• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منیزه کاکړ: کراچۍ کې د افغان کډوالو نقشه بشپړه شوې

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د پاکستان کراچۍ ښار کې د انساني حقونو مدافعه او وکیله منیزه کاکړ وايي، حکومتي ادارو په دغه ښار کې د افغان کډوالو نقشه بشپړه کړې ده. مېرمن کاکړ د دې خبرې په کولو سره زیاتوي، چې حکومت ټولو صوبايي ادارو ته امر کړی چې د کارت لرونکو کډوالو د اېستلو لړۍ د اپرېل له ۱۵ پیل کړي.

اغلې کاکړ د افغان جمهوریت له پرځېدو راهیسې چې کراچۍ کې د افغان کډوالو پرضد زور زیاتي ډېرېدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د دې کډوالو واکالت ته مخه کړې ده.

نوموړې نن خپل اېکس کې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

که څه هم مېرمن کاکړ کراچۍ کې د افغان کډوالو د نقشې په هکله نور وضاحت نه دی کړی، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د پاکستان ادارې د کډوالو اېستلو د دویم پړاو پیلېدو سره د دې نقشې له لارې افغان کډوال په نښه کوي.

د دې سرچینو په خبره، د پاکستان امنیتي ځواکونو چې تېر کال په کراچۍ کې د افغان کډوالو اړوند استوګنځیو چاپې اچولې دا ځل به د دې نقشې له لارې دا کډوال په نښه کوي.

د پاکستان سرپرست حکومت د تېر کال د اکټوبر لومړیو کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره وخت ور کړ او له همغې مودې یې د دوی اېستل هم پیل کړل.

د پاکستان امنیتي ادارو هغه مهال هم پر بې اسناده کډوالو سربېره اسنادي کډوال هم په نښه کول.

د ځینې شمېرو له مخې له هغه وخت تر اوسه تر پنځو لکو ډېر افغانان له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: کندهار او ننګرهار کې ۲ ښځو ځان وژنه کړې او دریمه د خوسر او لېور له لوري وژل شوې

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو ولايتي امنيتي مسولين وايي، چې د کندهار په ارغستان او د ننګرهار په کوز کونړ ولسواليو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده. طالبان وايي ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خوسر او لېور له لوري وژل شوې ده.

په کندهار کې طالبان وايي پرون د ارغستان په سوپانزو کې یوې پېغلې د دماغي ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

خو په کندهار کې سرچېنو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې يوې پېغلې وروسته له هغه ځان ځړولی او وژلی، چې بوډا پلار یې د ځان لپاره د يوې بلې نجلۍ د غوښتلو په بدل کې ورکړې وه.

بل لوري ته بیا د ننګرهار لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر نن په کوز کونړ کې د يوې ښځۍ د ځان وژنې خبر ورکړی.

طالب ویاند بصیر زابلی وايي، د دې مېرمنې تر وژنې وروسته د جلال اباد ښار په اتمې حوزه کې د هغې پلار او ورور خپله انګور د چاکوګانو په ذريعه وژلې ده.

د کوز کونړ ځان وژونکې او د اتمې حوزې وژل شوې سره بدلنۍ وې.

د زابلي د معلوماتو له مخي، چې د اتمې حوزې د وژل شوې ښځې دوژنې په تور يې د هغې لېور او خوسر نيولي او دامهال پوښتني ترې وراني دي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ښځو د ستونزو اورېدو او حل لپاره د ښځو چارو وزارت، د انساني حقونو خپلواک کمېسون او نورو ملاتړو کورنیواو بهرنیو ادارو کار کاوه، خو د طالبانو واکمنېدو سره دا ادارې ختمې شوې.

طالبان: د دايکندي خلکو يوه کال کې ۲۸۸ جريبه ځمکه د ښوونځيو او مدرسو لپاره ځانګړې کړې

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰

په دايکندي کې د طالبانو د پوهنې رياست مسولين وايي، چې د دې ولایت اوسېدونکو د یوه کال په جريان کې ۲۸۸ جرېبه ځمکه ښوونځيو او مدرسو ته وقف یا ځانګړې کړې ده، چې ارزښت یې شاوخوا ۸ ميليونه ۴۶۰ زره افغانۍ کيږي. طالب مسولينو د خلګو دا کړنه ستایلې او «نېک عمل» یې بللی دی.

