• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په عراق کې د امریکا سفیره: داعش ډله لا هم عراق ته ګواښ ده

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۰

په عراق کې د امریکا سفیرې رویټرز ته ویلي، چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې کار پای ته نه دی رسیدلی. الینا رومانوفسکي وایي: «داعش ګډ ترهګریز دوښمن دی چې باید په هر ځای کې مات شي.» بل پلو، عراقي چارواکو بیا ویلي چې داعش ډله نور دغه هېواد ته ګواښ نه ده.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني ویلي، چې ان په نورو هېوادونو کې د داعش ډلې د بریدونو دوام په عراق کې د داعش ضد د نړېوالې ټلوالې راتګ ته اړتیا نشته.

اخوا په بغداد کې د امریکا سفیره بیا د داعش د ګواښ په اړه بل ډول ارزونه لري.

نوموړې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي: «زمونږ ارزونې دا دي چې که څه هم د داعش ډلې ځواک له منځه تللی، خو دغه ډله لا هم ګواښ دی.»

رومانوفسکي زیاته کړه: «زمونږ کار په بنسټیز ډول نه دی ترسره شوی او غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې عراقي ځواکونه په اوږدمهال کې کولی شي داعش ډله وځپي.»

هغې دغه هېواد ته د داعش د بېرته ستنېدو په اړه خبرداری ورکړ.

رومانوفسکي د واشنګټن او بغداد ترمنځ هغو خبرو ته په اشارې سره چې د جنورۍ په میاشت کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه وسله والو ډلو او د امریکایي ځواکونو تر منځ د داعش ضد ټلوالې د پایته رسېدو په اړه شوی و، وویل: «لږ وخت نیسي، چې د دغې تلوالې کار پای ته ورسېږي.»

ټاکل شوې، چې د عراق لومړی وزیر د وري په ۲۷مه له بایډن سره په واشنګټن کې وګوري.

دواړه لوري به په دې لیدنه کې د ټلوالې پر شتون او د ایران پر تیلو او ګازو د عراق د انحصار پر کمولو خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ د ټلوالې ماموریت د داعش پر ضد جګړه کې عراقي ځواکونو ته مشوره ورکول او مرسته کول دي، خو لوېدیځ چارواکي وايي، چې امریکا په عراق کې د دغې ټلوالې له شتون څخه په عراق کې د ایران د اغېز د مهارولو لپاره هم کار اخلي.

د امریکا سفیرې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې داعش ډلې په مسکو کې په یوه کنسرت کې د وري په درېیمه د هغه برید مسوولیت ومانه، چې په ترڅ کې یې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

په مسکو کې پر خونړۍ پېښې سربېره، د وري په دویمه داعش ډلې په کندهار کې هم یو ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل او ۴۵ نور ټپیان شول.

د یادولو وړ ده، چې یادې ډلې په جنورۍ میاشت کې هم د ایران په کرمان ښار کې د یوه ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکایي سناتورانو خبرداری: داعش چې په مسکو کې برید وکړ، پر امریکا به هم برید وکړي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۴۵ GMT+۰

دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو ټام کاټن او مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ وویل، چې په مسکو کې د کنسرټ په یوه تالار کې د داعش ډلې له برید وروسته په امریکا او د امریکایي وګړو په وړاندې د دغې ډلې د برید د احتمال په اړه اندېښمن دي.

کاټن وایي: «دا له افغانستانه د وتلو ناکامه پالیسي څرګندوي.»
داعش ډلې د (وري درېیمه) نېټه په مسکو کې د یوه کنسرټ په تالار برید وکړ، چې له امله یې ۱۳۰ کسان ووژل شول.
د امریکا د سنا د اطلاعاتو د کمیټې غړي ټام کاټن وایي، چې نوموړی د امریکایانو په وړاندې د داعش د احتمالي برید په اړه «ډېر اندیښمن» دی او دا یې یو «ستر ګواښ» وباله.
کاټن فاکس نیوز ته ویلي: «د خواشینۍ ځای دی چې په مسکو کې بې ګناه خلک، ښځې او ماشومان ووژل شول، بل برید کیدای شي په اسیا امو اروپا کې د امریکا په سفارت خونو یا د دوی په هغو زده کوونکي وي چې اراړ وپا ته په علمي سفر کې دي.»
نوموړي زیاته کړه: «دا وضعیت له افغانستانه د بایډن د ناکامه وتلو خطرناکې پایلې دي چې څرګندیږي.»
د فلوریډا سناتور مارکو روبیو هم د امریکا په خاوره کې د داعش احتمالي بریدونه له افغانستانه د دغه هېواد له ناکامه وتلو سره تړلي بولي.

