• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې پر اوکراین لوی هوايي برید کړی؛ یو توغندی د پولنډ هوايي حریم ته ننوتی دی

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

کییف وايي، چې روسیې د یکشنبې په ورځ سهار وختي د اوکراین په لوېدیځه سیمه لویف کې مهمې زیربناوې په توغندیو په نښه کړي دي. د پولڼډ په وینا؛ د دغه لوی هوايي برید پر مهال یو روسيي کروز توغندی، د لڼډې مودې لپاره د دوی هوايي حریم ته هم ننوتلی دی.

کییف وايي، چې مسکو په دغه برید کې ۵۷ توغندي او بې پیلوټه الوتکې کارولي او په پلازمینه کییف کې یې هم ځينې ځایونه ویشتلي دي.

دغه برید د اوکراین د برېښنا په تاسیساتو د روسیې له پراخ برید دوه ورځې وروسته ترسره شوی دی.

د لویف سیمې والي مکسیم کوزیټسکي د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي: " دوه لومړني بریدونه پر مهمو زیربنایي تاسیساتو د شپې له خوا ترسره شوي دي."

هغه زیاته کړه، په برید کې د کنزل هایپرسونیک توغندي کارول شوي، چې خنثی کول یې سخت دي. هغه د په نښه شویو تاسیساتو نوم نه دی اخیستی.

د اوکراین د انرژۍ وزارت وايي، چې په لویف کې د بریښنا پر یو مهم مرکز له برید وروسته هلته تجهیزاتو اور اخیستی او د بریښنا د پرې کېدو سبب شوې.
د اوکراین هوايي ځواک وویل، چې هوايي دفاع له ۲۹ توغندیو څخه ۱۸ او له ۲۸ بې پېلوټه الوتکو څخه ۲۵ یې له رانسکورې کړي دي.

د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه لا څه نه دي ویل شوي؛ خو داسې ښکاري روسیه هڅه کوي چې د برېښنایي تاسیساتو په نښه کولو سره په اوکراین خپل فشار ډېر کړي.‌

د انرژۍ وزارت ویلي؛ اوکراین چې په وروستیو اونیو کې د برېښنا صادر کوونکی هېواد و اوس یې د برېښنا واردات په چټکۍ سره زیات کړي او د یکشنبې په ورځ یې د انرژۍ پر سیسټم تر بریدونو وروسته د برېښنا صادرول په بشپړه توګه بند کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

د روسیې برید؛ اوکراین روسیه تورنه کړه، چې د مسکو د برید په اړه دروغ وایي

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۰

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو د برید په اړه په یوه وینا کې د داعش نوم ونه ښود او ویې ویل، چې بریدګر اوکراین ته د تېښتې هڅه کوي، کییف په دې کې لاس لرل رد کړل او روسیه یې د دې برید په اړه په دروغو تورنه کړه.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ د مسکو په څنډه کې د کنسرت په تالار کې د جمعې د ورځې په وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۴۳ تنو رسېدلی دی.

روسي چارواکو د برید په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو اعلان کړی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې دوی اوکراین ته د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.

کییف په دې برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه رد کړل.

اسلامي دولت (داعش) ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې؛ خو پوتین د شنبې په ورځ خلکو ته په خپله وینا کې د داعش یادونه ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي استخباراتي چارواکو د داعش ډلې دا ادعا تایید کړې وه.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسون په یوه بیان کې ویلي: «داعش یوازې د دې برید مسوولیت پر غاړه لري. په دې برید کې د اوکراین لاس نه و.

واتسون وویل، چې متحده ایالاتو د مارچ په پیل کې په مسکو کې د "پلان شوي ترهګریز برید" په اړه له روسیې سره معلومات شریک کړل او په روسیه کې امریکایانو ته یې عامه خبرداری ورکړ.

پوتین وویل، روسي چارواکو د برید په تړاو ټولټال ۱۱ کسان نیولي دي. په دغه برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

روسي رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې د شکمنو کسانو نیول او پوښتنې ترې څرګندیږي.

