په سوریه کې د یوې چاودنې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د سوریې په اعزاز ښار کې د یوې چاودنې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د سیمې اوسیدونکو او ژغورونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه د ترکیې پولې ته نږدې د شپې هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.