• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ پرېکړې ته د افغانستان غبرګون: کرېکټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکو لوبلړۍ د ځنډولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او وایي؛ کرېکټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

د افغانستان کرېکټ بورد د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې کرېکټ لوبه او په ټوله کې ورزش باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

اسټرالیا له افغانستان سره د درېیم ځل لپاره د کرېکټ شل اوریزه سیالۍ لغوه کړه.

اسټرالیا وايي، د دغې لوبې د لغوه کولو ستر لامل په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر نجونو لګېدلي بندیزونه او له هغې ډلې د نجونو په ورزش لګېدلی بندیز دی.

کرېکټ بورډ وایي، چې د اسټرالیا دولت له لوري د یاد هېواد پر کرېکټ بورډ شته فشارونه درک کوي؛ خو بهتره بولي چې ورته ستونزې د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ کار په پایله کې حل شي.

کرېکټ بورډ زیاتوي، چې په دې تړاو یې له اسټرالیوي لوري سره پخوا هم خبرې کړې وې او له اسټرالیا دولت څخه هیله لري چې خپل سیاستونه دې پر کرېکټ بورډونو نه تحمیلوي، بلکې د دې لوبې د لا ډېر پرمختګ او ملاتړ لپاره دې لاس په کار شي.

اسټرالیا وایي؛ له هغه ځایه چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو حقونو تروړل شوي؛ نو دوی نه غواړي د داسې هېواد له لوبغاړو سره لوبه وکړي، چې هلته د بشري حقونو درناوی نه کېږي.

چې اسټرالیا کرېکټ بورډ په ۲۰۲۱م کال کې هم له افغانستان کرېکټ بورډ سره د خپل دولت د فشار له امله یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه کړې وه.

تېر کال هم هغه هېواد له افغان لوبغاړو سره یوه د ټېسټ او درې یو ورځینۍ لوبې لغوه کړې وې.
خو تېر کال په نړۍوال جام سیالیو کې افغان لوبډله د اسټرالیا له لوبډلې سره مخامخ شوه، هغه مهال یې د لغوه کېدو خبره نه وه کړې او لوبه یې له افغانستانه په درې وېکټو ګټلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ له مشرتابه سره د یادې موضوع د اعلان پر ځای د حل لارې پیدا کولو او سلا مشورو سپارښتنه کړې وه،خو سربېره پر دې بیا هم اسټرالیا کرکټ بورډ خپله پرېکړه اعلان کړه.

کرېکټ بورد وایي: «د اسټرالیا پر وړاندې د نړۍوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د ملي لوبډلې د راتلونکو سفرونو د نوي پروګرام یا (FTP) برخه ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري د نهايي کېدو پر مهال پکې په خپله د اسټرالیا کرېکټ بورډ مشرتابه هم شتون درلود او دغه لوبې یې منلې دي».

افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا پر کرېکټ بوردغږ کړی، چې خپل دولت ته قناعت ورکړي، ترڅود کرکټ لوبې د ترسره کېدو په وړاندې خنډ و نه ګرځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

نوی تعلیمي کال؛ د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندې دروازې او د افغان نجونو ناهیلي

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

په افغانستان کې له ښوونځیو پاتې نجونې وایي؛ شا وخوا درې کاله کیږي چې له زده کړو پاتې دي، دوی خفه، ناهیلي او پر خپل جنسیت پښېمانه دي.

د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیلېدو په تړاو د ښوونځیو ځیني زده کوونکو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

له زده کړو څخه پاتې یوه زده کوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، درې کاله کیږي چې له زده کړو پاتې ده او هیله یې وه چې زده کړې پاې ته ورسوي او داکټره شي.

هغه وایي: «له زده کړو منع یم. خفه یم، ناهیلې یم، زړه کې مې ارمانونه خاورې شول، حتا په خپل جنسیت پښېمانه یم کاش هلک وی، چې زده کړې مې بشپړې کړې وی. هر انسان د خپل راتلونکي ژوند په اړه د فیصلې حق لري؛ خو موږ ان د خپل تعلیم حق هم نه لرو، زه دومره بې وسه یم چې د خپلو ارمانونو جنازه هم نه شم وړلی.»

د شپږم ټولګې څخه فارغه ماشومه چې شپږم ټولګی یې دوه ځلې د دې لپاره ویلی، چې زده کړې یې هېرې نه شي وایي: «زه به ډېر بد احساس وکړم چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره ونه شم کړلې ښوونځي ته لاړه شم. له زده کړو پرته بل کوم هدف نه لرم. نه غواړم یو بل کال هم له زده کړو محرومه شم. دا د نړۍ تر ټولو بد حس دی چې د تعلیم حق درڅخه واخیستل شي.»

دې ماشومې زده کوونکې له طالبانو غوښتي، چې هغه نه غواړي نوره له زده کړو پاتې شي د نوي تعلیمي کال په پیل سره د ښوونځیو دروازې دې د نجونو پر مخ خلاصې او نجونو ته دې د دویم ژوند چانس ورکړي.

