د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له مشر او د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهابالدین دلاور د ټاپي پروژې له مشر مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي. د دغه وزارت په وینا، په دې لېدنه کې په نږدې راتلونکې کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.





