• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ پخوانی مرستیال: د داعش د ماتولو لپاره له طالبانو سره استخباراتي همکارۍ ته اړتیا ده

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د امریکا د پخواني ولسمشر ځانګړی مرستیال کریسټوفر کوسټا وايي، امریکا نه پوهېږي چې داعش ته څنګه ماتې ورکړي. هغه په دې باور دی چې امریکا په افغانستان کې داسې ځواک نه لري چې معلومات راټول کړي، نو د داعش د ماتولو لپاره له طالبانو سره استخباراتي همکاري ناخوښه خو اړینه ده.

ښاغلي کوسټا د یکشنبې په ورځ په نیویارک ټایمز کې له کولن کلارک سره په یوه ګډه مقاله کې لیکلي چې طالبان د باور وړ ځواک نه دی چې داعش ته ماتې ورکړي او یا په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې مهار کړي. خو دغه ډله باید وهڅول شي چې د داعش په وړاندې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.

هغه په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ګواښ د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د مقاومت د ډلو ملاتړ کول ډېر ناوخته ګڼي.

د سپینې ماڼۍ دغه پخوانی چارواکی لیکي: «یوازې طالبان د داعش خراسان د ګواښ مخه نه شي نیولی. او اوس د دې وخت هم نه دی چې د القاعدې او طالبانو ضد د افغان مخالفو ډلو لکه د پنجشیریانو متحدې جبهې، و ازمایو چې په پټه طالبان راپرځوي.»

کوستا وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شوي چې داعش بیا را ژوندی شي او په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارلو استخبارات نه لري.

د هغه په وينا، له طالبانو سره ډيپلوماسي او استخباراتي همکاري حل لاره ده.

نوموړی لیکي: «طالبان د داعش خراسان ډلې د ماتولو لپاره په نړیواله مبارزه کې د باور وړ شریکان نه دي. خو، له طالبانو سره یو څه همکاري اړینه ده، که څه هم دا چاره به ګرانه وي. خو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له سیمو څخه د معلوماتو راټولول اړین دي.»

کوسټا زیاتوي: «دا څرګنده ده چې متحده ایالات په افغانستان کې هیڅ ځواک نه لري، د تروریزم سره په مبارزه کې زموږ ګټې د هغو معلوماتو په کارولو سره ښې ترلاسه کیدی شي چې طالبانو د داعش په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې راټول کړي دي.»

کوسټا ټنیګار کړی دی چې له طالبانو سره دې اړیکې دې یوازې تر معلوماتو شریکولو محدودې شي.

هغه زیاتوي، چې له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ وخت هم رارسېدلی دی.

دغه پخوانی امریکايي چارواکی استدلال کوي چې «واشنګټن او متحدان یې د قطر او یا سعودي عربستان له لارې باید طالبان وهڅوي چې دغه ډله پر داعش فشار زیات کړي.»

کوسټا په دې باور دی چې په افغانستان کې داعش ډلې د طالبانو له لوري ډیر ګوزارونه ګاللي او تر خپل اغېز لاندې سیمې یې له لاسه ورکړې دي، له همدې امله د داعش پام اوس په بهرنیو هېوادونو لکه روسیه کې پر عملیاتو ور ټول دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ازادو سياليو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز خپل فرانسوي سيال ته ماتې ورکړه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز له «ایم‌.ایم‌.ای» لوبو څخه د درې کلونو لرې والي وروسته دغه ډګر ته بېرته ځواکمن راستون شو. مبارز نن شپه په تایلینډ کې خپل سیال جوهان وان ډیهل لوبغاړي ته ماتې ورکړه.

مبارز په دې بريا سره د خپل ژوند ۱۲ مه مسلکي بريا هم خپل په نوم کړه.

دا لوبه د تایلینډ په فوکټ ښار کې د سینبي مويتای کمپ کې په درېیو پنځه دقیقې پړاونو کې ترسره شوه.

