• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د قبایلو وزیر مرستندویه ادارو ته: خپلې چارې د«اسلامي اصولو» سره سمې پر مخ یوسئ

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير د مرسته کوونکو ادارو له مسوولينو سره په لیدنه کې له هغو غوښتي، چې خپلي چارې د «اسلامي اصولو» سره سم پر مخ يوسي. نورالله نوري ويلي؛ د دوی په خوښه چلند به د مرسته کوونکو موسسو غوره فعالیت ته زمينه برابره کړي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب په ۲۷مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې وزير په خپل کاري دفتر کې د کډوالو ادارې، خوړو نړۍوال پروګرام، د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، یونسېف او یو شمېر نورو موسسو له مسوولینو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې اوس مهال يې فعالیتونو ته غوره زمینه برابره ده.

د طالبانو دغه وزارت د بهرنيو مرسته کوونکو ادارو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي، چې د وچکالۍ، طبيعي پېښو او په جګړه کې د زيانمنو کورنيو سره بشري مرستې زياتي او لاسنیوی يې وکړي.

طالب وزير نورالله نوري زياتوي: « موږ د امنيت ډاډ درکوو، خپلې چارې په ازادانه ډول له اسلامي اصولو سره سمې پر مخ يوسئ، چې ستاسو غوره فعالیت ته زمینه برابره شي.»

په ناسته کې د اوچا مشرې اغلې اوچار سانبالي او د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې اغلې شاوي په افغانستان کې د راتلونکي کال لپاره د خپلو بشري مرستو او لومړيتوبونو په اړه معلومات شریک کړل.

طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو مرسته کوونکو ادارو فشارونه زيات کړي، چې باید ټول چارې او مرسته د دوی په غوښتنه تر سره کړي.

باید وويل شي، چې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د طالبانو له خوا د فشارونو د زیاتېدو او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د جمعې په ورځ د (کب ۲۵ مه) په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

دغه مرستندویه اداره وايي، په سټاکُهولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په بلخ کې د وسلو په تړاو د ۳۵ کسانو د نیولو خبر ورکړ

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، چې د علمياتو پر مهال يې ۳۰۰ میله بېلابېلي وسلې موندلې او نيولې دي. د طالبانو دغې ادارې ويلي، چې د همدې وسلو سره د تړاو په تور يې ۳۵ کسان هم نيولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب په ۲۷مه) پر خپله اېکس پاڼه ليکي، چې د طالبانو د بلخ امنیه قوماندانۍ دغه ۳۰۰ ميله وسلې د يوه کال په جريان کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال موندلي او ثبت کړې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې وسلو سره یې په بېلابېلو سيمو کې ۳۵ کسان هم نيولي، چې دوسيې به یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو دغه وزارت ليکلي، چې په نيول شویو وسلو کې «کلاشنیکوفونه، تومانچې، پيکا، راکټ او نورې وسلې هم شاملي دي.

وزارت د نیول شویو کسانو د هویت او نیول شویو وسلو په اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم په يوه فرمان کې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې ټول دې خپل نظامي وسایل او وسلې ثبت کړي او هيچاته اجازه نه شته، چې ترې شخصي ګټه واخلي.

تبلیغات او ضد تبلیغات؛ طالبانو په ټولنیزو شبکو کې د مشهورو څېرو په نومونو پاڼې جوړې کړي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تبلیغاتي ډلې په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر مشهورو خبریالانو، ژورنالېستانو، لیکوالانو، سیاستوالو او هنرمندانو په نومونو اکاونټونه جوړ کړي، چې د همدغو اکاونټونو له لارې خپل سیاسي مخالفین ځپي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر مشهور کارکوونکي شکایت لري، چې د دوی په نومونو ګڼ اکاونټونه او پاڼې جوړ شوي او له دغو اکاونټونو څخه د طالبانو په ګټه تبلیغات کیږي.

په ټولنیزو شبکو کې د افغان سیاستوالو، لیکوالو، خبریالانو او هنرمندانو په نومونو د پاڼو د جوړولو لړۍ په دې وروستیو کې چټکه شوې ده.

