• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: تر دې مهاله مو په کابل کې تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر دې دمه یې له کابل ښاره تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي دي. د دغه معینیت یوه چارواکي حسیب الله احمدي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۹۶۴۱ سوالګر ټول کړي.

هغه ویلي، چې د دغو سوالګرو له ډلې ۱۴۹۳۲ یې ښځینه، ۲۲۷۲۵ یې نارینه او ۴۰۶۵ ماشومان وو.

د دغو شمېرو له مخې، د سوالګرو لویه برخه ښځینه جوړوي.
د هغه په وینا، دغه سوالګر له راټولو وروسته ځانګړو کمېسیونونو ته ورپېژندل کېږي او له تثبیت وروسته دوی ته لازمې حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او ترڅنګ یې ورسره نورې مرستې هم کېږي.
خو کابل ښاریان وایي، د دغې پروسې له پیل راهیسې لاتراوسه په پلازمینه کې د سوالګرو شمېر نه دی کم شوی.
د کابل یو اوسېدونکی احمد وایي، چې وزګارۍ او بې وزلۍ خلک سوالګرۍ ته اړ اېستي دي.
د هغه په وینا، نن سبا مېندې او پلرونه د ماشومانو د نس مړولو لپاره سوالګري کوي او طالبانو د ښځینه دولتي کارکوونکو تر څنګ ډېر نارینه هم له دندو شړلي او د شاوخوا درې کالو په تېرېدو یې متقاعدو کارکوونکو ته د هغوی امتیازات نه دي ورکړي.

داسې راپورونه هم شته، چې په دغو سوالګرو کې یو شمېر یې د دولت پخواني کارکوونکي او تقاعد شوي کسان دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا: د داعش سره په مبارزه او له القاعدې سره د اړیکو په پرېکون، د طالبانو ادعا غلطه ده

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د اسټرالیا د مطالعاتو انسټیتوت وایي، لویدیځوال داعش، القاعده، طالبان او نورې ترهګریزې ډلې په بېلابېلو بڼو په پام کې نیسي؛ خو دغه ټولې ډلې یو ډول ایډیولوژیک ارمانونه لري.

دغه مرکز وایي، د طالبانو دغه ادعا چې د داعش پر وړاندې جنګېږي او له القاعدې سره یې پرېکون کړی «پوچه او بې مانا» ده.

دغه انسټیتوت د پنجشبنې په ورځ (د وري نهمه) په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه ډلې د ګډې ایډیولوژۍ له مخې هڅه کوي چې ټول مسلمان هېوادونه یو موټی او د یوې واکمنۍ تر سیوري لاندې راولي.

د دغه انسټیتوت په باور، طالبان د واشنګټن «د خوشالولو او حسن نیت» لپاره د داعش سره د مبارزې خبره کوي.

دغه اسټرالیایي څېړنیز بنسټ وایي، د داعش سره د مبارزې د دې ادعا سره، سره چې طالبان یې کوي دغه ډله لا هم پیاوړې ده او په کندهار او د مسکو د کنسرټ په یوه تالار کې په وروستیو پېښو کې دغې ډلې خپل واک او ځواک نړۍوالو ته ښکاره کړ.

دغه بنسټ ټینګار کوي، چې طالبان او القاعده د پخوانۍ ملګرتیا له امله لا هم یو بل ته وفاداره دي او القاعده توانېدلې چې په ټول افغانستان کې خپلو هڅو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د دغه بنسټ د رپوټ په یوې برخې کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو سره هم مهاله د سیمې لیدلوری د ترهګریزو ډلو په ګټه د پام وړ بدل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، ۲۱ نورو ترهکرو ډلو په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه‌ییز عملیاتي مرکزونه پرانیستي دي.

د اسټرالیا د سټراتیژیکو مطالعاتو انسټیتوت دا رنګه ویلي، چې طالبانو د پاکستان د طالبانو له تحریک سره اړیکې ټینګې کړې او د دغې ډلې پر سر چې یوه ترهکره ډله ده، د خپل اصلي ملاتړي پاکستان سره هم په لانجه کې اوښتي دي.

دغه اسټرالیایي بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ترهګرۍ ګواښ هم په افغانستان او هم په سیمه کې د زیاتېدو په حال کې دی.

د اسټرالیا د سټراتیژیکو مطالعاتو بنسټ ویلي، چې په کندهار او مسکو کې د داعش وروستي بریدونه باید سیمې او نړۍوالو قدرتونو ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره لازمه انګیزه وروبخښي.

دغه بنسټ وایي، ژیوپولیټیکي سیالۍ د دې لامل شوي چې داعش، القاعده او طالبان د روښانه راتلونکې لپاره ښه فرصتونه تر لاسه کړي.

طالبانو په غور ولایت کې درې تنه په درو وهلي دي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۰

طالبانو د جمعې په ورځ د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې درې تنه چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۴ کلونو پورې وو، د خلکو په مخ کې په درو وهلي دي.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پر دغو کسانو لګېدلو تورونو ته له اشارې پرته ویلي، چې‌ پر دغو دریو کسانو د درو وهلو حکم د طالب چارواکو په شتون کې پلي شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د دولینه ولسوالۍ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته دغه درې کسان په درو وهلي دي.