باز محمد مبارز د خپل فرانسوي سيال سره د درېيو مرحلو له سيالۍ وروسته ګټونکی اعلان شو.

په هلمند کې طالبانو له پاکستان څخه ۱۳ موټره خوراکي توکي د قاچاق پر مهال نيولي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هلمند کې يې هغه ۱۳ موټره خوراکي توکي نيولي، چې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي وو. دغه وزارت ۱۳ موټر چلوونکي هم نيولي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نن یکشنبې پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې هغه ۱۳ موټره له موټر چلوونکو سره يو ځای نيولي، چې خوراکې او غيري خوراکي توکي يې په ناقانونه توګه له پاکستانه افغانستان ته اړول.

دغه وزارت وایي، چې ډېری وخت دغه توکي بې کيفيته وي او د ډیورنډ کرښې له فرعي لارو څخه له مالیه ورکولو پرته افغانستان ته راوړل کيږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.

یاد وزارت دوه اونۍ وړاندې هم ويلي و، چې په هلمند ولایت کې يې ۱۰ موټره خوراکي او غيرې خوراکي توکي د قاچاق پر مهال له ۱۲ کسانو سره نيولي دي.

بدخشان د رېښتر په کچه ۴.۵ درجې زلزلې ولړزاوه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د امريکا ځمکپوهنې مرکز د افغانستان په شمال لویدیځ کې په بدخشان ولایت کې پر ځايي وخت د ماښام په ۰۵:۵۵ بجو د رېښتر په کچه د ۴.۵ درجې زلزلې خبر ورکړی.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو پاڼو د دغې زلزلې یادونه کړې ده؛ خو د زیانونو په اړه یې څه نه دي ويلي.

د امریکا د ځمکپوهنې د مرکز د رپوټ له مخې؛ د دغې زلزلې مرکز د اشکاشم ولسوالۍ په ۱۵ کیلومترۍ کې و.

ویل کیږي، چې دغه زلزله ۱۷۶ کیلومتره د ځمکې په عمق کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د زلزلې له امله د رامنځ‌ته شویو احتمالي زیانونو په اړه کوم رپوټ نه دی خپور شوی.

سرچینه: د ملا حسن په ټینګار مجاهد او ملي راډیو د ملا هبت الله وینا له اېکس پاڼو لرې کړې ده

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي راډیو له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده وروستۍ خپره شوې وینا بېرته پاکه شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې متعبرې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د ملا هبت الله ته منسوبه غږیزه وینا نېږدې یو نیم کال پخوانۍ وه، چې د دغې ډلې ویاند او ملي راډیو د نوې وینا په نوم خپره کړې وه؛ خو له معلوماتو وروسته دغه وینا بېرته د طالبانو له رسمي ټولنیزو شبکو څخه پاکه شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوبه غږیزه وینا خپره کړه، چې پکې ويل شوي وو:”له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.”

په دې غږیزه وینا کې «لویدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي وو: “موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به نوره شل کاله جګړه وکړو، چې په ځمکه کې شرعي قانون پلي کړو.”

دغې وینا په کور دننه او بهر د ګڼو بنسټونو او نړۍوالو ادارو غبرګونونه را وپارول.

100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ سرچینه زیاتوي، چې د یادې وینا په اړه د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره ټیلفوني خبرې هم کړې وې، چې دا وینا پخوانۍ ده او باید نه وی خپره شوی.

سرچینه زیاتوي: “ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې وینا په اړه له ملا محمد حسن اخوند سره خپله نارضایتي او د یوناما په ګډون د نړۍوالو بنسټونو اندېښنې هم شریکې کړې دي”.

د ارګ دغه سرچینه وايي، چې د ملا محمد حسن اخوند په ټینګار دغه وینا بېرته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او ملي راډیو تلویزون له اېکس پاڼو څخه پاکه شوې ده.

