تېرو درېیو میاشتو کې بریتانیا ته د کډوالو بې مخینې ورتګ او د ریشي سونک لپاره سیاسي سرخوږی

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت لومړنۍ شمېرې ښيي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۴ زره او ۶۰۰ تنه کډوال په کوچنیو بېړیو کې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته رسېدلي دي. دغو شمېرو نوی ریکارډ جوړ کړی، چې کېدای شي د بریتانیا د لومړي وزیر لپاره په نوي سرخوږي بدل شي.