نوموړي اې بي سي ټلویزیون ته وویل: «داعش ډلې ځان جوړ کړی او بیا ځلې راپورته شوې ده، لکه څنګه چې مونږ مخکې هم له افغانستانه د ناوړه وتلو په اړه خبرداری ورکړی و.»

روبیو زیاته کړه: «یو لامل چې مونږ نه غوښتل له افغانستان په چټکۍ سره د وتلو بهیر ترسره شي دا و، چې داعش ته د عملیاتو زمینه برابره شوه او دغه ډله په بهر کې بیا ځلې د هدفونو د په نښه کولو په موخه راپورته شوې ده، له هغه وخته تراوسه پورې دغې ډلې په افغانستان کې ځیني بریدونه کړي دي.»

سناتور روبیو وایي، داعش ډله وتوانېده چې په ایران او مسکو کې ترهګریز بریدونه وکړي او دوی به ورته بریدونه په امریکا هم وکړي.

نوموړي د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د امریکا د سرحدونو امنیت پیاوړی کړي، چې د امریکا خاورې ته د ترهګرو د ننوتلو مخه ونیول شي او د مسکو برید ته ورته برید په امریکا کې ونه شي.

فلسطینیان وايي، اسراییلي ځواکونو د غزې دوه نور روغتونونه کلابند کړي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۰

فلسطیني سرې میاشتې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې دوه نور روغتونونه محاصره کړي، په طبي کارکوونکو یې سختې ډزې کړي، له یو روغتون ته یې ناروغان او له هلته تللي بې ځایه شوي خلک په زوره ویستلي دي.

اسرايیلي ځواکونه وايي، چې د غزې په تړانګه کې چیرې چې له پنځو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، روغتونونه په مکرر ډول د حماس وسله والو د اډو او وسلو د پټنځایونو په توګه کارول کیږي. حماس او طبي کارکوونکي دا خبره ردوي.

فلسطیني سرې میاشتې ویلي، چې د دوی یو کارکوونکی هغه مهال ووژل شو، چې اسرايیلي ټانکونه ناڅاپه د خان یونس په سویلي ښار کې د ال امل او ناصر روغتونونو شاوخوا سیمو ته ننوتل او د توپونو ډزې یې وکړې.

سرې میاشتې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییل زغره والو ځواکونو ال امل روغتون تړلی او د هغه په شاوخوا کې یې د بلدوزرو پر مټ د ویجاړولو پراخ عملیات پیل کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «زمونږ ټول ټیمونه دا مهال له سخت خطر سره مخامخ دي او چارې یې په بشپړه توګه درېدلې دي.»

په اعلامیه کې راغلي، چې اسراییلي ځواکونو له ال امل روغتون څخه د کارکوونکو، ناروغانو او بې ځایه شویو خلکو د وتلو غوښتنه کړې او روغتون ته یې اوښکې بهونکې ګاز وراچولي چې خلک د راوتلو ته اړ کړي.

سرې میاشتې ویلي، چې ټول ناروغان چې د انتقال وړ وو،‌ او هغه بې ځایه شوي چې د جګړو له امله یې د روغتون انګړ په پناه راوړې وه، د المواسي په نوم ساحلي کمپ ته لیږل شوي دي.

د روغتون کارمندان د نهو سختو ناروغانو او ټپیانو او ۱۰ کارمندانو سره په روغتون کې پاتې دي. اعلامیه زیاتوي: "د دې ناروغانو او ټپیانو (خوندي) ایستلو ته اړتیا ده."