د دايکنډي ولايت د طالبانو د پوهنې رياست مسولينو دا نه دي ویلي چې پر دې ځمکه څومره ښوونځي او یا څو مدرسې جوړېږی.

بېګاه د طالبانو تر ولاک لاندی باختر اژانس د دايکنډي د پوهنې رياست د مسولینو په حواله په دغه ولایت کې د نجونو لپاره د دوو ديني مدرسو د پرانيستلو خبر ورکړ.

د باختر اژانس د خبرله مخې، چې تر اوسه پورې په دغو مدرسو کې څه دپاسه ۳۰۰ نجونو نوم ليکنه کړې او د زدکوونکو د نوم ليکنې بهير دوام لري.

طالبان ولې د پاکستان په غوښتنه د ټي ټي پي پرضد ګام نه پورته کوي؟

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ په وروستیو ناستو کې د بحث محور دا دی، چې پاکستان له افغان طالبانو تمه لري، چې تحریک طالبان پاکستان ورته لاس تړلي تسلیم کړي او یا یې هم له جګړې وګرځوي، خو طالبان د خپلې سختې ورځې د وفادارو ملګرو سپارلو او پر ضد یې ګام اخیستو ته چمتو نه دي.

طالبان د خپلو سختو ورځو ملګرو سره لاس او ګرېوان دي

د ۹/۱۱ له پېښې وروسته چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د طالبانو واکمني وپرځوله نو ځینې مهم مشران او وسلوال یې پاکستان په تېره قبایلي سیمو ته ولېږدېدل.

دوی ته فبایلي سیمو کې هغو ځايي طالبانو پنا ور کړه چې د ملا عمر په مشرۍ لومړنۍ واکمني کې یې د دوی د واک لپاره هم جګړه کې برخه اخیستې وه.

دا هرڅه د پاکستان امنیتي ادارو په تېره ای اېس ای لیدل، خو په افغانستان کې د طالبانو د زور زیاتېدو سره ځايي طالب ډلې ټپلې هم ځواکمنې شوې او د ۲۰۰۷ کال سپټمبر کې ۱۳ همفکره ډلو د بیت الله مسید په مشرۍ ټي ټي پي جوړ کړ.

د تحریک طالبان پاکستان یو شمیر غړو ویلي، چې په هغه وخت د افغان او پاکستاني طالبانو دریځ دا و، چې لومړی به په افغانستان کې جګړه ګټي او بیا به پاکستان کې له ټي ټي پي سره د یو اسلامي نظام د پلي کېدو لپاره په ګډه اشر کوي.

خو پاکستان هغه وخت په دې باور و، چې دوی به ټي ټي پي باندې افغان طالبان کنټرول کړي او پر افغان طالبانو باندې به ټي ټي پي کنټرولوي.

کله چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې ټي ټی پي په پاکستان کې بریدونه زیات کړل، نو ای اېس ای د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او اوس مهال په پيښور کې د طالبانو قونسل حافظ محب الله د هغه وخت د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسعود ته ولېږل او له حکیم الله مسود یې غوښتي و، چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي، ځکه دا بریدونه افغان طالبانو ته ستونزې جوړوي، خو په دغه ناسته کې حکیم الله مسعود منفي ځواب ور کړی و.

د طالبانو په واکمنېدو سره داسې راپورونه خپاره شول، چې که پخوا د دې ډلې وسلوال افغانستان کې تر ټپي کېدو وروسته پاکستان کې درملل کېدل، اوس یې ځینې غړي د ټي ټي پي په ګټه د پاکستان ضد جګړې ته ځي.

دا ادعاوې نه یوازې د پاکستان حکومت کولې، بلکې په جګړه کې د ځینې وژل شویو مړي هم د افغانستان مختلفو ولایتونو ته ورسول شول.

د پاکستاني چارواکو له دې ادعاوو وروسته چې افغان طالبان د دوی په خاوره کې وسلوال بریدونه کوي، د طالبانو مشران هم غبرګون ته اړ کړل.

ملا هبت الله اخوندزاده پټه فتوا ورکړه، چې افغان طالب وسلوال د امیر له اجازې پرته کوم بل هیواد جګړه نشي کولی، خو طالبانو دا هیڅ کله نه دي ویلي، چې په پاکستان کې د ټي ټي پي جګړه ناروا ده.

