په پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د وژونکي برید په غبرګون کې پاکستان د دوشنبې په ورځ د خوست او پکتیکا ولایتونو په سیمو بریدونه وکړل.
طالبانو ویلي دغه برید، چې د «ملکي خلکو پر کورونو» شوی لږ تر لږه يې اته تنه وژلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو هدف د تحریک طالبان پاکستان د قومندان حافظ ګل بهادر سره تړلي «ترهګر» وو.
له دغو بريدونو وروسته طالبانو د پکتيا ولایت په ډنډ پټان کې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې.
وروسته بیا د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د «پاکستان د تېري» په ځواب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغه هیواد پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
تر دې مخکې ډان ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې په پاړ اچنار کې له طالبانو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان او طالبانو يو پر بل بریدونو د دواړو تر منځ د کړکیچ نوې څپه رامنځ ته کړې ده.
دا په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ لومړۍ جګړه او تاوتریخوالی دی.
ډان ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې لیکلي دي، چې اسلام اباد باید له چین، چې د افغانستان د واکمنانو تمویلوونکی دی وغواړي، چې طالبان تنبیه کړي.
چین له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.
که څه هم چین د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو بیجینګ په کابل کې سفیر لري او په چین کې یې د طالبانو د سفیر اسناد هم منلي دي.
چینایي شرکتونو هم په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې له طالبانو سره ډیر تړونونه لاسلیک کړي دي.
ډان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ټینګار کړی، چې په دې برخه کې له کابل سره د اړیکو خرابېدل مهم نه دي.
د دې ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې، چې د پاکستان پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو «ترهګریز» بریدونه باید بې ځوابه پاتې نه شي، یو اړخيز اقدامات باید په يو دود بدل نه شي.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا ډول چلند به له افغان طالبانو سره د پاکستان د اړیکو د خرابېدو لامل شي او اسلام اباد به پر کابل هر ډول نفوذ له لاسه ورکړي.
ډان له طالبانو هم وغوښتل چې د ځان «ناګاره» ښودلو پر ځای که غواړي، چې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه ومنل شي، باید له افغانستان د وسله والو له خوا د پاکستان ضد بریدونو مخه ونیسي.
دې ورځپاڼې له اسلام اباد او طالبانو غوښتي، چې د هغو بریدونو د سرچینې په اړه پلټنې وکړي، چې پاکستان په نښه کوي.