پر چینایي انجنیرانو له برید وروسته د پاکستان حکومت د لویې کچې امنیتي غونډه وکړه

د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له پروني برید وروسته د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ نن په اسلام اباد کې بیړنۍ امنیتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د پوځ لوی درستیز وویل؛ د پاکستان مېلمنو ته د بد نظر کتونکو ترهګرو تر ختمولو به جګړه وکړي.