د خان یونس اوسیدونکو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د خان یونس په لویدیځ کې د ناصر روغتون شاوخوا په داسې حال کې محاصره کړې، چې له هوا او ځمکې پر سیمه ډزې شوي دي.

پخوانی لوی څارنوال: طالبان د مېرمنو پر وړاندې د جنسي اپارتاید برنامه مخې ته وړي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت لوی څارنوال فرید حمیدي د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې وویل، چې طالبان د یوې ځانګړې برنامې له مخې د مېرمنو پر وړاندې جنسي اپارتاید کوي.

ښاغلي فرید حميدي د طالبانو د مشر ملا هبت الله وروستي پیغام ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله پر مېرمنو د فشار راوړلو په وسیله غواړي چې له نړۍوالو سره تعامل وکړو.

د نوموړي په خبره، چې د ملا هبت الله وروستی پیغام یو سیاسي ارزښت لري او غواړي، چې له دې لارې نړۍوالې ټولنې ته دا پیغام وړاندې کړي، چې که ورسره تعامل ونه شي؛ نو دوی پر مېرمنو لا هم بندیزونه سختولی شي.

د حمیدي په خبره، چې د ملا هبت الله پیغام یو اړخ دا هم و، چې خپلو ځواکونو ته وښيي، چې دوی لا هم په خپل پخواني دریځ ولاړ دي.

هغه زیاته کړه: "له دې پیغامه دا هم ښکاري، لکه دوی چې تر اوسه پورې اسلام نه وي تطبیق کړي او اوس بیا له سره د اسلام د عملي کېدا ژمنه کوي".

پخوانی لوی څارنوال وايي، چې په افغانستان کې د جنسي اپارتاید موضوع باید لا درسته تعریف شي او په نړۍوال کچ د دغې مسالې لپاره مرجع او سزا وټاکل شي.

نوموړي وايي، چې طالبانو پخوا مالیات غیراسلامي بلل؛ مګر اوس یې په ډېر شدد او جبر نه یوازې دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې ونیول شي له خلکو مالیه اخلي.

د حمیدي په خبره، چې د طالبانو واکمني پر ظلم ولاړه ده او دوام یې ناشونی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل وروستي غږیز پیغام کې لویدیځ ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی د خدای په نماینده ګۍ پر خلکو شرعي حدود عملي کوي.

نوموړي په عام محضر کې مېرمنو ته د سزا د ورکړې خبر هم ورکړی دی.

روسیې پر اوکراین لوی هوايي برید کړی؛ یو توغندی د پولنډ هوايي حریم ته ننوتی دی

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

کییف وايي، چې روسیې د یکشنبې په ورځ سهار وختي د اوکراین په لوېدیځه سیمه لویف کې مهمې زیربناوې په توغندیو په نښه کړي دي. د پولڼډ په وینا؛ د دغه لوی هوايي برید پر مهال یو روسيي کروز توغندی، د لڼډې مودې لپاره د دوی هوايي حریم ته هم ننوتلی دی.

کییف وايي، چې مسکو په دغه برید کې ۵۷ توغندي او بې پیلوټه الوتکې کارولي او په پلازمینه کییف کې یې هم ځينې ځایونه ویشتلي دي.

دغه برید د اوکراین د برېښنا په تاسیساتو د روسیې له پراخ برید دوه ورځې وروسته ترسره شوی دی.

د لویف سیمې والي مکسیم کوزیټسکي د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي: " دوه لومړني بریدونه پر مهمو زیربنایي تاسیساتو د شپې له خوا ترسره شوي دي."

هغه زیاته کړه، په برید کې د کنزل هایپرسونیک توغندي کارول شوي، چې خنثی کول یې سخت دي. هغه د په نښه شویو تاسیساتو نوم نه دی اخیستی.