بله زده کوونکې وایي: «له هغه وخت څخه په رواني تکلیف اخته یم چې له زده کړو منع شوې یم.»

بله بیا وایي؛ اسلام پرې تعلیم فرض کړی، دا چې طالبان د اسلام د نوم په اخیستلو دا حق ترې اخلي یوه لویه ناپوهي ده چې هېڅ بشر یې نه مني.

د کابل د یوه خصوصي ښوونځي یوه بله زده کوونکي وایي؛ د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره یې زړه ډېر درزیږي چې دا حاکمان به بیا څه فیصله کوي: «ذهن کې مې تل دا خبره وي چې د نړۍ ټولې نجونې د زده کړو حق لري، ولې موږ ترې منع یوو؟ زموږ او د نورو نجونو تر منځ څه توپیر دی؟»

د کابل د ارزان قیمت اوسېدونکې یوې ۱۷ کلنې نجلې دې ته په اشارې سره، چې طالبانو تل د حجاب خبره مطرح کړې وایي: «موږ تل شرعي حجاب مراعت کړی او د ښوونځیو یونفورم د شرعیت سره سم دی.»

بل خوا؛ طالبانو نوروز د نوي تعلیمي کال د پیل د ورځې په توګه اعلان کړ او د دې ډلې د پوهنې وزارت ویلي، چې د نوي تعلیمي کال زنګ به د ۱۴۰۳ هـ ش کال د وري په لومړۍ ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وغږول شي.

طالبانو د نجونو د زدکړو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان سیاستوالو، ملګرو ملتونو، غربي او اسلامي هېوادونو په کراتو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې خلاصې کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تل د نجونو پر زده کړې ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې نجونې دې زده کړو ته پریږدي.

ښاغلي کرزي ویلي: «له بده مرغه په ​​هېواد کې نجونې له نږدې درېیو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او نه شي کولی ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړ شي، علم زده کړي او په دې توګه خپلې کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي.»

نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلیږي، چې د پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا ۹۱۳ ورځې کیږي چې نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه راپه دې خوا څومره نجونې د شپږم ټولګي څخه فارغې شوي او دا چې څه وخت به د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصیږي د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه مو وپوښت خو نوموړی له ځواب ورکولو انکار وکړ.

د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو په تړاو د طالبانو ګڼو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنې په تړاو ویلي، چې دا د دوی داخلي مساله ده او هېچا ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

طالبانو او ازبکستان په بلخ کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ناسته وکړه

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ د دې ډلې د مختلفو وزارتونو چارواکو د ازبکستان د انرژۍ وزیر په مشرۍ پلاوي سره نن د بلخ په حیرتان بندر کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ناسته وکړه.

د صنعت او تجارت وزارت د اعلامیې له مخې دواړولورو ازبکستان ته د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو پر صادراتو او د دغه هېواد په چاڼخونو کې د افغانستان د تېلو پر تصفیه خبرې وکړې.

د دې اعلامیې له مخې، پر درې اړخیزو او څو اړخیزو ټرانزیتي هوکړو سربېره تجارانو او عامو وګړو ته د ویزوپه ور کړه کې پر اسانتیا را وستلو هم خبرې وشوې.

طالبان وايي، د ازبکستان د انرژۍ وزیر جوره بیک میرزا محمدوف په مشرۍ پلاوي کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي عصمت الله ایرګاشوف او نورو چارواکو هم برخه درلوده.

په دې ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د دې ډلې د پلاوي مشر نور الدین عزیزي ازبک پلاوي ته ویلي، چې دا ډله له ازبکستان سره د پولو له لارې د اقتصادي اړیکو قوي کول غواړي.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي دفتر په جلا اعلامیه کې وايي، چې په دې ناسته کې ازبک پلاوي د ډبرو سکروپه استخراج، کرنه، د سمیټو د فابریکو، د افغاني محصولاتو او تولیداتو د نندارتون جوړولو کېد همکار وړاندیز وکړ.

ازبکستان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پیژنې خو نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي ور سره پالي.

څو ورځې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر درلود او طالبان د نوموړي له قوله وايي چې ډېر ژر به تاشکند کې د دوی سفیر ومني.

د نجونو د زدکړو ملي کمپاين: طالبان دې د نادر افغان د ورکېدو په هکله وضاحت ور کړي

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۰

د نجونو د زدکړو ملي کمپاين وايي، طالبان دې د ښوونیز کال د پیلېدو درشل کې د کابل د ابن سينا روغتون د متخصص ډاکټر او د نجونو د زدکړو فعال نادر افغان د ورکېدو په هکله وضاحت ور کړي. نادر افغان چې د نجونو د زدکړو ملاتړی و، پرون وسلوالو کابل کې له خپل کتنځي نامعلوم ځای ته وړی دی.

نادر افغان د نجونو د دزکړو ملي کمپاین غړی دی او په رسنیو کې به یې له طالبانو غوښتل چې نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

د نجونو د زدکړو ملي کمپاين نن په يوه خبرپاڼه کې د نوموړي په ورکېدو خواشیني ښيي او له طالبانو یې غوښتي، چې د سياسي او رسنيو له فعالانو سره په تعامل کې مسولانه چلند وکړي.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتنه کړې، چې د پوښتنو او څېړنو لپاره د سياسي اشخاصو او رسنيو د فعالانو د غوښتلو لاره باید مناسيبه وی.

