خلیل الرحمان حقاني: د مدرسې او پوهنتون واټن باید له منځه ولاړ شي

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وایي، چې د مدرسې او پوهنتون واټن باید له منځه ولاړ شي. حقاني د یکشنبې په ورځ (د وري ۵مه) د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې نړۍوالو افغانان په یوه دین کې په دوو طبقو ویشلي دي او نفاق رامنځته کوي.