له یادې سرچینې مو وپوښتل، چې د یادې وینا د پاکېدا نور عوامل څه دي؟ سرچینې وویل: “یو خو دا وینا پخوانۍ وه او بله دا چې د بهرنیو چارو وزیر او ارګوال اوس وخت د دغې وینا د خپرېدا لپاره مناسب وخت نه بولي”.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله غږیزه وینا کې وايي: “موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي، چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو”.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د ملا هبت الله غږیزه وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې له رسمي ټولنیزو پاڼو څخه پاکیږي.

شننه؛ ولې وطن ته مور وایي؟

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

څو ورځې د مخه یو دوست راته لیکلي وو: ‏د وطن په اړه بحثونه ډېر دي، چې که ته زورور وې وطن ستا شو تاته دې مبارک وي او که زه زورور وم وطن زما شو.

یعنې «ګډ وطن نه لرو» که څوک وایي فقط پکې اوسه او خپله مزدوري کوه؛ نو دا کار خو په دوبۍ، قطر، بحرین، سعودي ،اروپا، امریکا او روسیه کې هم کولای شو، د «ملکیت» تور خو به راباندې نه وي.

د دغه دوست خبره سمه ده. په هغه سیمه کې چې څوک زیږیدلې او لوی شوې وي، یا د چا مور او پلار په کومه سیمه کې زیږیدلي وي، او د ژوند خاطرې یې له هغې سیمې سره تړلې او د مالکیت احساس وکړي، هغه سیمه د وطن په نوم یادیږي.

طبیعي خبره ده؛ په کومه خاوره کې چې څوک زېږېدلې او لوی شوې وي، په هغه سیمه کې اوسېدونکي سره ګډ ارزښتونه هم لري.

اصلا ګډ ارزښتونه انسان ته د مالکیت حس ورکوي. د ګډو ارزښتونو معنا دا نه ده، چې ټول دې یو شانته فکر وکړي. د مالکیت د احساس په اساس، هر کس لکه د کور په منځ کې د کور د ښه والي لپاره جدا - جدا فکرونه او نظریات به لري؛ خو د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو په اساس، ټول په یوه کور کې سره په ګډه د ژوند او اوسېدلو حق لري.

که د کور هر غړی په خپل کور کې د اوسېدو او د مالکیت احساس ونه لري، بیا یوازې د اوسېدلو او کار کولو ځای ته څوک وطن نه وایي.

د وطن سره مینه او د مالکیت احساس لکه؛ د مور او ماشوم د مینې غوندې، طبیعي مینه ده. اولادونه په هر حالت کې که خوشاله وي او که خفه، خامخا به د خپلې مور سره مینه او رابطه ساتي.

مور هم بې له چون و چرا، د خپل اولادونو په ښه والي او لویېدو خوشاله او په خفګان یې خفه کیږي. په دې خاطر وطن ته خلک مور وایي.

په بامیانو کې د بودا لرغونې مجسمه یو شمېر کوچنیان یې مخې ته په لوبو بوخت دي
100%
په بامیانو کې د بودا لرغونې مجسمه یو شمېر کوچنیان یې مخې ته په لوبو بوخت دي

لکه د مور سره مینه د پیدایښت څخه وي، همداشان د وطن سره مینه د ماشومتوبه پيلیږي. د ماشومتوب په شپو کې په وطن کې خاپوړې کوي، چې لویږې، خاطرې د کلي کور او وطن د انسان په رشد کې رول لوبوي او کله چې ښوونځي ته داخل شي؛ نو بیا د وطن سره مینه لا قوي کیږي کله چې د ژوند په بېلا بېلو پړاونو کې په خپل وطن او بهر سفرونه وکړي، دا مینه نوره هم غښتلې کیږي.

د وطن سره تړاو تر مرګه د هر چا سره موجود وي. هېڅوک دا حق نه لري، چې بل ته ووایي چې ته د وطن سره مینه نه لری او زه ورسره زیاته مینه لرم.

