افغان کډوال؛ د ترکیې پولیسو د ۵۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ

د ترکیې د غازي انتپ ښار پولیسو په یوې لارۍ او د سون توکو له یوه مخزن څخه د ۵۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ. پولیسو ویلي، چې دوه کډوال د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي او د اوو نورو وضعیت د اندېښنې وړ دی.