په پاکستان کې د طالبانو ورک شوی مشر استاد یاسر له هغو طالب مشرانو دی، چې په ښکاره یې له پاکستاتي طالبانو وغوښتل، چې په پاکستان کې د اسلامي نظام لپاره جګړه وکړي.

افغان طالبانو هیڅ کله په پاکستان کې د ټي ټي پي د جګړې پر خلاف کومه اعلامیه نه ده ورکړې، بلکې کله چې د ټي ټي پي مشران بیت الله مسعود او حکیم الله مسعود په ډرون بریدونو کې ووژل شول، طالبانو په اعلامیه کې د دوی مړینه غندلې وه او دوی یې اتلان بللي وو.

افغان طالبان د القاعده په څېر له پاکستاني طالبانو سره د فکري ایډیالوژۍ له مخې ملګرتیا پالي.

د افغان طالبانو د مشر له فتوا وروسته هم په افغان طالبانو کې د ټي ټي پي همسنګریان د پاکستان په روانو نښتو کې برخه اخلي.

ټي ټی پي او د افغان طالبانو جدا کول دا یوه ناممکنه خبره ده، ځکه د طالبانو په تېره واکمنۍ کې ملا عمر له خپل واک تېر شو، خو د القاعده وژل شوي مشر مېلمه ملګری اسامه بن لادین امریکا ته ونه سپاره.

له طالبانو د پاکستان دا تمه، چې طالبان به د خپلو ایډیالوژیک او سختو ورځو ملګرو خلاف وسله پورته کړي او له خپلې خاورې به یې وشړي، خو دا یوه نه پوره کېدونکې تمه ده.

د نظریاتي او ایډیالوژۍ له مخې د افغان طالبانو او د ټي ټي پي هدفونه او د جګړې څرنګوالی سره ډېر توپیر نه لري.

دواړه ډلې پر ټاکنو باور نه لري او یوازې د جګړې له لارې د دوی د فکر اسلامي نظام جوړولو لپاره جګړه کوي.

طالبانو یو څه پاکستان ته په ډاکه کړي، چې دوی چمتو دي، چې د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ خبرو کې مرسته وکړي.

طالبانو د واک په لومړیو څو میاشتو کې په کابل کې د ټي ټي پي او پاکستان د څو مخامخ ناستو منځګړتوب او کوربتوب وکړ.

په لومړی ناسته کې د کابل په انټرکانینټل هوټل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د ناظر رول ادا کړ.

هغه وخت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ، چې په کابل کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ دغې ډلې منځګړیتوب کړی دی.

پاکستاني جنرالان د ټي ټي پي روانې جګړې ورخطا وکړي دي او دوی د د ټي تي پي د چریکي جګړې مخنوي کې ناکام شوي دی.

په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونه د دغه هیواد بې وسي ښیي، چې په خپله خاوره کې د ټي ټي پي مخنوی نشي کولی او نه هم د جګړې لپاره مالي امکانات لري.

د پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ کې څو تنو قومي مشرانو وویل، د کپ ۲۷مه د څو ساعتونو جګړو وروسته پاکستان له ځايي قومي مشرانو غوښتي دي، چې طالبانو ته ووايي جګړه ودروي، داسې معلومیږي چې پاکستان په یوازې سر او له کڼو اقتصادي مشکلاتو سره د یوې ورځې جګړې ته زړه نه ښه کوي.

د پاکستان د پوځ بله لویه ورخطايي دا ده، چې د دوی استخباراتي ادارو خپلو ملګرو خبریالانو ته خبر ورکړ، چې په پروني برید کې یې د ټي ټي پي ځواکمن قومندان عبدالله شاه په نښه کړی دی، وروسته په عبدالله شاه په ویډیو کې راڅرګند شو او ویې ویل چې ژوندی دی، د پاکستان ادعا ناسمه ده، دوی بې ګناه خلک په نښه کړي دي.

پاکستان په دې هڅه کې دی، چې د جګړې د مالي امکاناتو لپاره د ټي ټي پي خلاف د امریکا ملاتړ تر لاسه کړي، خو د امریکا حکومت د ټي ټي پي په خلاف د پاکستان ملاتړ کولو ته زیاته علاقه نه لري او نه هم په دغه موضوع کې ځان کډوي.

