• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او وايي چې ولسي خلک پکې وژل شوي دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پر افغانستان د پاکستاني الووتکو له لوري ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي او وايي چې په دغو بریدونو کې د دریو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي. دغه بریدونه نن سهار وختي په خوست او پکتیکا کې شوي دي.

طالبانو له اتو ساعتو ځنډ وروسته دا ومنله چې پاکستاني الووتکو د افغانستان په دوو ولایتونو خوست او پکتیکا کې بریدونه کړي دي.

د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې پر یوه کور د هوايي برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.

طالبانو پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.

ها خوا ځينې سرچینې بیا وايي، چې پر ډیورند کرښه د پکتیا په ډنډې پټان او پکتیکا انګور اډې سیمو کې د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ جګړې پیل شوې دي.

طالب وياند په خبرپاڼه کې زیاتوي چې د عبدالله شاه په نامه د ټي ټي پي قوماندان په افغانستان کې نشته او هغه په پاکستان کې دی.

تر دې وړاندې د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني هم په یوه خبرپاڼه کې ويلي و چې عبدالله شاه په پاکستان کې د دغه هيواد له پوځ سره په جګړه کې دی.

د پاکستاني طالبانو له لوري یوه ويډیو هم خپره شوه چې د پاکستان دعوه یې دروغ ثابته کړه، په دغې ویډیو کې د عبدالله شاه په نامه یو کس له څو نور وسله والو سره ولاړ دي او وايي چې نن د مارچ ۱۸مه دی روغ دی او په پاکستان کې خپله مبارزه روانه ساتي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني هوايي ځواک په افغانستان کې دننه پر «ټي ټي پي هوايي بریدونه» کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۰

طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو بریدونه کړي. پاکستاني رسنیو ويلي چې د ټي ټي پي پر مرکزونو دغه بریدونه نن دوشنبه سهار درې بجې شوي او مرګژوبله یې ور اړولې.

پاکستاني پوځ ته منسوبو د خواله رسنیو ځینو پاڼو هم دا خبر خپور کړی او لیکي یې دي چې شمالي او سوېلي وزیرستان ته څېرمه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان الووتکو هوايي بریدونه کړي خو د هوايي بریدونه کړي او د ټي ټي پي د یوه قوماندان عبدالله شاه په ګډون یې دغې ډلې ته دروند زیان اړولی.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه لا څه نه دي ويلي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي او پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې دغه بریدونه د وزیرستاني کډوالو پر کورونو شوي چې د سرچینو په خبره ښځو او ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اوړلې ده.

خو خپلواکو سرچینو او د طالبانو رسمي وياند ذبیح الله مجاهد د دغو خبرونو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او وايي، په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي، ښځې او ماشومان یې وژلي.

ټي ټي پي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی د یوه قوماندان عبدالله شاه د وژل کېدو خبرونه بې ځایه دي او زیاتوي چې نوموړی په پاکستان کې د دغه هیواد له پوځ سره په جګړه بوخت دی.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي و چې ګنې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ټي ټي پي یو قوماندان عبدالله شاه هم وژل شوی.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د شنبې په ورځ د کب۲۶ مه د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال ویلي، چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

د پاکستان دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې وویل چې وسله وال د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي.

خواجه اصف ویلي، د پاکستان «پر ضد د ډېرو ترهګرو بریدونو اصلي ځای افغانستان دی.»

د تېرې شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي په خدۍ سیمه کې د پاکستان پوځ په یوه مرکز د پاکستاني طالبانو له لوري موټر بم او ډله ییز بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۳۲ تنو لوړ پوړو او ټيټ پوړو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له هغه وروسته د پاکستان حکومت ګوتڅنډنه کړې وه چې د دغه او نورو بریدونو غچ به اخلي.

جلاوطنه افغان خبریالان: د بیان له ازادۍ په سرغړونو دې پر طالب چارواکو بندیزونه ولګيږي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۴۲ GMT+۰

په یوه لیک کې په شمالي امریکا او اروپا کې د مېشتو افغان خبریالانو یوې ډلې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو هغه کسان او بنسټونه چې د بیان ازادۍ تر پښو لاندې کوي د بندیزونو په لېست کې شامل کړي. دوی وايي: «طالبانو د بیان د ازادۍ او رسنیو ریښې وچې کړې دي.»

د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت (د کب۲۷مه) یو شمېر خبریالانو او په جلاوطنۍ کې د بیان ازادۍ مدافعانو په خپل یوه سرخلاصي لیک کې لیکلي: «موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د طالبانو هغه کسان او بنسټونه چې د بیان آزادۍ او رسنیو په ځپلو کې رول لري، د دې سازمان د بندیزونو په لست کې شامل کړي.»

دوی د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه یو ځانګړی راپور چمتو کړي او د بشري حقونو مدافع هیوادونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یې وړاندې کړي.

دوی وايي چې د بیان ازادۍ او رسنیو په ځپلو کې د طالبانو د استخباراتو رول باید په دې راپور کې په ډاګه شي، ځکه «د طالبانو ډلې استخبارات د ازادو رسنیو تر ټولو ستر دښمن دی» چې د بیان ازادۍ د لارې خنډ دي.