د ښځینه خبریالانو په نوم جوړ شوي اکاونټونه:

تېره اونۍ په کابل کې د یوه خصوصي تلویزون خبریالې سونیا نیازۍ پر خپلې ایکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې د یوه جعلي اکاونټ په اړه معلومات وړاندې کړي وو.

سونیا نیازۍ ویلي وو، چې د نوموړې په نوم د اېکس یو اکاونټ جوړ شوی، چې نېږدې ۴۹ زره څارونکي لري او د نوموړې پورې اړوند نه دی.

د سونیا نیازۍ په نوم دا کاونټ د اېکس شبکې له خوا تایید (ویریفای) شوی هم و، چې د طالبانو په ملاتړ یې خپرونې کولې او د طالبانو سیاسي مخالفین یې ځپل.

د سونیا نیازۍ په نوم جوړ شوی جعلي اکاونټ چې د طالبانو په ملاتړ  او د طالبانو د سیاسي مخالفینو په مخالفت لیکنې خپروي
100%
د سونیا نیازۍ په نوم جوړ شوی جعلي اکاونټ چې د طالبانو په ملاتړ او د طالبانو د سیاسي مخالفینو په مخالفت لیکنې خپروي

همدا راز په ټویټر کې د پېژندل شوې پښتنې خبریالې فرشتې جلالزۍ په نوم هم یو اکاونټ جوړ شوی، چې نوموړې یې په اړه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې جوړ شوی اکاونټ د نوموړې پورې اړوند نه دی.

د ښځینه خبریالانو په دغو اکاونټونو کې اکثره وخت د طالبانو د سیاسي مخالفینو په تړاو اخلاقي تورونه، کنځاوې او ادعاوې خپریږي.

له دې وړاندې د افغانې خبریالې حسیبه اټکل پال په نوم په اېکس شبکه کې یوه پاڼه د اېکس شبکې له خوا د پېسو په مقابل کې تایید شوی هم وه، چې له یو شمېر کاروونکو څخه یې د مور د ناروغۍ په نوم پېسې هم غوښتې وې؛ خو خبریالې حسیبې اټکپال ویل، چې دغه اکاونټ د نوموړې اړوند نه دی.

له څه مودې وروسته د اېکس شبکې دغه اکاونټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلویزون د مرستیال هدایت الله هدایت په نوم بدل شو، چې دې چارې دا په ډاګه کړه، چې د طالبانو د تبلیغاتي ډلې غړي د مشهورو خبریالانو له نومونو په استفادې په ټولنیزو شبکو کې تبلیغات او ضد تبلیغات پیل کړي.

د حسیبې اټکپال په نوم جوړ شوی اکاونټ چې وروسته بیا د هدایت الله هدایت په نوم بدل شوی
100%
د حسیبې اټکپال په نوم جوړ شوی اکاونټ چې وروسته بیا د هدایت الله هدایت په نوم بدل شوی

د سیاستوالو په نومونو جوړ شوي اکاونټونه:

دا مهال په اېکس، فیسبوک، انسټاګرام او ټیکټاک کې د افغانستان د مختلفو سیاستوالو په نومونو بېلابېل اکاونټونه جوړ شوي، چې د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي.

دا اکاونټونه او پاڼې د اشرف غني، حامدکرزی، عطاء محمد نور، عبدالرب رسول سیاف، حاجي ظاهر قدیر، میر رحمان رحماني، فضل محمود فضلي، حمدالله محب، حنیف اتمر، عمر زاخېلوال، عمر داودزی او ... په نومونو دي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د پخواني لومړي مرستیال ظاهر قدیر په نوم جوړه شوې پاڼه
100%
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د پخواني لومړي مرستیال ظاهر قدیر په نوم جوړه شوې پاڼه

د دغو اکاونټونو اکثره خپرونې د طالبانو په ملاتړ کیږي او د طالبانو سیاسي مخالفینو ته پکې سپکاوی کیږي، چې له امله یې د ټولنیزو رسنیو فضاء له اخلاقي خنډونو سره مخ شوې ده.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم جوړه شوې جعلي پاڼه
100%
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم جوړه شوې جعلي پاڼه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم جوړه شوې پاڼه
100%
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم جوړه شوې پاڼه

د مشهورو لیکوالانو او شاعرانو په نومونو جوړ شوي اکاونټونه:

طالبانو نه یوازې دا چې د سیاستوالو او یا ښځینه خبریالانو په نومونو اکاونټونه جوړ کړي، بلکې د یو شمېر مشهورو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په نومونو یې هم اکاونټونه جوړ کړي دي.