روسیې دغه وسله وال د تاجکستان اتباع پېژندلي دي، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي جمهوریت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

له یو میلیون پنځه سوه زره څخه زیات تاجکان په روسیه کې ژوند کوي او ډېری یې د روسیې تابعیت لري.

د اسوشیتد پرس په وینا؛ ډېری روسي سخت دریځو د تاجک کډوالو د ځپلو غوښتنه وکړه؛ مګر پوتین په ښکاره توګه دا نظر رد کړ او ویې ویل: "هېڅ ځواک به په دې قادر نه شي، چې زموږ په څو توکمیزه ټولنه کې د نفاق، ترهګرۍ یا وېش زهرجن تخم وکري. "

د جمعې د ورځې په برید کې ۱۴۳ کسان ووژل شول، چې دا په وروستیو کلونو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

روسي چارواکو ویلي، چې ښايي د برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

پوتین د یکشنبې په ورځ د عامه ماتم ورځ اعلان کړه او ویې ویل چې په ټوله روسیه کې اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو، چې پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ.

دا ټاکنې د پوتین د مخالفینو له سخت فشار وروسته ترسره شوې.

د روسیې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو مبصرینو دا پوښتنه کړې، چې څنګه روسي چارواکي چې د هر ډول اپوزیسیون فعالیت او خپلواکو رسنیو په وړاندې په کلکه مبارزه کوي، د متحده ایالاتو له خبرداریو سره سره د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.

لاوروف پر مسکو له برید وروسته: امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د مسکو په څنډه کې له خونړي برید دوه ورځې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر سیاستونو نیوکه وکړه. سرګي لاوروف د روسیه یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې شل کلن حضور دا وښوده، چې امریکا له تروریزم سره مبارزه نه ده کړې».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې د نیویارک پر دوو برجونو له برید وروسته امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په « خواخوږۍ» سره افغانستان ته راغله او روسیې هم ورسره مرسته وکړه.

هغه څرګنده کړه: "په هغه وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی کس و، چې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رییس جورج بوش سره یې اړیکه ونیوله او د هر ډول اړینې مرستې او ملاتړ وړاندیز یې وکړ."

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا؛ هغه مهال هیچا افغانستان ته د امریکا د ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه دی بللی، ځکه هر څوک پوهېدل چې د دغه ډول برید په اړه باید حساب کتاب وشي.

خو ښاغلي لاوروف زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په دغه هېواد کې بله پایله درلوده.

هغه وویل: «هغوی هلته جوړښتونه او سازمانونه جوړ کړل، چې وروسته په القاعده بدل شول. بیا دوی دا په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې د ناغوښتل شوي رژیمونو د مجازاتو او هڅولو لپاره کارول پیل کړل."

د ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې داعش ډلې د حمل پر درېیمه د جمعې په ماښام د مسکو په څنډه کې د کروکس کنسرت پر تالار د حملې مسوولیت منلی و.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول.

د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زره ۲۲۶ تنو ته ورسېد

۵ وری ۱۴۰۳ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اسراییل په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۳۲۲۲۶ تنو ته لوړ شوی دی. دا هم ویل شوي، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۴،۵۱۸ زره کسان ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې د یکشنبې په ورځ (د وري پنځمه) خبر ورکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې په یوه اوونۍ کې یې د حماس او اسلامي جهاد شاوخوا ۴۸۰ جنګیالي نیولي دي.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې د حماس په لاس د پاتې یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر سلاکار: اوکراین په مسکو کې له تروریستي برید سره هېڅ تړاو نه لري

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د اوکراین د ولسمشر د دفتر سلاکار وایي، چې د مسکو کروکوس کنسرت پر تالار برید کې اوکراین هېڅ تړاو نلري. تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ویلي و، چې د دغې پیښې بریدګرو اوکراین ته د تېشتې هڅه کوله.

