍ په معنا ياد کړي.

نوموړي پر خپل اېکس پاڼه د پاکستان پوځ ته په پيغام کې ليکي: «د پاکستان پوځ باید هوښیارتیا وښيي چې په سیمه کې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ پر وړاندې د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لار دا ده چې د هغه ملاتړ ودروي.»

اتمر پر طالبانو هم غږ کړی، چې د خلکو له يوالي او ملي مشارکت پرته د هېواد دفاع کول ناممکن دي.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د خلکو د ازادې ارادې او مشارکت پر بنسټ مشروع نظام جوړ کړي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې بریدونه کړي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

د طالبانو د دفاع وزارت بيا ویلي؛ د دغه وزارت اړوند سرحدي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو ځوابي بريدونه کړي او د سهارنیو هوايي بریدونو غچ یې اخیستی.

د طالبانو دفاع وزارت د جنرالۍ په یونیفورم کې د ملا یعقوب انځور خپور کړ

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د لومړي ځل لپاره د طالبانو د دفاع وزارت د دې ډلې د دفاع د وزیر ملا یعقوب انځور د پوځ د یوه جنرال په یونیفورم کې خپور کړ. د دې عکس په خپرولو سره؛ دفاع وزارت ویلي، چې د "پاکستان د تېري" په ځواب کې یې د "فرضي کرښې په اوږدو کې" د پاکستان هېواد په پوځي مرکزونو برید وکړ.

په انځور کې لیدل کېږي، چې ملا یعقوب یونیفورم اغوستی او پر اوږه یې پوځي نښانونه دي.

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د دې ډلې د پوځ سرحدي ځواکونو د پاکستان د تېري په ځواب کې "د فرضي کرښې په اوږدو کې د یاد هېواد پوځي مرکزونه د درنو وسلو" په نښه کړي دي.

وزارت ویلي، چې ځواکونه یې د "هر ډول تېري" ځواب ورکولو ته چمتو دي.

تر دې مخکې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړى و، چې د ډېورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه نښته د دوشنبې په ورځ (کب ۲۸مه) سهار اوه بجې پیل شوه.

سیمه ییزو رسنیو هم ویلي، چې د ډنډ پټان اوسېدونکو د پاکستان له لوري د توغندي له توغولو وروسته خپل کورونه پرېښي دي.

دغه وسله واله نښته د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا په خوست او پکتيکا ولايتونو کې په هدفونو له بمبار وروسته رامنځته شوه.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی و، چې په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي، چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان دي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د دغو بریدونو دوام به ډېرې داسې پایلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله بهر دي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دوشنبې په سهار د پاکستان هوايي ځواکونو په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه بريدونه نن سهار شاوخوا درې بجې د خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ او د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مو پر پاکستاني پوستو ځوابي بريدونه کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي د دغه وزارت اړوند سرحدي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو ځوابي بريدونه کړي او د سهارنیو هوايي بریدونو غچ یې اخیستی. دفاع وزارت په ایکس پاڼه لیکلي چې د هر ډول تیري ځواب ته چمتو دي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن دوشنبه د (کب ۲۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان پوستې په لویو توپونو ویشتلې دي او زیان ور اړولی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې، پر افغانستان د پاکستاني الووتکو له لوري ترسره شوي بریدونه د افغانستان پر خاوره تیری دی او ګواښ یې کړی و چې دغه ډول خپلسري بریدونه به پاکستان ته بدې پایلې ولرې.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ها خوا ځينې سرچینې بیا وايي، چې پر ډیورند کرښه د پکتیا په ډنډې پټان او پکتیکا انګور اډې سیمو کې د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه طالبانو د پکتیا ډنډې پټان او خرلڅیو پر پوستو بریدونه کړي او په سیمه کې د تودې جګړې له امله خلکو خپل کورونه پرېښي او د څمکنیو ولسوالۍ لورته خوځېدلي.

د ډنډې پټان ولسوالۍ له بازاره یوه دوکاندار افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې جګړه ډیره تېزه روانه ده او په سیمه کې سپکې او درنې وسلې کارول کیږي.

له انګور اډې څخه هم ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته ډزې روانې دي.

تر اوسه پورې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روانې جګړې د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د طالبانو سټنډرډ اداره: له ایرانه د ۱۶ ټانکره بې کېفیته تېلو د واردېدو مخه ونیول شوه

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ایران څخه افغانستان ته یې د ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېلو د راوړلو مخه نېولې ده.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د فراه ٧٨ (شیخ ابو نصر فراهي) بندر له لارې هېواد ته د هغو نفتي توکو د راتګ مخه نیول شوې، چې کیفیت یې له سټنډرډونو سره په ټکر کې و.
د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.
دغې ادارې د تېلو سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې د بې کیفیته تېلو د واردولو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

ایراني سرحدي چارواکو بیا ويلي چې طالبان په سرحدونو کې د کېفیت معلومولو داسې ماشینونه نه لري چې د نفتي توکو کېفیت د سټنډرډ مطابق معلوم کړي.

طالبانو د ایرارني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې دي.