د وطن سره د هر چا مینه د هغه د امکاناتو او پوهې په اندازه وي. یو پياده همدومره مینه د وطن سره لري؛ لکه د یو هېواد مشر یې چې لري.

که داسې وي؛ نو بیا ولې د ځینو سره د وطن د مالکیت احساس نه وي او د خپل وطن سره یې مینه کمه وي؟

د دې اصلي علت دا دی، چې په تېرو پنځو لسیزو کې د جنګونو له امله افغانان بې کوره او در په دره شول. بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول. ځوانانو د نورو ملکونو په ښوونځیو کې سبقونه وویل او د ایډیالوژیو پان ناسیونالزم یې په مغزو کې پیچکاري شول.

لکه په نورو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې افغانستان د ستونزو سره مخامخ شو، همداسې د وطن سره د مینې د طبیعي رشد پړاونو کې تغیر رامنځته، خنډنی او یا حتا ځینې مهم پړاونه له منځه ولاړل.

د ځوانانو سره د وطن مینه د کلي او کور څخه پيل کیږي او بیا په ملي موسساتو کې د زده کړو، کار او خدمت په وجه ملي احساس،‌ د وطن د مالکیت احساس او مینه رشد کوي.

له بده مرغه د افغانستان د زده کړو نصابونه د ایډیالوژیو په پان ناسیونالیزم ډک شول او ملي ناسیونالیزم له منځه لاړو. د نصابونو د خرابېدو دا سلسله د ثور د کودتاه نه وروسته د افغانستان په دننه او بهر کې پیل شوه. دا سلسله د نصابونو د تغییر اوس هم روانه ده چې ملي احساس مړ او ښوونځي په مدرسو بدل کړي.

افغانستان کې د ایډیالوژیکي پان ناسیونالیزم، اسلامیزم او سوسیالیزم په وجه ملي ناسیونالیزم له منځه یوړل شو او ځینې ملایان بیا د وطن مینه حتا ګناه ګڼي؛ ځکه وایي، چې مینه یوازې له خدای سره باید وي. حال دا چې د خپل کور، کلي، ژبې او وطن سره مینه ګناه نه ده.

که ګناه وې؛ نو کله چې رسول الله صل الله وسلم د مکې څخه یثرب (مدني) ته هجرت کاوه؛ نو مکې ته یې مخ راواړوه چې زما زړه نه کیږي چې له تا نه جدا شم؛ خو ستا اهل نا اهله دی نو ځکه درنه هجرت کوم او وایي؛ د رسول الله صل الله وسلم پر مخ اوښکې هم راغلې.

دا په خپله د هغه مینه د خپلې سیمې سره ښکاره کوي. عربان وایي، چې د وطن سره مینه د ایمان برخه ده او ځینې بیا وایي، چې دا حدیث دی خو دا روایت ثقه نه دی.

د انسانیت په چوکاټ کې عجم په عرب او عرب په عجم برترې نه لري او د ټولو انسانانو بشري حقوق خوندي وي؛ خو د خپل وطن سره مینه لکه د خپل کور او خپلو سره مینه د هر چا خپله - خپله ده

دا په خپله د هغه مینه د خپلې سیمې سره ښکاره کوي. عربان وایي، چې د وطن سره مینه د ایمان برخه ده او ځینې بیا وایي، چې دا حدیث دی خو دا روایت ثقه نه دی.

د انسانیت په چوکاټ کې عجم په عرب او عرب په عجم برترې نه لري او د ټولو انسانانو بشري حقوق خوندي وي؛ خو د خپل وطن سره مینه لکه د خپل کور او خپلو سره مینه د هر چا خپله - خپله ده.

دا چې وطن مور ده، د مور څخه جدا والې ډېر وخت د چا په خوښه نه وي. داخلي او بهرني شرایط انسانان مجبوروي چې له خپلې مور څخه جدا شي.

