د طالبانو عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ کچه پنځه سلنه کمه شوې ده

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول افغانستان کې د نري رنځ (تبرکلوز) ناروغۍ کچه د تېر پرتله پنځه سلنه کمه شوې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هیواد کې د زونونو او ولایتونو په کچه د نري رنځ د تشخیص ۹۰ مرکزونه فعال دي.