طالبان: هېواد ته د څه باندې ۲۱ ټنه بې کیفیته اوبلن ګازو د واردېدو مخنیوی وشو

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ويلي، چې د حیرتان بندر له لارې يې د ۲۱ ټنه او ۲۰۰ کیلو ګرامه ټولیز وزن په درلودلو سره یو ټانکر بې کیفیته اوبلن ګاز بېرته اړوند هېواد ته مسترد کړی.