د ټولنیزو رسنیو یو شمېر مشهور کارکوونکي شکایت لري، چې د دوی په نومونو ګڼ اکاونټونه او پاڼې جوړ شوي او له دغو اکاونټونو څخه د طالبانو په ګټه تبلیغات کیږي.
په ټولنیزو شبکو کې د افغان سیاستوالو، لیکوالو، خبریالانو او هنرمندانو په نومونو د پاڼو د جوړولو لړۍ په دې وروستیو کې چټکه شوې ده.
د ښځینه خبریالانو په نوم جوړ شوي اکاونټونه:
تېره اونۍ په کابل کې د یوه خصوصي تلویزون خبریالې سونیا نیازۍ پر خپلې ایکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې د یوه جعلي اکاونټ په اړه معلومات وړاندې کړي وو.
سونیا نیازۍ ویلي وو، چې د نوموړې په نوم د اېکس یو اکاونټ جوړ شوی، چې نېږدې ۴۹ زره څارونکي لري او د نوموړې پورې اړوند نه دی.
د سونیا نیازۍ په نوم دا کاونټ د اېکس شبکې له خوا تایید (ویریفای) شوی هم و، چې د طالبانو په ملاتړ یې خپرونې کولې او د طالبانو سیاسي مخالفین یې ځپل.
د سونیا نیازۍ په نوم جوړ شوی جعلي اکاونټ چې د طالبانو په ملاتړ او د طالبانو د سیاسي مخالفینو په مخالفت لیکنې خپروي همدا راز په ټویټر کې د پېژندل شوې پښتنې خبریالې فرشتې جلالزۍ په نوم هم یو اکاونټ جوړ شوی، چې نوموړې یې په اړه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې جوړ شوی اکاونټ د نوموړې پورې اړوند نه دی.
د ښځینه خبریالانو په دغو اکاونټونو کې اکثره وخت د طالبانو د سیاسي مخالفینو په تړاو اخلاقي تورونه، کنځاوې او ادعاوې خپریږي.
له دې وړاندې د افغانې خبریالې حسیبه اټکل پال په نوم په اېکس شبکه کې یوه پاڼه د اېکس شبکې له خوا د پېسو په مقابل کې تایید شوی هم وه، چې له یو شمېر کاروونکو څخه یې د مور د ناروغۍ په نوم پېسې هم غوښتې وې؛ خو خبریالې حسیبې اټکپال ویل، چې دغه اکاونټ د نوموړې اړوند نه دی.
له څه مودې وروسته د اېکس شبکې دغه اکاونټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلویزون د مرستیال هدایت الله هدایت په نوم بدل شو، چې دې چارې دا په ډاګه کړه، چې د طالبانو د تبلیغاتي ډلې غړي د مشهورو خبریالانو له نومونو په استفادې په ټولنیزو شبکو کې تبلیغات او ضد تبلیغات پیل کړي.
د حسیبې اټکپال په نوم جوړ شوی اکاونټ چې وروسته بیا د هدایت الله هدایت په نوم بدل شوی
د سیاستوالو په نومونو جوړ شوي اکاونټونه:
دا مهال په اېکس، فیسبوک، انسټاګرام او ټیکټاک کې د افغانستان د مختلفو سیاستوالو په نومونو بېلابېل اکاونټونه جوړ شوي، چې د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي.
دا اکاونټونه او پاڼې د اشرف غني، حامدکرزی، عطاء محمد نور، عبدالرب رسول سیاف، حاجي ظاهر قدیر، میر رحمان رحماني، فضل محمود فضلي، حمدالله محب، حنیف اتمر، عمر زاخېلوال، عمر داودزی او ... په نومونو دي.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د پخواني لومړي مرستیال ظاهر قدیر په نوم جوړه شوې پاڼه د دغو اکاونټونو اکثره خپرونې د طالبانو په ملاتړ کیږي او د طالبانو سیاسي مخالفینو ته پکې سپکاوی کیږي، چې له امله یې د ټولنیزو رسنیو فضاء له اخلاقي خنډونو سره مخ شوې ده.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم جوړه شوې جعلي پاڼه
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم جوړه شوې پاڼه
د مشهورو لیکوالانو او شاعرانو په نومونو جوړ شوي اکاونټونه:
طالبانو نه یوازې دا چې د سیاستوالو او یا ښځینه خبریالانو په نومونو اکاونټونه جوړ کړي، بلکې د یو شمېر مشهورو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو په نومونو یې هم اکاونټونه جوړ کړي دي.
