د طالبانو د کانونو وزارت: په ننګرهار کې د نیمه ګران بیه ډبرو د پلور بازار پرانیستل شو

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار کې یې د نیمه ګران بیه ډبرو د پلورلو لپاره بازار پرانیست. دغه وزارت ویلي، چې دغه د کرومایت، نفرایټ او سرپنیت د نیمه ګران بیو ډبرو بازار د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین ضیا الرحمن اریوبي لهخوا پرانیستل شوی دی.