تېره میاشت یې د پښتو ژبې د مشهور لیکوال عصمت قانع له نومه په استفادې یو اکاونټ جوړ کړی و، چې د ښاغلي قانع په ګډون یې یو شمېر سیاستوالو ته نادرست الفاظ کارولي وو.

نوموړي بیا پر خپلې اېکس پاڼې د یادې پاڼې په تړاو ویلي وو، چې دویمه پاڼه په نوموړي پورې اړوند نه ده او دا چاره د طالبانو د ملاتړو ده.

د عصمت قانع په نوم جوړه شوې پاڼه چې د طالبانو لپاره مثبت تبلیغات کوي
100%
د عصمت قانع په نوم جوړه شوې پاڼه چې د طالبانو لپاره مثبت تبلیغات کوي

همدا راز یې د پښتو ژبې د شاعر پیر محمد کاروان په نوم هم په فیسبوک او اېکس شبکه کې اکاونټونه جوړ کړي وو، چې د طالبانو د ستاینې تر څنګ یې د تېر جمهوري حکومت غندنه کړې وه.

پیر محمد کاروان هم د یادې پاڼې په تړاو خپل غبرګون ښودلی و او ویلي یې وو، چې یاده پاڼه په نوموړي پورې اړوند نه ده.

د طالبانو د مشرانو په نومونو د ملاتړ پاڼې:

د طالبانو تبلیغاتي ډلې نه یوازې دا چې د مخالفو سیاستوالو، خبریالانو، لیکوالانو او هنرمندانو په نومونو د ټولنیزو رسنیو پاڼې جوړې کړي؛ بلکې د دوی د یو شمېر مشرانو په نومونو یې هم د ملاتړ پاڼې جوړې کړي، چې په ځانګړي ډول پکې د هماغه شخص ستاینې کیږي.

دغې ډلې د ذبیح الله مجاهد (مینوال) په نوم یوه اېکس پاڼه هم جوړه کړې، چې له څلوېښتو زرو زیات څارونکي لري او یوازې د طالبانو او ذبیح الله مجاهد ستاینې پکې خپریږي.

د طالبانو د ویاند د نیوالو په نوم اېکس پاڼه چې د دغې ډلې ستاینې او د مخالفینو غندنې پکې کیږي
100%
د طالبانو د ویاند د نیوالو په نوم اېکس پاڼه چې د دغې ډلې ستاینې او د مخالفینو غندنې پکې کیږي

همدا راز د طالبانو د دفاع د وزیر په ملاتړ هم ګڼې پاڼې جوړې شوي دي، چې موخه یې د ملا یعقوب ستاینې او د هغه د مخالفینو ځپل دي.

د ملا یعقوب مینوال په نوم دا پاڼه چې د طالبانو په تړاو د مثبتو تبلیغاتو په موخه ترې استفاده کیږي
100%
د ملا یعقوب مینوال په نوم دا پاڼه چې د طالبانو په تړاو د مثبتو تبلیغاتو په موخه ترې استفاده کیږي

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د تبلیغاتو ډلې د افغانستان د سیاستوالو، خبریالانو، شاعرانو او لیکوالانو له نومونو په استفادې په ټولنیزو شبکو کې ه بېلابتېلو مستعارو نومونو د طالبانو تبلیغاتي دستګاه د طالبانو په ملاتړ او د مخالفینو په مخالفت خپرونې کوي او تر ډېره لوېدلي ادبیات کاروي.بلیغات او ضد تبلیغات کوي، له دې وړاندې او دا مهال هم په ټولنیزو شبکو

د تېرې مرغومې په درېیمه نېټه د طالبانو په لیکو کې یو شمېر بااعتباره سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي وو، چې طالبانو په کابل کې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو شمېر چلوونکي په دندو ګومارلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په اړه تبلیغات او ضد تبلیغات وکړي.

