سرچینه: د ملا حسن په ټینګار مجاهد او ملي راډیو د ملا هبت الله وینا له اېکس پاڼو لرې کړې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي راډیو له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده وروستۍ خپره شوې وینا بېرته پاکه شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي راډیو له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده وروستۍ خپره شوې وینا بېرته پاکه شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې متعبرې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د ملا هبت الله ته منسوبه غږیزه وینا نېږدې یو نیم کال پخوانۍ وه، چې د دغې ډلې ویاند او ملي راډیو د نوې وینا په نوم خپره کړې وه؛ خو له معلوماتو وروسته دغه وینا بېرته د طالبانو له رسمي ټولنیزو شبکو څخه پاکه شوه.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوبه غږیزه وینا خپره کړه، چې پکې ويل شوي وو:”له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.”
په دې غږیزه وینا کې «لویدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي وو: “موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به نوره شل کاله جګړه وکړو، چې په ځمکه کې شرعي قانون پلي کړو.”
دغې وینا په کور دننه او بهر د ګڼو بنسټونو او نړۍوالو ادارو غبرګونونه را وپارول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ سرچینه زیاتوي، چې د یادې وینا په اړه د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره ټیلفوني خبرې هم کړې وې، چې دا وینا پخوانۍ ده او باید نه وی خپره شوی.
سرچینه زیاتوي: “ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې وینا په اړه له ملا محمد حسن اخوند سره خپله نارضایتي او د یوناما په ګډون د نړۍوالو بنسټونو اندېښنې هم شریکې کړې دي”.
د ارګ دغه سرچینه وايي، چې د ملا محمد حسن اخوند په ټینګار دغه وینا بېرته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او ملي راډیو تلویزون له اېکس پاڼو څخه پاکه شوې ده.
له یادې سرچینې مو وپوښتل، چې د یادې وینا د پاکېدا نور عوامل څه دي؟ سرچینې وویل: “یو خو دا وینا پخوانۍ وه او بله دا چې د بهرنیو چارو وزیر او ارګوال اوس وخت د دغې وینا د خپرېدا لپاره مناسب وخت نه بولي”.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله غږیزه وینا کې وايي: “موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي، چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو”.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د ملا هبت الله غږیزه وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې له رسمي ټولنیزو پاڼو څخه پاکیږي.


څو ورځې د مخه یو دوست راته لیکلي وو: د وطن په اړه بحثونه ډېر دي، چې که ته زورور وې وطن ستا شو تاته دې مبارک وي او که زه زورور وم وطن زما شو.
یعنې «ګډ وطن نه لرو» که څوک وایي فقط پکې اوسه او خپله مزدوري کوه؛ نو دا کار خو په دوبۍ، قطر، بحرین، سعودي ،اروپا، امریکا او روسیه کې هم کولای شو، د «ملکیت» تور خو به راباندې نه وي.
د دغه دوست خبره سمه ده. په هغه سیمه کې چې څوک زیږیدلې او لوی شوې وي، یا د چا مور او پلار په کومه سیمه کې زیږیدلي وي، او د ژوند خاطرې یې له هغې سیمې سره تړلې او د مالکیت احساس وکړي، هغه سیمه د وطن په نوم یادیږي.
طبیعي خبره ده؛ په کومه خاوره کې چې څوک زېږېدلې او لوی شوې وي، په هغه سیمه کې اوسېدونکي سره ګډ ارزښتونه هم لري.
اصلا ګډ ارزښتونه انسان ته د مالکیت حس ورکوي. د ګډو ارزښتونو معنا دا نه ده، چې ټول دې یو شانته فکر وکړي. د مالکیت د احساس په اساس، هر کس لکه د کور په منځ کې د کور د ښه والي لپاره جدا - جدا فکرونه او نظریات به لري؛ خو د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو په اساس، ټول په یوه کور کې سره په ګډه د ژوند او اوسېدلو حق لري.
که د کور هر غړی په خپل کور کې د اوسېدو او د مالکیت احساس ونه لري، بیا یوازې د اوسېدلو او کار کولو ځای ته څوک وطن نه وایي.
د وطن سره مینه او د مالکیت احساس لکه؛ د مور او ماشوم د مینې غوندې، طبیعي مینه ده. اولادونه په هر حالت کې که خوشاله وي او که خفه، خامخا به د خپلې مور سره مینه او رابطه ساتي.
مور هم بې له چون و چرا، د خپل اولادونو په ښه والي او لویېدو خوشاله او په خفګان یې خفه کیږي. په دې خاطر وطن ته خلک مور وایي.

لکه د مور سره مینه د پیدایښت څخه وي، همداشان د وطن سره مینه د ماشومتوبه پيلیږي. د ماشومتوب په شپو کې په وطن کې خاپوړې کوي، چې لویږې، خاطرې د کلي کور او وطن د انسان په رشد کې رول لوبوي او کله چې ښوونځي ته داخل شي؛ نو بیا د وطن سره مینه لا قوي کیږي کله چې د ژوند په بېلا بېلو پړاونو کې په خپل وطن او بهر سفرونه وکړي، دا مینه نوره هم غښتلې کیږي.