دوی زياتوي: «د داسي اشخاصو د نيولو او توقیف طریقه باید په اسلامي چوکاټ کې وي، نه د يوه ناقانونه وسله والې او تښتونکي ډلې په څېر، چې د خلګو په دفترونو او کورنو يرغل کوی.»

تر اوسه طالبانو د ډاکټر نادر افغان د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبانو په واکمنېدو سره اول د نجونو له شپږم ټولګي پورته زدکړې بندې کړې او وروسته یې د دوی پر پوهنتوني زدکړو او کار بندیز ولګاوه.

دې ډلې تر دې مخکې هم د اسماعیل مشعل په ګډون هغه افغان شخصیتونه په نښه او بندیان کړي چې په یو نه یو ډول یې د نجونو د زدکړو په ملاتړ فعالیت کاوه.

د نوي لمري کال پیلېدو سره په افغانستان کې ښوونیز کال هم پیلېږي او په درشل کې یې له دې ډلې د نجونو د ښوونځي او پوهنتوني زدکړو د پیلېدو غوښتنې ډېرېږي، خو داسې نه ښکاري چې د دې ډلې دریځ کې کوم بدلون راشي.

منیزه کاکړ: کراچۍ کې د افغان کډوالو نقشه بشپړه شوې

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د پاکستان کراچۍ ښار کې د انساني حقونو مدافعه او وکیله منیزه کاکړ وايي، حکومتي ادارو په دغه ښار کې د افغان کډوالو نقشه بشپړه کړې ده. مېرمن کاکړ د دې خبرې په کولو سره زیاتوي، چې حکومت ټولو صوبايي ادارو ته امر کړی چې د کارت لرونکو کډوالو د اېستلو لړۍ د اپرېل له ۱۵ پیل کړي.

اغلې کاکړ د افغان جمهوریت له پرځېدو راهیسې چې کراچۍ کې د افغان کډوالو پرضد زور زیاتي ډېرېدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د دې کډوالو واکالت ته مخه کړې ده.

نوموړې نن خپل اېکس کې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

که څه هم مېرمن کاکړ کراچۍ کې د افغان کډوالو د نقشې په هکله نور وضاحت نه دی کړی، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د پاکستان ادارې د کډوالو اېستلو د دویم پړاو پیلېدو سره د دې نقشې له لارې افغان کډوال په نښه کوي.

د دې سرچینو په خبره، د پاکستان امنیتي ځواکونو چې تېر کال په کراچۍ کې د افغان کډوالو اړوند استوګنځیو چاپې اچولې دا ځل به د دې نقشې له لارې دا کډوال په نښه کوي.

د پاکستان سرپرست حکومت د تېر کال د اکټوبر لومړیو کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره وخت ور کړ او له همغې مودې یې د دوی اېستل هم پیل کړل.

د پاکستان امنیتي ادارو هغه مهال هم پر بې اسناده کډوالو سربېره اسنادي کډوال هم په نښه کول.

د ځینې شمېرو له مخې له هغه وخت تر اوسه تر پنځو لکو ډېر افغانان له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

طالبان: کندهار او ننګرهار کې ۲ ښځو ځان وژنه کړې او دریمه د خوسر او لېور له لوري وژل شوې

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو ولايتي امنيتي مسولين وايي، چې د کندهار په ارغستان او د ننګرهار په کوز کونړ ولسواليو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده. طالبان وايي ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خوسر او لېور له لوري وژل شوې ده.

په کندهار کې طالبان وايي پرون د ارغستان په سوپانزو کې یوې پېغلې د دماغي ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

خو په کندهار کې سرچېنو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې يوې پېغلې وروسته له هغه ځان ځړولی او وژلی، چې بوډا پلار یې د ځان لپاره د يوې بلې نجلۍ د غوښتلو په بدل کې ورکړې وه.

بل لوري ته بیا د ننګرهار لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر نن په کوز کونړ کې د يوې ښځۍ د ځان وژنې خبر ورکړی.

طالب ویاند بصیر زابلی وايي، د دې مېرمنې تر وژنې وروسته د جلال اباد ښار په اتمې حوزه کې د هغې پلار او ورور خپله انګور د چاکوګانو په ذريعه وژلې ده.

د کوز کونړ ځان وژونکې او د اتمې حوزې وژل شوې سره بدلنۍ وې.

د زابلي د معلوماتو له مخي، چې د اتمې حوزې د وژل شوې ښځې دوژنې په تور يې د هغې لېور او خوسر نيولي او دامهال پوښتني ترې وراني دي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ښځو د ستونزو اورېدو او حل لپاره د ښځو چارو وزارت، د انساني حقونو خپلواک کمېسون او نورو ملاتړو کورنیواو بهرنیو ادارو کار کاوه، خو د طالبانو واکمنېدو سره دا ادارې ختمې شوې.