د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونو او وروسته بیا د دواړو لورو د جکړې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، چې طالبان او پاکستان دې روان اختلافات په خبرو اترو سره حل کړي.

پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي بریدونو سخت غوسه کړی دی او دوی دا غوسه د افغانستان کې په هوايي بریدونو وباسي.

پاکستان په دې هم قهر دی، چې د طالبانو واکمنېدو سره ټي ټي پي پرمختللې وسلې پیدا کړې او هم یو شمیر مشران یې افغانستان کې ازادکرځي، مالي امکانات ټولوي خو څوک یې مخنوی نه کوي.

دوی وايي پر طالب مشرانو یې د نننۍ ورځې لپاره سرمایه ګزاري کړې وه، خو اوس د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ټي ټی پي د مخنوي په برخه کې مرسته نشي کولی.

خو د طالبانو اصلي قدرت بیا د کندهار په لاس کې دی، د کندهار له والي ملا شرین نیولې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر او ملا عبدالغني برادر چې کلونه د پاکستان اسخیاراتو ای اېس ای په بند کې وو.

که پاکستان کې د بریدونو له ډېرېدو وروسته د پاکستان دفاع وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته راغی، نو طالبانو ور سره خبرو کې ملا برادر کېناوه او هم یې په دې تړاو د خبرو لپاره ملا شېرین اسلام اباد ته ولېږه.

افغان طالبانو پاکستان ته ویلي، چې د ټي ټي پي سره د خبرو له لارې روان کړکېچ ختم کړی؛ خو پاکستان بیا دې کار ته ريښتنی نه دی او نه غواړي د خبرو په مېز کې ټي ټي پي ته خپل سر ټیټ کړي.

طالبانو په رسمي خبرپاڼو کې هم په ډاکه کړې، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دوی دې د خبرو له لارې خپله موضوع حل او فصل کړي.

د پاکستان ګېله دا هم ده، چې دوی یې کلونه کلونه په خپله خاوره کې وساتل او نړۍ د دغو ترهګریزو ډلو په جوړلولو او د پټنځیو په ورکړه بدنام کړ؛ خو اوس طالبان د پاکستان دغو غوښتونو ته د دوی د خوښې ځواب نه وايي.

پاکستان د ټي ټي پي د بریدونو اړوند خبرو لپاره څو رسمي پلاوي کابل ته واستول، خو چې نتیجه یې ور نه کړه، تېرو میاشتو کې یې مولانا فضل رحمان او د حقانیه مدرسې مشر مولانا حامدالحق هم ولېږل، خو داسې ښکاري چې دا هڅې هم کومه پایله نه لري.

پاکستان پر نورو اپشنونو هم فکر کوي، چې د طالبانو مخالفې جنګي ډلې په ځانکړي ډول د داعش ملاتړ وکړي او په راتلونکې کې طالبانو ته سر خوږی جوړ کړي.

طالبان هم یو غټه اندېښنه دا لري، چې که د ټي ټی پي پر وړاندې له سختۍ کار واخلي، نو د تېر په څېر به دغه ډله داعش ته واوړي او واکمني به یې له لوی خطر سره مخ کړي.

کله چې پاکستان پر پاکستاني طالبانو هم فشارونه زیات کړل، نو د ټي ټي پي زیاتره مشران له داعش سره یوځای شول.

د طالبانو ځینې مشران په دې باور دی، چې څنګه طالبان د افغانستان د ټولنې یو حقیقت دی، همداسې ټي ټي پي هم د پاکستان لپاره یو حقیقت دی، چې دا مسله هم یوازې خبرو سره حل کېدلی شي، ځکه د پاکستان امنیتي ادارې د چریکي جګړې وړتیا نه لري.

د پاکستان او د افغان طالبانو ترمنځ روان کړکېچ د حل کېدو خواته نه دی روان، بلکې په راتلونکې کې د اړیکو خرابېدو او د دواړو لورو ترمنځه جنجالونه د یو بل د نابودی سبب کېدلی شي.

ډان ورځپاڼه: پاکستان دې له چين وغواړي، چې افغان طالبان تنبیه کړي

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د دغه هېواد پر بهرنیو چارو وزارت غږ کړی، چې د ډيورنډ کرښې شاوخواې د «ترهګرو» د پټنځیو پر ضد له طالبانو د اقدام غوښتنه وکړي. ډان ورځپاڼي لیکلي، که طالبان دا کار نه کوي، اسلام اباد دې د دوی مالي ملاتړ ي چین ته وړاندیز کړي چې تنبیه یې کړي.

په پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د وژونکي برید په غبرګون کې پاکستان د دوشنبې په ورځ د خوست او پکتیکا ولایتونو په سیمو بریدونه وکړل.

طالبانو ویلي دغه برید، چې د «ملکي خلکو پر کورونو» شوی لږ تر لږه يې اته تنه وژلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو هدف د تحریک طالبان پاکستان د قومندان حافظ ګل بهادر سره تړلي «ترهګر» وو.

له دغو بريدونو وروسته طالبانو د پکتيا ولایت په ډنډ پټان کې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې.

وروسته بیا د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د «پاکستان د تېري» په ځواب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغه هیواد پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

تر دې مخکې ډان ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې په پاړ اچنار کې له طالبانو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان او طالبانو يو پر بل بریدونو د دواړو تر منځ د کړکیچ نوې څپه رامنځ ته کړې ده.

دا په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ لومړۍ جګړه او تاوتریخوالی دی.

ډان ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې لیکلي دي، چې اسلام اباد باید له چین، چې د افغانستان د واکمنانو تمویلوونکی دی وغواړي، چې طالبان تنبیه کړي.

چین له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.

که څه هم چین د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو بیجینګ په کابل کې سفیر لري او په چین کې یې د طالبانو د سفیر اسناد هم منلي دي.

چینایي شرکتونو هم په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې له طالبانو سره ډیر تړونونه لاسلیک کړي دي.

ډان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ټینګار کړی، چې په دې برخه کې له کابل سره د اړیکو خرابېدل مهم نه دي.

د دې ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې، چې د پاکستان پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو «ترهګریز» بریدونه باید بې ځوابه پاتې نه شي، یو اړخيز اقدامات باید په يو دود بدل نه شي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا ډول چلند به له افغان طالبانو سره د پاکستان د اړیکو د خرابېدو لامل شي او اسلام اباد به پر کابل هر ډول نفوذ له لاسه ورکړي.

ډان له طالبانو هم وغوښتل چې د ځان «ناګاره» ښودلو پر ځای که غواړي، چې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه ومنل شي، باید له افغانستان د وسله والو له خوا د پاکستان ضد بریدونو مخه ونیسي.

دې ورځپاڼې له اسلام اباد او طالبانو غوښتي، چې د هغو بریدونو د سرچینې په اړه پلټنې وکړي، چې پاکستان په نښه کوي.

تسنیم: ځینې پخوانیو افغان چارواکو د پاکستان حملې ته غبرګون ونه ښود

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د ایران سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ تسنیم وايي، که څه هم د طالبانو مخالفو افغان شخصتیونو په پراخ ډول پر افغانستان د پاکستان هوايي بردید وغانده، خو د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون د هغه مرستیال جنرال دوستم، د افغانستان ژغورنې ملي شورا او ملي مقاومت جبهې هیڅ غبرګون ونه ښود.

تسنیم په خپل راپور کې د ځینې نورو چارواکو لکه صلاح الدین رباني، عطا محمد نورو، عبدالرب رسول سیاف، اسماعیل خان، محمد محقق، سرور دانش نومونو یادولو سره وايي، چې دوی هم چوپه خوله دي.

دا اژانس خپل راپور کې زیاتوي، د دې کسانو چوپتیا افغانستان ته د دوی د ژمنتیا او له طالبانو سره مخالفت کې یې د انګېزې او نیت په هکله پوښتنې پیدا کړې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د پاکستان بریدونه غندلي دی.

د پاکستان هوايي ځواک پرون پکتیکا کې برمل او خوست کې سپېره ولسوالۍ باندې بمبار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد مخالف ضد وسلوال یې په نښه کړي دي.

طالبان د پاکستان دا ادعا نه مني او وايي ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو هم د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د پکتیا په ډنډپټان کې د دغه هېواد پر سرحدي ځواکونو د درنې وسلې بریدونه وکړل.

په هېوادونو کې یوازې امریکا د طالبانو او پاکستان پروني جنجال ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لورو د زغم او د خبرو له لارې د خپلمنځي ستونزو د حل غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.