• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تسنیم: ځینې پخوانیو افغان چارواکو د پاکستان حملې ته غبرګون ونه ښود

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۰

د ایران سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ تسنیم وايي، که څه هم د طالبانو مخالفو افغان شخصتیونو په پراخ ډول پر افغانستان د پاکستان هوايي بردید وغانده، خو د پخواني ولسمشر اشرف غني په ګډون د هغه مرستیال جنرال دوستم، د افغانستان ژغورنې ملي شورا او ملي مقاومت جبهې هیڅ غبرګون ونه ښود.

تسنیم په خپل راپور کې د ځینې نورو چارواکو لکه صلاح الدین رباني، عطا محمد نورو، عبدالرب رسول سیاف، اسماعیل خان، محمد محقق، سرور دانش نومونو یادولو سره وايي، چې دوی هم چوپه خوله دي.

دا اژانس خپل راپور کې زیاتوي، د دې کسانو چوپتیا افغانستان ته د دوی د ژمنتیا او له طالبانو سره مخالفت کې یې د انګېزې او نیت په هکله پوښتنې پیدا کړې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د پاکستان بریدونه غندلي دی.

د پاکستان هوايي ځواک پرون پکتیکا کې برمل او خوست کې سپېره ولسوالۍ باندې بمبار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد مخالف ضد وسلوال یې په نښه کړي دي.

طالبان د پاکستان دا ادعا نه مني او وايي ولسي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو هم د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د پکتیا په ډنډپټان کې د دغه هېواد پر سرحدي ځواکونو د درنې وسلې بریدونه وکړل.

په هېوادونو کې یوازې امریکا د طالبانو او پاکستان پروني جنجال ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لورو د زغم او د خبرو له لارې د خپلمنځي ستونزو د حل غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په نیو مکسیکو کې یو افغان کډوال د ' مسلمانانو د وژنې' په یوه دوسیه کې مجرم وپېژندل شو

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۳۹ GMT+۰

په نیو مکسیکو کې یوې محکمې افغان کډوال د پاکستاني کډوال افتاب حسین په وژلو تورن کړ. محمد سید چې د دوو نورو مسلمانانو په وژنه هم تورن دی، د عمري حبس سره مخامخ دی. دغو پېښو د نیو مکسیکو د مسلمانان ټولنې ترهولې او وېرولې وې.

پولیسو د ۴۱ کلن افتاب حسین مړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت د البوکرکي په ښار کې له یوه موټره داسې مهال وموند، چې په ګولیو وېشتل شوی و.

په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو سره د تړلو رسنیو او ډلو د درېیو تنو مسلمانانو وژنه د مذهبي فرقه وارۍ سره تړلې بللې؛ خو پولیسو ویلي چې په دې کار کې د شخصي تربګنۍ نښې څرګندې دي.

دغو پېښو د امریکا په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو تر منځ اندېښنې زیاتې کړې دي. په هماغه کال پولیسو د محمد سید نوم یاد کړی و، چې د دغو پېښو «اصلي تورن» یې نیولی دی.

د څارنوالۍ د برخې یو وکیل ډیویډ وایمیر د محمد سید په اړه یې د حکم له صادرولو وروسته وویل، چې د هغه د دې کار لامل ښايي «د زنځیري قتلونو ذهنیت» وي چې کېدای شي هغه به «هیڅکله هم درک نه کړو.»

منځګړي پلاوي د دغه افغان کډوال له درېیو دوسیو څخه د لومړۍ دوسیې په اړه چې د دوی په لاس کې وه، په هغې کې یو ګرځنده ټیلیفون و او دا یې ښودل چې محمد سید د ډزو پر ځای کې و.

د پېښې له سیمې هغه ګولۍ چې تر لاسه شوې وې، د هغو وسلو سره یې ورته‌والی لاره چې د ده له کوره تر لاسه شوې دي.

محمد سید دا رنګه د محمدافضل حسین په وژلو کې چې د ۲۰۲۲ کال په ښار کې د یوه جوړ شوي پلان له مخې وژل شوی و او دا رنګه د یوې لارۍ چلوونکي نعیم حسین په وژلو هم تورن دی. دغه دواړه کسان د البوکرکي سیمې ته نږدې وژل شوي وو.

په راپورونو کې راغلي، چې درې واړه وژل شوي پاکستانیان یا افغانان وو او محمد سید له هغوی سره د ابوکرکي سیمې په یو ستر جومات کې یو ځای لمونځ هم ادا کړی و.

د نیو مکسیکو د البوکرکي ښار پولیسو نوموړی د څلورم مسلمان د قتل په تور هم تورن کړی؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم تور نه دی ثبت شوی.

دغه افغان کډوال په امریکا کې د نورو جرمونو لکه د کورني تاوتریخوالي مخینه هم لري.

د اسوشیټېدپرېس خبري اژانس د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي و، محمد سید چې په پښتو ژبه خبرې کوي او په انګریزۍ نه پوهېږي، له نیولو له مهاله تر اوسه بې له ضمانته په بند کې ساتل کېږي.

پر افغانستان د پاکستان له پروني هوايي بریدونو وروسته یوازې امریکا غبرګون ښودلی

۲۹ کب ۱۴۰۲ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۵۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل په یوه خبري غونډه کې ويلي چې امریکا د پاکستان له لوري ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر افغانستان د هوايي بریدونو له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خواشینې ده. هغه د دواړو هیوادونو له چارواکو په دغه برخه کې د زغم غوښتنه کړې ده.