په دغه راپور کې دوولس سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي وو، چې په کابل کې په درېیو جلا ډلو کې د طالبانو په اړه د مثبتو تبلیغاتو د کولو، د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې د منفي غبرګون د ښودلو په موخه فیسبوک او ټویټر چلوونکي ګومارل شوي دي.

د سرچینو په خبره؛ د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ځانګړې او جلا ډلې لري، چې په ټولنیزو شبکو کې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي.

په دې تړاو راپور دلته لوستلی شئ:

بدري مجازي فدایان، عمري مدافعان او اماراتي ابابیل د طالبانو د ټولنیزو رسنیو چلوونکې شبکې

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د طالبانو د فشار د زیاتېدو له امله خپل فعالیتونه بند کړل

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د طالبانو له خوا د فشارونو د زیاتېدو او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د جمعې په ورځ د (کب ۲۵ مه) په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

دغه مرستندویه اداره وايي، په سټاکُولم کې د قران کریم د سوځولو له پېښې وروسته د طالبانو تر فشارونو لاندې وه.

د سوېډن کمیټې عمومي رییس اندریاس استفانسون له سوېډن راډیو سره په مرکه کې په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه، چې دغه پرېکړه د طالبانو په غوښتنه او د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره شوې ده.

اندرياس استفانسون وويل: « هغه کار او فعالیتونه، چې جواز ونه لري ښایي له ځان سره ډېر ګواښونه ولري.»

هغه زیاته کړه: «په استکُهلم کې د قران کریم له سوځولو راهیسې د سوېډن کمیټې په څو ځایونو په ځانګړو سیمه ییزو مرستو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له خوا قوي پیغامونه ترلاسه شوي دي.»

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې مشر وویل، هیله لري چې دغه بنسټ په افغانستان کې د همکارو موسسو له لارې خپلو ځینو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

طالبانو د چنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې تر څو د سوېډن حکومت په استکُهلم کې د قرآن کریم د سوځولو له امله له مسلمانانو بښنه ونه غواړي د دغه هېواد ټول فعالیتونه به په افغانستان کې ودروي.

د طالبانو له دې پرېکړې او فشارونو وروسته د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ، چې په موقت ډول به په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټه له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې کار کوي.

مولوي کبیر له چین څخه غوښتي چې د شانګهای سازمان په راتلونکې غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ سره په لیدنه کې له دغه هېواده د شنګهای سازمان په غونډه کې دوی ته د بلنې د وړاندیز تر څنګ په سترو پروژو کې د چین د پانګونې غوښتنه کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له اېکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې دغه لیدنه کې مولوي کبیر په دوحې او نورو ناستو کې د طالبانو په اړه د چین له ‘مثبت’ دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډله په بېلابېلو برخو کې له چین سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمنه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ سرحدي سیمې واخان ته د غځول شوي سړک جوړیدل د طالبانو او چین په اړیکو کې 'مهم تحول’ بللی او ویلي یې دي، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پام وړ زیاتوالی راشي.

دغه سړک د جوړیدو چارې د افغانستان د پخواني جمهوریت پر مهال پیل شوې وې او اوس طالبان وايي، چې بشپړیدو ته نږدې دي.

سره د دې چې طالبانو د دغه سړک جوړېدو ته ډېر خوشبینه دي؛ خو چینايي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې دغه هېواد به د طالبانو دغه هیله پوره نه کړي چې غواړي د بدخشان د واخان له لارې افغانستان د چین له پراخ اقتصاد سره وصل شي.

دغه شنونکي وايي، چې بیجینګ به د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پورې تړلو امنیتي اندېښنو له امله خپل جنګ ځپلي ګاونډي ته د خپلې ځمکنۍ پولې د بشپړ لاسرسي په اړه له احتیاطه کار واخلي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ مولوی کبیر په بیجېنګ کې د طالبانو د سفیر منلو ته په اشارې ویلي، چې نور هېوادونه دې هم دغه لاره تعقیب کړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري، چې طالبان به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ رامنځته کړي.

