د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د هرات له ۱۷۹ زره زلزله ځپلو سره صحي مرستې کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وایي، چې د هرات په ۹ ولسوالیو کې یې ۱۷۹ زره زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. په دې خدماتو کې روغتیایی پاملرنه، له ساري ناروغیو سره مبارزه، د تروما توان ورکول او نوزېږي او مور ته یې د کېټونو ویش شامل دي.