ماشوم لومړی د مور سره په غیږه کې وي، چې لويېږي، تر یوه وخته په یوه کټ کې د مور سره ویده کیږي، چې لږ لوی شي، بیا کټ سره جلا کوي، بالاخره چې څومره لویېږي، خپله کوټه هم سره جدا کوي.

کله چې څوک واده وکړي، بیا کور هم سره جدا کوي. د کار او نورو شرایطو په اساس، کله مور او اولادونه په یوه ښار او حتا یوه ملک کې هم نه اوسیږي؛ خو د مور او اولادونو رابطه همېشه سره موجود وي.

په دې توګه د وطن مالکیت حس د بلډینګونو، کورونو او باغونو په درلودلو او یا د پانګونې په اساس نه وي؛ ځکه یو پانګوال به په ډېرو ملکونو کې پانګونه ولري؛ خو د پانګونې ملک او هېواد ته څوک خپل وطن نه وایي.

د دغه دوست پورته تبصره واقعیت دی. په هغه وطن کې چې د مالکیت احساس نه وي، حاکمان ولس ته د رعیت په سترګه ګوري، هلته ژوند کول مشکل وي.

په رعیت باندې چې حاکم هر ډول ظلم کوي، بیا څوک د پوښتنې نه وي. د رعیت او حاکم رابطه لکه د غلام او بادار وي.

په یوویشتمه پېړۍ کې د حاکمانو او ولس تر منځ رابطه د غلامۍ او بادارې نه ده؛ بلکې ټول د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو لاندې وجایب او مکلفیتونه لري.

حاکمان ولس ته مسوول وي او ملي حاکمیت ولس پورې تړاو لري نه د یو کس، یوې ډلې او یا څو کسانو پورې. د یو هېواد ټول وګړي د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو په اساس سره ګډ ژوند کوي او په دې توګه د یو هېواد هر وګړی د مالکیت احساس کوي.

په کوم هېواد کې چې قوانین نه وي، یوه جابره ډله او یا شخص حاکم وي، هغه هېواد د خپلو اوسېدونکو لپاره دوزخ ګرځي.

همدا علت دی، چې د دنیا ټول هېوادونه د قوانینو په چوکاټ کې خپلو وګړو ته په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې حق ورکوي؛ تر څو هر څوک د مالکیت احساس وکړي.

له بده مرغه افغانستان کې لا هم د طالبانو حاکمه ډله د قرون اوسطي په فکرونو کې غرق دي. وایي چې په دوی به نیوکې نه کیږي او د دوی امر به بې له چون او چرا منې.

که د افغانستان تېر تاریخ ته نظر وکړو، د نفې او انحصار د قدرت سیاست د افغانستان د جنګونو لامل شوی او د طالبانو حاکمو چارواکو د تېرو ترخو تجربو څخه عبرت نه دی اخېستې.

د افغانستان ستونزه تر هغې پورې نه شي حل کېدلې چې د قوانینو په چوکاټ‌ کې ټول وګړي مساوي حقوق په خپل هېواد کې ونه لري.

حکومتونه باید د خلکو په خوښه تعین شي او د منل شویو قوانینو په چوکاټ کې د حکومت او وګړو تر منځ رابطه باید موجود وي.

په یوویشمته پېړۍ کې حکومتونه باداران نه بلکې؛ د خلکو خدمتګاران وي.

حاکمه ډله ولس ته باید مسوولیت ولري نه دا چې خپل ځانونه د خدای استازي وګڼي او د اروپا د پاپانو په شان د جنت او دوذخ پارچې خلکو ته ورکړي.

له بده مرغه په افغانستان کې لا اوس هم د طالبانو او ولس رابطه د رعیت او بادار په شان ده؛ خو دا رابطه دوام نه شي کولې او ولس به خامخا خپل حقه حقوق د مالکیت تر لاسه کوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.