تېره ورځ دوشنبه سهار وختي پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په پکتیکا او خوست ولايتونو کې د هوایي بریدونو په پایله کې نهه تنه ولسي وژلي وو چې په ځواب کې یې طالبانو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني عسکرو پوستې په لویو توپونو وویشتلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې امریکا په دغو بریدونو کې په ولسي مرګ ژوبله خواشینې ده او په دواړو لوریو غږ کوي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او زغم وکړي.

هغه له دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان وغوښتل چې خپل اختلافات له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل د خبري کنفرانس له لارې په پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې دې د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.

پاکستاني چارواکو پرون اعلان کړی و چې پر افغانستان یې د هوايي بریدونو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې پټنځي په نښه کړي او د یوه قوماندان په ګډون یې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان له لوري پر افغانستان له پرونیو هوايي بریدونو وروسته په کور دننه يوازې دوو سیاسي څېرو پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان مخکني د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر غبرګونونه ښودلي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ دوشنبه پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بريدونو وروسته پر خپله اېکس پاڼه د غندنې ترڅنګ ليکلي، چې د پاکستان دا بريدونه له ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره سرغړونه ده.

هغه دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو په زيان وبللې او په سيمه کې د سولي او ثبات د ټینګښت لپاره یې د اسلام اباد په تګلارو کې د بدلون غوښتنه کړې.

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د پاکستان په هوايي بريدونو کې د بې ګناه خلکو وژل د کرکې وړ او د بې ثباتۍ په معنا ياد کړي.

نوموړي پر خپل اېکس پاڼه د پاکستان پوځ ته په پيغام کې ليکي: «د پاکستان پوځ باید هوښیارتیا وښيي چې په سیمه کې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ پر وړاندې د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لار دا ده چې د هغه ملاتړ ودروي.»

پاکستاني چارواکو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خبرو په ځواب کې لا څه نه دي ويلي.

حنیف اتمر: د سویډن کمیټې بندول د افغانستان د خلکو په حق کې نه بخښونکې جفا ده

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۲:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د مرستې رسولو تر څلویښت کلن ‘صادقانه’ فعالیت وروسته د سویډن کمیټې بندول، د افغانستان د خلکو په حق کې یوه لویه او نه بخښونکې جفا ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ پر ټولنیزي رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: “د هیواد اوسني واکمنان باید پوه شي چې د خلکو د بې وزلۍ او کړاوونو زیاتوالی د ټولنې ژوند او د هیواد د ثبات لپاره ریښتینی خطر دی.”

ښاغلی اتمر وايي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په خلاصو سترګو دا وارزوي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ظالمانه سیاستونو د بدلولو لپاره د دوی پالیسي اغېزمنه نه وه او باید اغیزناک سیاسي اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د طالبانو له خوا د فشارونو د زیاتېدو او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د جمعې په ورځ د (کب ۲۵ مه) په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: له پاکستان سره کړکېچ ښيي چې طالبان د باور وړ نه دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د ټرمپ د حکومت پرمهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستی کړکېچ ښيي چې پر طالبانو هېڅکله باور نه شي کیدای. هغه وویل، چې په سیمه کې دغه کړکیچ د وړاندوینې وړ وو.

جان بولټن د طالبانو یو له سختو منتقدینو څخه دی او واک ته د دې ډلې راتګ پر طالبانو د ناسم باور او له افغانستانه د امریکا د وتلو پایله ګڼي.

نوموړي چې امریکا د راتلونکو ټاکنو د ګټلو په صورت کې د ټرمپ د راتلونکې بهرنۍ تګلارې په اړه په یوه کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې په سیمه کې اوسنی کړکېچ د "جو بایډن د ستراتیژیکو تېروتنو پایله ده چې د طالبانو پر ژمنو یې تکیه وکړه."

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په راتګ سره بېلابېلو ترهګرو ډلو افغانستان ته مخه کړې، چې په لنډ او اوږد مهال کې به د سیمې او نړۍ امنیت لپاره خطر جوړ کړي. طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د امریکا له حکومت سره موافقه وکړه چې افغانستان به د القاعدې په څېر د ترهګرو ډلو په پټنځای نه بدلېږي. خو د چین او روسیې په ګډون د امنیت شورا غړو چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دغو اندیښنو په ځواب کې طالبانو ویلي، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون نلري او طالبان هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه پر ګاونډیو هیوادونو بریدونه وکړي.

خو پاکستان وايي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د پاکستاني وسله والو بريدونه لس چنده زيات شوي دي.

امریکا: له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري کوو

۲۸ کب ۱۴۰۲ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې پر ټي ټي پي د پاکستان د بریدونو په اړه ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان له "قانوني" مبارزې ملاتړ کوي.

متیو میلر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان باید له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.

د افغانستان انټرنیشنل خبریال عارف یعقوبي د پوښتنې په ځواب کې متیو میلر له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې "د خبرو له لارې خپل اختلافونه حل کړي."

په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د تحریک د وژونکي برید په غبرګون کې پاکستان د دوشنبې په ورځ د خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ځینو سیمو بریدونه وکړل.

طالبانو ویلي، چې د «ملکي خلکو پر کورونو» شوو دغو بریدونو کې یې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو هدف د پاکستاني طالبانو د تحریک د قومندان حافظ ګل بهادر سره تړلي "ترهګر" وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، چې امریکا په ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو له خوا د رامنځته شوي ګډ ګواښ د مخنیوي لپاره له پاکستان سره کار کولو ته ژمنه ده.

میلر زیاته کړه: "موږ له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره په دوامداره توګه تماس کې یو او د افغانستان په اړه د دوه اړخیزو مشورو، خبرو اترو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوو."

هغه پر پاکستان غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې دې د دوی بریدونه باید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل نه شي.