مولوي کبیر ویلي، چې هیله لري چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو غوڼډو کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه حضور ولري.

نوموړي په دې برخه کې له چین څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې، په کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې یې هڅه کړې، چې د طالبانو او چین اړیکې لا زیاتې پراخې شي.

ښاغلي شینګ ویلي، چې هیواد یې غواړو د روغتیا په ګډون په بیلابیلو برخو کې افغان محصلینو ته بورسونه ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شوی او د جلغوزيو د پروسس او صادراتو په ګډون په مختلفو نورو برخو کې د چینایي پانګه والو پانګونې ښه پایله ورکړې ده؛ خو د مس عینک کان د رامنځ ته شوي پرمختګ په اړه په اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي.

ایراني او ایټالوي چارواکو په افغانستان کې په مخدره توکو کې ۹۵ سلنه کمښت ناڅرګند بللی

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د ایران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر ویلي دي، چې په افغانستان کې د مخدره موادو په تولید کې د ۹۵ فیصده کموالي ادعا د منلو وړ نه ده. د دې نقل قول پر بنسټ؛ ایټالوي چارواکو ویلي، چې دا ډول کمښت هېڅ ښکاره اغېزه نه لري.

د ايران د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرکزي دفتر د يکشنبې په ورځ (کپ ٢٧مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې ايټالوي چارواکي دغه موضوع په ويانا کې د دغه مرکز له مشر اسکندر مومني سره په ليدنه کې راپورته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي مومني له جنرال پیرانجلو ایانوتي سره په کتنه کې په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره له افغانستان څخه د قاچاق په اندازه کې د بدلون په اړه پوښتنه وکړه.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ جنرال پیرانجلو ایانوتي هم په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید د کمښت خبره رد کړې ده.

دغه راز ويل شوي دي، چې دغه ايټالوي چارواکي له اسکندر مومني سره په کتنه کې په سيمه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او اروپا ته د هغې د ليږدونې په مخنوي په لاره کې د همکارۍ لپاره د خپل چمتووالي د اعلان په ترڅ کې د استخباراتي همکاريو د پراختيا غوښتنه وکړه.

دا غونډه په ویانا کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون د کلنۍ غونډې په څنډه کې وشوه.

د ايران له نشه يي توکو سره د مبارزې د مرکزي دفتر د خبر له مخې؛ په دغو غونډو کې د افغانستان د نشه يي توکو قاچاق د هېوادونو له ګډو اندېښنو څخه بلل شوى دى.

100%

همدا راز د چين د ولسي جمهوريت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمېټې مشر وي شيایو ژون بیا ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید "زموږ لپاره یو جدي ګواښ دی."

دغه چینايي چارواکي په افغانستان کې د بدیل کښت د ملاتړ په اړه وویل، چې په دغه هېواد کې د چارو د پېچلتیا او د زېربناوو د نه شتوالي له امله دا کار نه شي عملي کېدای.

شيایو ژون وړانديز وکړ، چې چين او ايران بايد د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات او معلومات تبادله کړي او د سيمه ييزو او نړۍوالو نوښتونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان له ظرفيت څخه کار واخلي.

په ۱۴۰۰۰ کال کې له واک ته رسېدو وروسته طالبانو د مخدره توکو په کښت او پلور بندیز ولګاوه؛ خو دغه ډله وخت نا وخت د افغانستان په ولایتونو کې د نشه يي توکو د کشف خبر ورکوي.

ایران له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د مرکزي دفتر عمومي منشي په ویانا کې د خپل سفر په لړ کې وویل؛ ایران په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان څخه ۴۴۵۰ ټنه نشه يي مواد نیولي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د په يوه راپور کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې سږ کال د ترياکو په کښت کې ٩٥ سلنه کموالى راغلى دى.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت له ۲۳۳ زره هکتارو څخه ۱۰ زره ۸۰۰ هکتارو ته رسېدلی دی.