دوی همدا راز له ریچارډ بینیټ څخه وغوښتل چې د طالبانو له خوا د بندیانو شویو خبریالانو د خوشې کولو لپاره لازم ګامونه واخلي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې پاکستان په افغانستان کې دننه پر ټي ټي پي هوايي بریدونه کړي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۱۶ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ټي ټي پي پر مرکزونو بریدونه کړي. ويل کیږي دغه بریدونه نن دوشنبه سهار وختي د دریو بجو په شاوخوا کې شوي دي چې د زیانونو په اړه یې لا کره شمېرې نه دي تر لاسه شوې.

پاکستاني پوځ ته منسوبو د خواله رسنیو ځینو پاڼو هم دا خبر خپور کړی او لیکي یې دي چې شمالي او سوېلي وزیرستان ته څېرمه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان الووتکو هوايي بریدونه کړي خو د هوايي بریدونو او زیانونو په اړه یې د طالبانو حکومت لا څه نه دي ويلي.

د دغو بریدونو رسمي پخلی د پاکستان حکومت له لوري هم نه دی شوی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ او پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې دغه بریدونه شوي دي چې لا یې د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې په لاس کې نشته.

ځینو سرچینو ويلي، چې په دغو بریدونو کې ولسي خلک هم په نښه شوي خو کره معلومات یې لا نه دي ترلاسه شوي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوايي بریدونه منلي خو وايي، په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي، ښځې او ماشومان یې وژلي.

ټي ټي پي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی د یوه قوماندان عبدالله شاه د وژل کېدو خبرونه بې ځایه دي او زیاتوي چې نوموړی په پاکستان کې د دغه هیواد له پوځ سره په جګړه بوخت دی.

تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي و چې ګنې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ټي ټي پي یو قوماندان عبدالله شاه هم وژل شوی.

د تېرې شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي په خدۍ سیمه کې د پاکستان پوځ په یوه مرکز د پاکستاني طالبانو له لوري موټر بم او ډله ییز بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۳۲ تنو لوړ پوړو او ټيټ پوړو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له هغه وروسته د پاکستان حکومت کوتڅنډنه کړې وه چې د دغه او نورو بریدونو غچ به اخلي.

د طالبانو د قبایلو وزیر مرستندویه ادارو ته: خپلې چارې د«اسلامي اصولو» سره سمې پر مخ یوسئ

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير د مرسته کوونکو ادارو له مسوولينو سره په لیدنه کې له هغو غوښتي، چې خپلي چارې د «اسلامي اصولو» سره سم پر مخ يوسي. نورالله نوري ويلي؛ د دوی په خوښه چلند به د مرسته کوونکو موسسو غوره فعالیت ته زمينه برابره کړي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب په ۲۷مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې وزير په خپل کاري دفتر کې د کډوالو ادارې، خوړو نړۍوال پروګرام، د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، یونسېف او یو شمېر نورو موسسو له مسوولینو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې اوس مهال يې فعالیتونو ته غوره زمینه برابره ده.

د طالبانو دغه وزارت د بهرنيو مرسته کوونکو ادارو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي، چې د وچکالۍ، طبيعي پېښو او په جګړه کې د زيانمنو کورنيو سره بشري مرستې زياتي او لاسنیوی يې وکړي.

طالب وزير نورالله نوري زياتوي: « موږ د امنيت ډاډ درکوو، خپلې چارې په ازادانه ډول له اسلامي اصولو سره سمې پر مخ يوسئ، چې ستاسو غوره فعالیت ته زمینه برابره شي.»

په ناسته کې د اوچا مشرې اغلې اوچار سانبالي او د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې اغلې شاوي په افغانستان کې د راتلونکي کال لپاره د خپلو بشري مرستو او لومړيتوبونو په اړه معلومات شریک کړل.

طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو مرسته کوونکو ادارو فشارونه زيات کړي، چې باید ټول چارې او مرسته د دوی په غوښتنه تر سره کړي.

باید وويل شي، چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د طالبانو له خوا د فشارونو د زیاتېدو او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د جمعې په ورځ د (کب ۲۵ مه) په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

دغه مرستندویه اداره وايي، په سټاکُهولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په بلخ کې د وسلو په تړاو د ۳۵ کسانو د نیولو خبر ورکړ

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، چې د علمياتو پر مهال يې ۳۰۰ میله بېلابېلي وسلې موندلې او نيولې دي. د طالبانو دغې ادارې ويلي، چې د همدې وسلو سره د تړاو په تور يې ۳۵ کسان هم نيولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب په ۲۷مه) پر خپله اېکس پاڼه ليکي، چې د طالبانو د بلخ امنیه قوماندانۍ دغه ۳۰۰ ميله وسلې د يوه کال په جريان کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال موندلي او ثبت کړې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې وسلو سره یې په بېلابېلو سيمو کې ۳۵ کسان هم نيولي، چې دوسيې به یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو دغه وزارت ليکلي، چې په نيول شویو وسلو کې «کلاشنیکوفونه، تومانچې، پيکا، راکټ او نورې وسلې هم شاملي دي.

وزارت د نیول شویو کسانو د هویت او نیول شویو وسلو په اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم په يوه فرمان کې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې ټول دې خپل نظامي وسایل او وسلې ثبت کړي او هيچاته اجازه نه شته، چې ترې شخصي ګټه واخلي.