تېره میاشت یې د پښتو ژبې د مشهور لیکوال عصمت قانع له نومه په استفادې یو اکاونټ جوړ کړی و، چې د ښاغلي قانع په ګډون یې یو شمېر سیاستوالو ته نادرست الفاظ کارولي وو.
نوموړي بیا پر خپلې اېکس پاڼې د یادې پاڼې په تړاو ویلي وو، چې دویمه پاڼه په نوموړي پورې اړوند نه ده او دا چاره د طالبانو د ملاتړو ده.
د عصمت قانع په نوم جوړه شوې پاڼه چې د طالبانو لپاره مثبت تبلیغات کوي همدا راز یې د پښتو ژبې د شاعر پیر محمد کاروان په نوم هم په فیسبوک او اېکس شبکه کې اکاونټونه جوړ کړي وو، چې د طالبانو د ستاینې تر څنګ یې د تېر جمهوري حکومت غندنه کړې وه.
پیر محمد کاروان هم د یادې پاڼې په تړاو خپل غبرګون ښودلی و او ویلي یې وو، چې یاده پاڼه په نوموړي پورې اړوند نه ده.
د طالبانو د مشرانو په نومونو د ملاتړ پاڼې:
د طالبانو تبلیغاتي ډلې نه یوازې دا چې د مخالفو سیاستوالو، خبریالانو، لیکوالانو او هنرمندانو په نومونو د ټولنیزو رسنیو پاڼې جوړې کړي؛ بلکې د دوی د یو شمېر مشرانو په نومونو یې هم د ملاتړ پاڼې جوړې کړي، چې په ځانګړي ډول پکې د هماغه شخص ستاینې کیږي.
دغې ډلې د ذبیح الله مجاهد (مینوال) په نوم یوه اېکس پاڼه هم جوړه کړې، چې له څلوېښتو زرو زیات څارونکي لري او یوازې د طالبانو او ذبیح الله مجاهد ستاینې پکې خپریږي.
د طالبانو د ویاند د نیوالو په نوم اېکس پاڼه چې د دغې ډلې ستاینې او د مخالفینو غندنې پکې کیږي همدا راز د طالبانو د دفاع د وزیر په ملاتړ هم ګڼې پاڼې جوړې شوي دي، چې موخه یې د ملا یعقوب ستاینې او د هغه د مخالفینو ځپل دي.
د ملا یعقوب مینوال په نوم دا پاڼه چې د طالبانو په تړاو د مثبتو تبلیغاتو په موخه ترې استفاده کیږي دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د تبلیغاتو ډلې د افغانستان د سیاستوالو، خبریالانو، شاعرانو او لیکوالانو له نومونو په استفادې په ټولنیزو شبکو کې ه بېلابتېلو مستعارو نومونو د طالبانو تبلیغاتي دستګاه د طالبانو په ملاتړ او د مخالفینو په مخالفت خپرونې کوي او تر ډېره لوېدلي ادبیات کاروي.بلیغات او ضد تبلیغات کوي، له دې وړاندې او دا مهال هم په ټولنیزو شبکو
د تېرې مرغومې په درېیمه نېټه د طالبانو په لیکو کې یو شمېر بااعتباره سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي وو، چې طالبانو په کابل کې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو شمېر چلوونکي په دندو ګومارلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په اړه تبلیغات او ضد تبلیغات وکړي.
په دغه راپور کې دوولس سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي وو، چې په کابل کې په درېیو جلا ډلو کې د طالبانو په اړه د مثبتو تبلیغاتو د کولو، د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې د منفي غبرګون د ښودلو په موخه فیسبوک او ټویټر چلوونکي ګومارل شوي دي.
د سرچینو په خبره؛ د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ځانګړې او جلا ډلې لري، چې په ټولنیزو شبکو کې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي.
په دې تړاو راپور دلته لوستلی شئ:
بدري مجازي فدایان، عمري مدافعان او اماراتي ابابیل د طالبانو د ټولنیزو رسنیو چلوونکې شبکې