د اوکراین د انرژۍ وزارت وايي، چې په لویف کې د بریښنا پر یو مهم مرکز له برید وروسته هلته تجهیزاتو اور اخیستی او د بریښنا د پرې کېدو سبب شوې.
د اوکراین هوايي ځواک وویل، چې هوايي دفاع له ۲۹ توغندیو څخه ۱۸ او له ۲۸ بې پېلوټه الوتکو څخه ۲۵ یې له رانسکورې کړي دي.

د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه لا څه نه دي ویل شوي؛ خو داسې ښکاري روسیه هڅه کوي چې د برېښنایي تاسیساتو په نښه کولو سره په اوکراین خپل فشار ډېر کړي.‌

د انرژۍ وزارت ویلي؛ اوکراین چې په وروستیو اونیو کې د برېښنا صادر کوونکی هېواد و اوس یې د برېښنا واردات په چټکۍ سره زیات کړي او د یکشنبې په ورځ یې د انرژۍ پر سیسټم تر بریدونو وروسته د برېښنا صادرول په بشپړه توګه بند کړي دي.

د روسیې برید؛ اوکراین روسیه تورنه کړه، چې د مسکو د برید په اړه دروغ وایي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو د برید په اړه په یوه وینا کې د داعش نوم ونه ښود او ویې ویل، چې بریدګر اوکراین ته د تېښتې هڅه کوي، کییف په دې کې لاس لرل رد کړل او روسیه یې د دې برید په اړه په دروغو تورنه کړه.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ د مسکو په څنډه کې د کنسرت په تالار کې د جمعې د ورځې په وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۴۳ تنو رسېدلی دی.

روسي چارواکو د برید په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو اعلان کړی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې دوی اوکراین ته د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.

کییف په دې برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه رد کړل.

اسلامي دولت (داعش) ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې؛ خو پوتین د شنبې په ورځ خلکو ته په خپله وینا کې د داعش یادونه ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي استخباراتي چارواکو د داعش ډلې دا ادعا تایید کړې وه.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسون په یوه بیان کې ویلي: «داعش یوازې د دې برید مسوولیت پر غاړه لري. په دې برید کې د اوکراین لاس نه و.

واتسون وویل، چې متحده ایالاتو د مارچ په پیل کې په مسکو کې د "پلان شوي ترهګریز برید" په اړه له روسیې سره معلومات شریک کړل او په روسیه کې امریکایانو ته یې عامه خبرداری ورکړ.

پوتین وویل، روسي چارواکو د برید په تړاو ټولټال ۱۱ کسان نیولي دي. په دغه برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

روسي رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې د شکمنو کسانو نیول او پوښتنې ترې څرګندیږي.

روسیې دغه وسله وال د تاجکستان اتباع پېژندلي دي، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي جمهوریت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

له یو میلیون پنځه سوه زره څخه زیات تاجکان په روسیه کې ژوند کوي او ډېری یې د روسیې تابعیت لري.

د اسوشیتد پرس په وینا؛ ډېری روسي سخت دریځو د تاجک کډوالو د ځپلو غوښتنه وکړه؛ مګر پوتین په ښکاره توګه دا نظر رد کړ او ویې ویل: "هېڅ ځواک به په دې قادر نه شي، چې زموږ په څو توکمیزه ټولنه کې د نفاق، ترهګرۍ یا وېش زهرجن تخم وکري. "

د جمعې د ورځې په برید کې ۱۴۳ کسان ووژل شول، چې دا په وروستیو کلونو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

روسي چارواکو ویلي، چې ښايي د برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

پوتین د یکشنبې په ورځ د عامه ماتم ورځ اعلان کړه او ویې ویل چې په ټوله روسیه کې اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو، چې پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ.

دا ټاکنې د پوتین د مخالفینو له سخت فشار وروسته ترسره شوې.

د روسیې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو مبصرینو دا پوښتنه کړې، چې څنګه روسي چارواکي چې د هر ډول اپوزیسیون فعالیت او خپلواکو رسنیو په وړاندې په کلکه مبارزه کوي، د متحده ایالاتو له خبرداریو سره سره د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.