د ترکیې د کورنیو چارو وزیر: په تېرو درېیو میاشتو کې د داعش دوه زره او ۷۳۰ غړي نیول شوي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر علي یارلیکا وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې دوه زره او ۷۳۰ غړي نیول شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر علي یارلیکا وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې دوه زره او ۷۳۰ غړي نیول شوي دي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وري ۵مه) په خپل کې اېکس کې لیکلي، چې د ترکیې امنیتي ځواکونو یوازې تېره ورځ د څو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۳۹ غړي نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي؛ د داعش ډلې پروړاندې د دې هېواد د امنیتي ادارو عملیات پراخ شوي دي، چې د جنوري له میاشتې تر مارچ میاشتې پورې څه باندې یو زرو ۳۰۰ عملیات شوي دي.
ښاغلي یارلیکا په خپل اېکس کې زیاته کړې ده: «مونږ د داعش ډلې پروړاندې پراخ عملیات پیل کړي او په تېرو درېیو میاشتو کې مو ددغې ډلې دوه زره او ۷۳۰ غړي نیولي دي.»
ترکي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د داعش ډلې پر وړاندې څو ځلې د پراخو عملیاتو خبر ورکړ.
د دغو چارواکو په خبره؛ د داعش پرضد ددوی عملیات همداراز دوام لري.


وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو د برید په اړه په یوه وینا کې د داعش نوم ونه ښود او ویې ویل، چې بریدګر اوکراین ته د تېښتې هڅه کوي، کییف په دې کې لاس لرل رد کړل او روسیه یې د دې برید په اړه په دروغو تورنه کړه.
د وروستیو راپورونو له مخې؛ د مسکو په څنډه کې د کنسرت په تالار کې د جمعې د ورځې په وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۴۳ تنو رسېدلی دی.
روسي چارواکو د برید په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو اعلان کړی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې دوی اوکراین ته د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.
کییف په دې برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه رد کړل.
اسلامي دولت (داعش) ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې؛ خو پوتین د شنبې په ورځ خلکو ته په خپله وینا کې د داعش یادونه ونه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي استخباراتي چارواکو د داعش ډلې دا ادعا تایید کړې وه.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسون په یوه بیان کې ویلي: «داعش یوازې د دې برید مسوولیت پر غاړه لري. په دې برید کې د اوکراین لاس نه و.
واتسون وویل، چې متحده ایالاتو د مارچ په پیل کې په مسکو کې د "پلان شوي ترهګریز برید" په اړه له روسیې سره معلومات شریک کړل او په روسیه کې امریکایانو ته یې عامه خبرداری ورکړ.
پوتین وویل، روسي چارواکو د برید په تړاو ټولټال ۱۱ کسان نیولي دي. په دغه برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
روسي رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې د شکمنو کسانو نیول او پوښتنې ترې څرګندیږي.
روسیې دغه وسله وال د تاجکستان اتباع پېژندلي دي، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي جمهوریت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
له یو میلیون پنځه سوه زره څخه زیات تاجکان په روسیه کې ژوند کوي او ډېری یې د روسیې تابعیت لري.
د اسوشیتد پرس په وینا؛ ډېری روسي سخت دریځو د تاجک کډوالو د ځپلو غوښتنه وکړه؛ مګر پوتین په ښکاره توګه دا نظر رد کړ او ویې ویل: "هېڅ ځواک به په دې قادر نه شي، چې زموږ په څو توکمیزه ټولنه کې د نفاق، ترهګرۍ یا وېش زهرجن تخم وکري. "
د جمعې د ورځې په برید کې ۱۴۳ کسان ووژل شول، چې دا په وروستیو کلونو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
روسي چارواکو ویلي، چې ښايي د برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.
پوتین د یکشنبې په ورځ د عامه ماتم ورځ اعلان کړه او ویې ویل چې په ټوله روسیه کې اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو، چې پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ.
دا ټاکنې د پوتین د مخالفینو له سخت فشار وروسته ترسره شوې.
د روسیې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو مبصرینو دا پوښتنه کړې، چې څنګه روسي چارواکي چې د هر ډول اپوزیسیون فعالیت او خپلواکو رسنیو په وړاندې په کلکه مبارزه کوي، د متحده ایالاتو له خبرداریو سره سره د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د مسکو په څنډه کې له خونړي برید دوه ورځې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه. سرګي لاوروف د روسیه یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې شل کلن حضور دا وښوده، چې امریکا له تروریزم سره مبارزه نه ده کړې».
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې د نیویارک پر دوو برجونو له برید وروسته امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په « خواخوږۍ» سره افغانستان ته راغله او روسیې هم ورسره مرسته وکړه.
هغه څرګنده کړه: "په هغه وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی کس و، چې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رییس جورج بوش سره یې اړیکه ونیوله او د هر ډول اړینې مرستې او ملاتړ وړاندیز یې وکړ."
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا؛ هغه مهال هیچا افغانستان ته د امریکا د ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه دی بللی، ځکه هر څوک پوهېدل چې د دغه ډول برید په اړه باید حساب کتاب وشي.
خو ښاغلي لاوروف زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په دغه هېواد کې بله پایله درلوده.
هغه وویل: «هغوی هلته جوړښتونه او سازمانونه جوړ کړل، چې وروسته په القاعده بدل شول. بیا دوی دا په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د ناغوښتل شوي رژیمونو د مجازاتو او هڅولو لپاره کارول پیل کړل."
د ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې داعش ډلې د حمل پر درېیمه د جمعې په ماښام د مسکو په څنډه کې د کروکس کنسرت پر تالار د حملې مسوولیت منلی و.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اسراییل په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۳۲۲۲۶ تنو ته لوړ شوی دی. دا هم ویل شوي، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۴،۵۱۸ زره کسان ټپیان شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې د یکشنبې په ورځ (د وري پنځمه) خبر ورکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې په یوه اوونۍ کې یې د حماس او اسلامي جهاد شاوخوا ۴۸۰ جنګیالي نیولي دي.
له بلې خوا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې د حماس په لاس د پاتې یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه وکړه.

اعماق خبري اژانس د داعش له خوا په یوه بیان کې ویلي، چې دغې ډلې د تېرې چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد لوېدیځ ته په یوه ښار کې د نایجیریا د پوځ په عسکرو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د نایجیریا د پوځیانو په کاروان د تیلابري سیمې تګي ښار په دغه برید کې ۳۰ کسان ووژل شول.
نایجیریا د لوېدیځې افریقا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له اسلامپالو ډلو سره جګړه کوي چې په دې کې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه یې بې کوره کړي دي.
د ولسي وګړو په ساتنه کې د چارواکو د پاتې راتلو د ناخوښي له امله له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نایجیریا او یو شمېر نورو لوېدیځو افریقايي هېوادونو کې د پوځي کودتاو لامل شوې دي.

د اسرايیل پوځ وايي، چې له لبنان څخه پر اسراییل د ۵۰ توغندیو له ویشتلو وروسته، د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ بعلبیک کې د حزب الله پر مرکزونو بریدونه وکړل. د سیمې رسنیو هم د دمشق په شمال کې د قلمون په غرونو کې پر څو ځایونو د اسراییل د بریدونو خبر ورکړی دی.