د بښنې نړۍوال سازمان: له پاکستانه د کډوالو شړل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخ کړي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو شړل به ښځې او نجونې له ځانګړي ګواښ سره مخامخې کړي. دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان حکومت باید ټولې جبري ستنونې ودروي او د کډوالو ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره مثبت ګامونه واخلي.