د چین سفارت د شهباز شریف له حکومته غوښتي چې په پاکستان کې د چینايي وګړو ساتنه وکړي

په خیبر پښتونخوا کې په یوه ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو له وژل کېدو وروسته، د چین سفارت د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملانو ته دې «سخته سزا» ورکړي. د چین سفارت له پاکستانه غوښتي چې په دغه هیواد کې د چینايي وګړو امنیت ټینګ کړي.