د وطن سره تړاو تر مرګه د هر چا سره موجود وي. هېڅوک دا حق نه لري، چې بل ته ووایي چې ته د وطن سره مینه نه لری او زه ورسره زیاته مینه لرم.
د وطن سره د هر چا مینه د هغه د امکاناتو او پوهې په اندازه وي. یو پياده همدومره مینه د وطن سره لري؛ لکه د یو هېواد مشر یې چې لري.
که داسې وي؛ نو بیا ولې د ځینو سره د وطن د مالکیت احساس نه وي او د خپل وطن سره یې مینه کمه وي؟
د دې اصلي علت دا دی، چې په تېرو پنځو لسیزو کې د جنګونو له امله افغانان بې کوره او در په دره شول. بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول. ځوانانو د نورو ملکونو په ښوونځیو کې سبقونه وویل او د ایډیالوژیو پان ناسیونالزم یې په مغزو کې پیچکاري شول.
لکه په نورو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې افغانستان د ستونزو سره مخامخ شو، همداسې د وطن سره د مینې د طبیعي رشد پړاونو کې تغیر رامنځته، خنډنی او یا حتا ځینې مهم پړاونه له منځه ولاړل.
د ځوانانو سره د وطن مینه د کلي او کور څخه پيل کیږي او بیا په ملي موسساتو کې د زده کړو، کار او خدمت په وجه ملي احساس، د وطن د مالکیت احساس او مینه رشد کوي.
له بده مرغه د افغانستان د زده کړو نصابونه د ایډیالوژیو په پان ناسیونالیزم ډک شول او ملي ناسیونالیزم له منځه لاړو. د نصابونو د خرابېدو دا سلسله د ثور د کودتاه نه وروسته د افغانستان په دننه او بهر کې پیل شوه. دا سلسله د نصابونو د تغییر اوس هم روانه ده چې ملي احساس مړ او ښوونځي په مدرسو بدل کړي.
افغانستان کې د ایډیالوژیکي پان ناسیونالیزم، اسلامیزم او سوسیالیزم په وجه ملي ناسیونالیزم له منځه یوړل شو او ځینې ملایان بیا د وطن مینه حتا ګناه ګڼي؛ ځکه وایي، چې مینه یوازې له خدای سره باید وي. حال دا چې د خپل کور، کلي، ژبې او وطن سره مینه ګناه نه ده.
که ګناه وې؛ نو کله چې رسول الله صل الله وسلم د مکې څخه یثرب (مدني) ته هجرت کاوه؛ نو مکې ته یې مخ راواړوه چې زما زړه نه کیږي چې له تا نه جدا شم؛ خو ستا اهل نا اهله دی نو ځکه درنه هجرت کوم او وایي؛ د رسول الله صل الله وسلم پر مخ اوښکې هم راغلې.
دا په خپله د هغه مینه د خپلې سیمې سره ښکاره کوي. عربان وایي، چې د وطن سره مینه د ایمان برخه ده او ځینې بیا وایي، چې دا حدیث دی خو دا روایت ثقه نه دی.
د انسانیت په چوکاټ کې عجم په عرب او عرب په عجم برترې نه لري او د ټولو انسانانو بشري حقوق خوندي وي؛ خو د خپل وطن سره مینه لکه د خپل کور او خپلو سره مینه د هر چا خپله - خپله ده
دا په خپله د هغه مینه د خپلې سیمې سره ښکاره کوي. عربان وایي، چې د وطن سره مینه د ایمان برخه ده او ځینې بیا وایي، چې دا حدیث دی خو دا روایت ثقه نه دی.
د انسانیت په چوکاټ کې عجم په عرب او عرب په عجم برترې نه لري او د ټولو انسانانو بشري حقوق خوندي وي؛ خو د خپل وطن سره مینه لکه د خپل کور او خپلو سره مینه د هر چا خپله - خپله ده.
دا چې وطن مور ده، د مور څخه جدا والې ډېر وخت د چا په خوښه نه وي. داخلي او بهرني شرایط انسانان مجبوروي چې له خپلې مور څخه جدا شي.
ماشوم لومړی د مور سره په غیږه کې وي، چې لويېږي، تر یوه وخته په یوه کټ کې د مور سره ویده کیږي، چې لږ لوی شي، بیا کټ سره جلا کوي، بالاخره چې څومره لویېږي، خپله کوټه هم سره جدا کوي.
کله چې څوک واده وکړي، بیا کور هم سره جدا کوي. د کار او نورو شرایطو په اساس، کله مور او اولادونه په یوه ښار او حتا یوه ملک کې هم نه اوسیږي؛ خو د مور او اولادونو رابطه همېشه سره موجود وي.
