• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزارت د جنرالۍ په یونیفورم کې د ملا یعقوب انځور خپور کړ

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د لومړي ځل لپاره د طالبانو د دفاع وزارت د دې ډلې د دفاع د وزیر ملا یعقوب انځور د پوځ د یوه جنرال په یونیفورم کې خپور کړ. د دې عکس په خپرولو سره؛ دفاع وزارت ویلي، چې د "پاکستان د تېري" په ځواب کې یې د "فرضي کرښې په اوږدو کې" د پاکستان هېواد په پوځي مرکزونو برید وکړ.

په انځور کې لیدل کېږي، چې ملا یعقوب یونیفورم اغوستی او پر اوږه یې پوځي نښانونه دي.

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د دې ډلې د پوځ سرحدي ځواکونو د پاکستان د تېري په ځواب کې "د فرضي کرښې په اوږدو کې د یاد هېواد پوځي مرکزونه د درنو وسلو" په نښه کړي دي.

وزارت ویلي، چې ځواکونه یې د "هر ډول تېري" ځواب ورکولو ته چمتو دي.

تر دې مخکې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړى و، چې د ډېورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه نښته د دوشنبې په ورځ (کب ۲۸مه) سهار اوه بجې پیل شوه.

سیمه ییزو رسنیو هم ویلي، چې د ډنډ پټان اوسېدونکو د پاکستان له لوري د توغندي له توغولو وروسته خپل کورونه پرېښي دي.

دغه وسله واله نښته د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا په خوست او پکتيکا ولايتونو کې په هدفونو له بمبار وروسته رامنځته شوه.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی و، چې په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي، چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان دي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د دغو بریدونو دوام به ډېرې داسې پایلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله بهر دي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دوشنبې په سهار د پاکستان هوايي ځواکونو په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه بريدونه نن سهار شاوخوا درې بجې د خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ او د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مو پر پاکستاني پوستو ځوابي بريدونه کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي د دغه وزارت اړوند سرحدي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو ځوابي بريدونه کړي او د سهارنیو هوايي بریدونو غچ یې اخیستی. دفاع وزارت په ایکس پاڼه لیکلي چې د هر ډول تیري ځواب ته چمتو دي.

د طالبانو د دفاع وزارت نن دوشنبه د (کب ۲۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان پوستې په لویو توپونو ویشتلې دي او زیان ور اړولی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې، پر افغانستان د پاکستاني الووتکو له لوري ترسره شوي بریدونه د افغانستان پر خاوره تیری دی او ګواښ یې کړی و چې دغه ډول خپلسري بریدونه به پاکستان ته بدې پایلې ولرې.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ها خوا ځينې سرچینې بیا وايي، چې پر ډیورند کرښه د پکتیا په ډنډې پټان او پکتیکا انګور اډې سیمو کې د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه طالبانو د پکتیا ډنډې پټان او خرلڅیو پر پوستو بریدونه کړي او په سیمه کې د تودې جګړې له امله خلکو خپل کورونه پرېښي او د څمکنیو ولسوالۍ لورته خوځېدلي.

د ډنډې پټان ولسوالۍ له بازاره یوه دوکاندار افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې جګړه ډیره تېزه روانه ده او په سیمه کې سپکې او درنې وسلې کارول کیږي.

له انګور اډې څخه هم ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته ډزې روانې دي.

تر اوسه پورې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روانې جګړې د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د طالبانو سټنډرډ اداره: له ایرانه د ۱۶ ټانکره بې کېفیته تېلو د واردېدو مخه ونیول شوه

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ایران څخه افغانستان ته یې د ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېلو د راوړلو مخه نېولې ده.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د فراه ٧٨ (شیخ ابو نصر فراهي) بندر له لارې هېواد ته د هغو نفتي توکو د راتګ مخه نیول شوې، چې کیفیت یې له سټنډرډونو سره په ټکر کې و.
د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.
دغې ادارې د تېلو سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې د بې کیفیته تېلو د واردولو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

ایراني سرحدي چارواکو بیا ويلي چې طالبان په سرحدونو کې د کېفیت معلومولو داسې ماشینونه نه لري چې د نفتي توکو کېفیت د سټنډرډ مطابق معلوم کړي.

طالبانو د ایرارني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې دي.