میخایلو پودولیک د شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې لیکلي دوی تمه لري چې روسي چارواکو د کروکوس ښار په تالار کې په ترهګریز برید کې د "اوکراین د ښکیلتیا" په اړه جزییات وړاندې کړي. هغه وايي: "خیالي داستانونه او وړاندوینه د روسیې د امنیتي خدماتو غوره ځانګړتیاوې دي."

پودولیک زیاته کړه: «بیا هم اړینه ده چې یو ځل بیا پر حقایقو ټینګار وکړو. په مرکزي سیمه کې، د وسله والو کسانو یوه ډله په لوی شمیر کې د راټولو شوو خلکو یو تالار ته ځي. څوک یې مخه نه نیسي، د ۱،۵ ساعته څخه ډېر وخت لپاره دا ډله په فعاله توګه پر خلکو ډزې کوي. د قانون پلي کونکو له خوا کومه مداخله نه کیږي. دوی ودانۍ ته زیان رسوي او دا ډله له ودانې څخه وځي او په هماغو موټرو کې چې راغلي بیرته ځي. کومې نښې چې لومړني معلومات او د عیني شاهدانو له بیانونه څخه څرګند شوي ښیي چې دا پیښه د اسلامي سخت دریځو سره تړاو لري.»

هغه زیاته کړه: « وسله واله ډله د تړلو پولو پر لور حرکت کوي چیرې چې فعاله جګړه روانه ده او هر متر کې د روسیې امنیټي ځواکونه موجود دي. هره هغه هڅه چې اوکراین له دغه ترهګریز برید سره وتړي، د منلو وړ نه دی.»

د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو ته څېرمه په «ترهګریز» برید کې ښکیل ټول کسان به وپیژندل شي او سزا به ور کړل شي. هغه ویلي و، چې د دغې پیښې بریدګرو اوکراین ته د تېشتې هڅه کوله، خو په دې اړه یې نور جزییات ندي ورکړي.

داعش د دې برید مسوولیت منلی، چې ویل کېږي ۱۴۳ کسان پکې وژل شوي او تر ۱۴۰ ډیر نور ټپیان دي.

د روسیې ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره سبا ملي ماتم اعلان کړی دی.

رویټرز: د القاعدې له خوا د امریکا دپخواني ولسمشر بېل کلېنټن د وژلو دسیسه په هیریدو ده

۴ وری ۱۴۰۳ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې په ۱۹۹۶ کال کې د القاعدې له خوا د امریکا د پخواني ولسمشر بېل کلېنټن او د هغه د مېرمنې د وژلو دسیسه مخ په هېریدو ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بېل کلېنټن د وژنې د هڅې په اړه د متحده ایالاتو د حکومت څیړنو هېڅ شواهد ندي موندلي.

په راپور کې راغلي چې، د ۱۹۹۶کال د نوامبر په ۲۳ مه نېټه د ولسمشر کلېنټن او مېرمنې هيلري کلېنټن الوتکه د فليپين پلازمېنې مانيلا ته روانه وه، چې د امريکا د استخباراتو ادارې د اندیښنې وړ معلومات ترلاسه کړل. د دغو معلوماتو له مخې، د فلیپین په پلازمینه کې د ولسمشر بېل کلېنټن د موټرو د کاروان په مسیر کې چاودیدوني توکي ځای پر ځای شوي وو.

د هغه مامورانو په چټکۍ سره هوټل د بېل کلېنټن او د هغه د پلاوي لار بدله کړه او په دې توګه یې د اسیاـ اقیانوسیه اقتصادي همکارۍ کلنۍ غونډې د هغه له ننولتو څو شیبې وروسته د امریکا د وخت ولسمشر د وژنې لپاره د القاعدې شکمنه هڅه خنثی کړه.