د دغو سرچینو په وینا، طالبانو له دغې ډلې هر یو یې ۳۹ درې وهلی دی.

طالبان وخت په وخت په ځینو ښارونو کې یو شمیر خلک په بیلابیلو تورونو د خلکو په مخ کې په درو وهلي دي. د طالبانو له خوا پر عامو خلکو د دغه ډول مجازاتو په پلي کولو له نیوکو سربیره، دغې ډلې د خلکو مجازاتو ته دوام ورکړی دی.

د بشري حقونو مدافعین وايي، چې تورن کسان مدافع وکیل او عادلانه محاکمو ته لاسرسی نه لري.

د ملي مقاومت جبهې د کابل په لوېدیځ کې د دوو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهه وايي، د کابل ښار د کوټې سنګي په سیمه کې او د حبیبیې لېسې ته څېرمه د طالبانو پر پوستو په دوو جلا بریدونو کې یې د طالبانو درې غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

تر دې مخکې ځایي سرچینو د کابل په لوېدیځ کې د دوو چاودنو د غږونو د اورېدلو خبر ورکړی وو.

د مقاومت جبهې د جمعې په ورځ (د وري لسمه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دې ډلې ځواکونو ماښام شاوخوا ۷بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کوټې سنګي پله ته څېرمه د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی. د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه جبهه وايي، چې دويم بريد هم د جمعې په ورځ ماښام ۷:۳۰بجې د دغې جبهې ځواکونو د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د حبيبيې لېسې ته څېرمه د طالبانو پر پوسته کړی، چې په پايله کې يې يو طالب وژل شوی او بل ټپي دی.

د ملي مقاومت جبهې د بریدونو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

دغې جبهې له دغو دوو بریدونو څخه یوه ویدیو خپره کړې، چې د دغې جبهې غړي د طالبانو پر یوې پوستې د ډزو کولو پرمهال لیدل کیږي. په دغه ویډیو کې یوه لویه چاودنه هم لیدل کیږي.

تر دې مخکې د کابل اوسېدونکي د دغه ښار په دریمه او شپږمه ناحیه کې د دوو چاودنو د غږونو د اوریدلو خبر ورکړی و.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې یوه چاودنه تر یوه بریده زوروره وه او په میرویس میدان یا کوټې سنګي کې شوې ده.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې د غور په ګډون په کابل او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهې د ځواکونو بریدونو زور اخیستی خو طالبانو یې په اړه له کومې تبصرې ډډه کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د "جنسیتي توپیر" په رسمیت پیژندلو کمپاین سره یوځای شو

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د بشري حقونو له مدافعیو څخه جوړ شوی دی، د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د "جنسیتي توپیر" په رسمیت پیژندلو کمپاین سره یوځای شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ښځو غورځنګ د جنسیتي توپیر د پېژندلو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ د - وري د میاشتې په نهمه نېټه - اعلان وکړ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فیمینستانو، څیړونکو او کارپوهانو له خوا په تیرو کلونو کې د نه ستړي کیدونکو هلوځلو ته د درناوي په موخه، دغه فدراسیون پوره باور لري چې د دې وخت رارسیدلی چې د «توکمپالنې» تعریف ته پراختیا ورکړل شي.

دغه فدراسېون په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د "توکمپالنې" په تعریف کې باید ظلم او ستم هم شامل شي چې د یو ځانګړې جنسیتي ډلې په وړاندې ترسره کیږي. په اعلامیه کې د افغان نجونو او ښځو وضعیت د جنسیتي توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.

دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې لیکلي چې چیرې چې تبعیض بنسټیز او سیستماتیک وي هلته د "جنسیتي توپیر" اصطلاح کارول ، غوره انتخاب دی.

دغې اعلامیې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ناقانونه راستنیدو راهیسي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ ظلم او تبعیض روان دی چې دغه فدراسیون پام یې دې حقیقت ته راړولې چې د افغانستان حالت ته د رسیدنې لپاره کافي نړیوال قوانین شتون نه لري.

د بشری حقونو د نړیوال فدراسیون مرستیال، ګیسو جهانګیری ویلي، چې د یوه جرم په توګه د توکم پالنې په رسمیت پیژندل به د نړیوالو قوانینو تشه ډکه کړي او له عاملینو سره به د حساب کولو برخه کې مرسته وکړي.

دغه فدراسیون په خپلې اعلامیه کې ویلي، چې جنسیتي توپیر باید د جرم په توګه وپیژندل شي ترڅو قربانیانو ته د عدالت د ترلاسه کولو لپاره فرصت ورکړل شي او عاملین یې مجازات شي.

سرچینې د کابل په لوېدیځ کې د دوو چاودنو خبر ور کوي

۱۰ وری ۱۴۰۳ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د کابل اوسېدونکي د دغه ښار په دریمه او شپږمه ناحیه کې د دوو چاودنو د غږ اوریدلو خبر ور کوي. ځینو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې یوه چاودنه نسبتاً زوروره وه او په میرویس میدان یا کوټې سنګي کې شوې ده.

طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د چاودنو د نوعیت په اړه لا معلومات نشته.

له طالبانو څخه د وېرې له امله ځیني کابل ښاریان د امنیتي پېښو په اړه له معلومات ورکولو ډډه کوي.