د روسیې خبري اژانس: د مسکو په برید کې بریدګر د داعش د ټېلېګرام چېنل له لارې ګومارل شوي وو

د روسيې دولتي خبري اژانس د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، چې په مسکو کې د کروکس کنسرت پر تالار بريد کوونکي د «خراسان غږ» ټېلېګرام چېنل له لارې چې له داعش خراسان سره تړاو لري، ګومارل شوي وو. دغه چېنل د تاجک لیدونکو د راجلبولو لپاره کار کاوه.