څلورو تقاعد شوو مامورینو رویټرز ته ویلي، چې په داسې حال کې چې د بېل کلېنټن د موټرو کاروان د یو بلې ګڼې ګوڼې لارې د هوټل پر لور روان و، د فیلیپین امنیتي ځواکونو د یو پله پر سر، چې د بېل کلېنټن د موټر د کاروان لومړني مسیر کې و، یو ځواکمن بم وموند او د کلاشینکوفونو یوه کڅوړه وموندله.

د رویټرز په وینا، د وژنې دا هڅه ، چې ښکاري د القاعدې له خوا په متحده ایالاتو د برید له لومړنیو هڅو څخه وه، په لنډه توګه په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۹ کلونو کې په خپرو شویو کتابونو کې یاده شوې وه. رویټرز دا نه دي ویلي، چې دا کتابونه د چا له خوا لیکل شوي دي.

اوس مهال، د متحده ایالاتو د پټو خدماتو، چې د سیاسي مشرانو د ساتنې مسوولیت لري، اته تقاعد شوو مامورینو، چې اوه تنو یې د فیلیپین پلازمینې مانیلا کې د دغه سفر پر مهال شتون لروده، رویټرز ته د بېل کلېنټن او د هغه د میرمنې د وژنې د دسیسې دقیق توضیحات ورکړي دي.

رویټرز وايي، د بېل کلېنټن د وژنې د هڅې په اړه د امریکا د حکومت څیړنیزو ډلو هېڅ سند نه دی موندلی. دغه خبري اژانس دا هم وویل، چې نه شي کولی په خپلواکه توګه معلومه کړي چې ایا استخباراتي ادارو په پټه کوم تحقیقات ترسره کړي یا نه.

د رویټرز په خبره، دغې پیښې د پټو خدماتو د مامورینو لپاره هم داسې پوښتنې راپورته کړي، چې ځواب یې نشته.‌

په مانیلا کې د پټو خدماتو د استخباراتو د برخې مامور ګرګوري ګلاډ د هغو اوو کسانو له ډلې یو دی چې د لومړي ځل لپاره یې د دغې پیښې په اړه څرګندونې کړي. هغه وايي: "زه تل حیران وم چې ولې زه مانیلا ته پر څیړنو د څار لپاره ونشم تلای او پر ځای یې له مانیلا څخه یوه امریکا ته د کلېنټن له ستنیدو یو ورځ وروسته، زه له مانیلا څخه بهر ته ولیږل شوم.»

د پټو خدماتو ویاند انتوني ګوګلیلمي رویټرز ته وویل: "یوه پیښه وشوه او پټه پاتې شوه.» هغه له دې چې ایا متحده ایالات دې پېښې ته د رسیدنې لپاره څه کړي یا نه له څه ویلو ډډه وکړه.

کلېنټن د رویټرز له پرله پسې هڅو سربیره، په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د سي ای اې پخواني مشر لیون پانټا، چې هغه وخت د بېل کلېنټن د دفتر مشر و، رویټرز ته وویل، چې له دې پیښې ناخبره دی، خو د یوه ولسمشر د وژلو هڅه باید وڅیړل شي.

هغه وايي: "د یوه پخواني د دفتر رییس په توګه، زه ډیره علاقه لرم چې پوه شم ایا چا دا معلومات له پامه غورځولي او هغه خلکو ته یې نه دي سپارلي چې باید په دې اړه یې معلومات ترلاسه کړی وای.»

د امریکا د ۱۹۸۶کال د قانون له مخې د یوه بهرني افراطي سازمان له خوا د یو امریکايي وګړي د وژلو هڅه جرم دی. د رویټرز په وینا، د دې ډول پیښو د محاکمې اجازه باید په ۱۹۹۶ کال کې د هغه وخت لوی څارنوال جانټ رنو څخه اخیستل شوې وای، چې وروسته بیا په دې اړه د ایف بي ای تحقیقات پیلیدل. ایف بي ای د مانیلا د وژنې هڅې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له وژل کیدو څخه دیارلس کاله وروسته دغه سازمان اوس پخوانۍ وړتیا نه لري.