د طالبانو ګواښ پاکستان ته: دغه ډول خپلسري بریدونه به پاکستان ته بدې پایلې ولري

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، پر افغانستان د پاکستاني الووتکو له لوري ترسره شوي بریدونه د افغانستان پر خاوره تیری بللی او ګواښ یې کړی چې دغه ډول خپلسري بریدونه به پاکستان ته بدې پایلې ولرې. هغه د پاکستان پر ملکي حکومت غږ کړی چې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ها خوا ځينې سرچینې بیا وايي، چې پر ډیورند کرښه د پکتیا په ډنډې پټان او پکتیکا انګور اډې سیمو کې د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ جګړې پیل شوې دي.

طالبانو پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او وايي چې ولسي خلک پکې وژل شوي دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پر افغانستان د پاکستاني الووتکو له لوري ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي او وايي چې په دغو بریدونو کې د دریو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي. دغه بریدونه نن سهار وختي په خوست او پکتیکا کې شوي دي.

طالبانو له اتو ساعتو ځنډ وروسته دا ومنله چې پاکستاني الووتکو د افغانستان په دوو ولایتونو خوست او پکتیکا کې بریدونه کړي دي.

د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ها خوا ځينې سرچینې بیا وايي، چې پر ډیورند کرښه د پکتیا په ډنډې پټان او پکتیکا انګور اډې سیمو کې د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ جګړې پیل شوې دي.

طالب وياند په خبرپاڼه کې زیاتوي چې د عبدالله شاه په نامه د ټي ټي پي قوماندان په افغانستان کې نشته او هغه په پاکستان کې دی.

تر دې وړاندې د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني هم په یوه خبرپاڼه کې ويلي و چې عبدالله شاه په پاکستان کې د دغه هيواد له پوځ سره په جګړه کې دی.

د پاکستاني طالبانو له لوري یوه ويډیو هم خپره شوه چې د پاکستان دعوه یې دروغ ثابته کړه، په دغې ویډیو کې د عبدالله شاه په نامه یو کس له څو نور وسله والو سره ولاړ دي او وايي چې نن د مارچ ۱۸مه دی روغ دی او په پاکستان کې خپله مبارزه روانه ساتي.

پاکستاني هوايي ځواک په افغانستان کې دننه پر «ټي ټي پي هوايي بریدونه» کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو بریدونه کړي. پاکستاني رسنیو ويلي چې د ټي ټي پي پر مرکزونو دغه بریدونه نن دوشنبه سهار درې بجې شوي او مرګژوبله یې ور اړولې.

پاکستاني پوځ ته منسوبو د خواله رسنیو ځینو پاڼو هم دا خبر خپور کړی او لیکي یې دي چې شمالي او سوېلي وزیرستان ته څېرمه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان الووتکو هوايي بریدونه کړي خو د هوايي بریدونه کړي او د ټي ټي پي د یوه قوماندان عبدالله شاه په ګډون یې دغې ډلې ته دروند زیان اړولی.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه لا څه نه دي ويلي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي او پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې دغه بریدونه د وزیرستاني کډوالو پر کورونو شوي چې د سرچینو په خبره ښځو او ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اوړلې ده.

خو خپلواکو سرچینو او د طالبانو رسمي وياند ذبیح الله مجاهد د دغو خبرونو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او وايي، په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي، ښځې او ماشومان یې وژلي.

ټي ټي پي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی د یوه قوماندان عبدالله شاه د وژل کېدو خبرونه بې ځایه دي او زیاتوي چې نوموړی په پاکستان کې د دغه هیواد له پوځ سره په جګړه بوخت دی.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي و چې ګنې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ټي ټي پي یو قوماندان عبدالله شاه هم وژل شوی.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د شنبې په ورځ د کب۲۶ مه د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال ویلي، چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

د پاکستان دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې وویل چې وسله وال د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي.

خواجه اصف ویلي، د پاکستان «پر ضد د ډېرو ترهګرو بریدونو اصلي ځای افغانستان دی.»

د تېرې شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي په خدۍ سیمه کې د پاکستان پوځ په یوه مرکز د پاکستاني طالبانو له لوري موټر بم او ډله ییز بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۳۲ تنو لوړ پوړو او ټيټ پوړو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له هغه وروسته د پاکستان حکومت ګوتڅنډنه کړې وه چې د دغه او نورو بریدونو غچ به اخلي.