په دې توګه د وطن مالکیت حس د بلډینګونو، کورونو او باغونو په درلودلو او یا د پانګونې په اساس نه وي؛ ځکه یو پانګوال به په ډېرو ملکونو کې پانګونه ولري؛ خو د پانګونې ملک او هېواد ته څوک خپل وطن نه وایي.
د دغه دوست پورته تبصره واقعیت دی. په هغه وطن کې چې د مالکیت احساس نه وي، حاکمان ولس ته د رعیت په سترګه ګوري، هلته ژوند کول مشکل وي.
په رعیت باندې چې حاکم هر ډول ظلم کوي، بیا څوک د پوښتنې نه وي. د رعیت او حاکم رابطه لکه د غلام او بادار وي.
په یوویشتمه پېړۍ کې د حاکمانو او ولس تر منځ رابطه د غلامۍ او بادارې نه ده؛ بلکې ټول د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو لاندې وجایب او مکلفیتونه لري.
حاکمان ولس ته مسوول وي او ملي حاکمیت ولس پورې تړاو لري نه د یو کس، یوې ډلې او یا څو کسانو پورې. د یو هېواد ټول وګړي د لیکل شویو او نا لیکل شویو قوانینو په اساس سره ګډ ژوند کوي او په دې توګه د یو هېواد هر وګړی د مالکیت احساس کوي.
په کوم هېواد کې چې قوانین نه وي، یوه جابره ډله او یا شخص حاکم وي، هغه هېواد د خپلو اوسېدونکو لپاره دوزخ ګرځي.
همدا علت دی، چې د دنیا ټول هېوادونه د قوانینو په چوکاټ کې خپلو وګړو ته په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې حق ورکوي؛ تر څو هر څوک د مالکیت احساس وکړي.
له بده مرغه افغانستان کې لا هم د طالبانو حاکمه ډله د قرون اوسطي په فکرونو کې غرق دي. وایي چې په دوی به نیوکې نه کیږي او د دوی امر به بې له چون او چرا منې.
که د افغانستان تېر تاریخ ته نظر وکړو، د نفې او انحصار د قدرت سیاست د افغانستان د جنګونو لامل شوی او د طالبانو حاکمو چارواکو د تېرو ترخو تجربو څخه عبرت نه دی اخېستې.
د افغانستان ستونزه تر هغې پورې نه شي حل کېدلې چې د قوانینو په چوکاټ کې ټول وګړي مساوي حقوق په خپل هېواد کې ونه لري.
حکومتونه باید د خلکو په خوښه تعین شي او د منل شویو قوانینو په چوکاټ کې د حکومت او وګړو تر منځ رابطه باید موجود وي.
په یوویشمته پېړۍ کې حکومتونه باداران نه بلکې؛ د خلکو خدمتګاران وي.
حاکمه ډله ولس ته باید مسوولیت ولري نه دا چې خپل ځانونه د خدای استازي وګڼي او د اروپا د پاپانو په شان د جنت او دوذخ پارچې خلکو ته ورکړي.
له بده مرغه په افغانستان کې لا اوس هم د طالبانو او ولس رابطه د رعیت او بادار په شان ده؛ خو دا رابطه دوام نه شي کولې او ولس به خامخا خپل حقه حقوق د مالکیت تر لاسه کوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

په کابل کې د انډونیزیا سفیر د عامې روغتیا په وزارت کې د طالبانو له چارواکو سره په ګډه غونډه کې افغانستان ته د لس میلیونه ډوزو د پولیو ضد واکسین د مرستې خبر ورکړ. نوموړي ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د انډونیزيا سفير رحمت سوريا اسپترا د يکشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) د طالبانو د عامې روغتيا له وزير قلندر عباد سره په يوې خبري ناسته کې د همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.
د طالبانو د روغتیا وزیر له اندونیزیايي چارواکو وغوښتل، چې د روغتیايي کارکوونکو په روزلو، د درملو او طبي تجهیزاتو په برابرولو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
قلندر عباد زياته کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې د پوليو ناروغۍ پر وړاندې جدي مبارزه کړې او د پوليو واکسين څخه څلور ميليونه بې برخې ماشومان يې تر پوښښ لاندې نيولي دي.
د طالبانو د روغتیا وزیر په وینا، په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د پولیو دوه او په ۲۰۲۳ کال کې شپږ پېښې ثبت شوې وې.
په دې ليدنه کې په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر د پولیو د له منځه وړلو او د اندونیزیا او افغانستان تر منځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

د طالبانو د عدليې وزير ويلي، چې په افغانستان کې د قانون خلا نشته او د قوانينو اساس یې «قران او حديث» دي؛ خو د ګلبدين حکمتيار زوی يې په غبرګون کې ليکلي، چې افغانستان اساسي قانون نه لري. د دواړو ترمنځ يو پر بل نیوکې وروسته له هغه پيل شوې، چې طالبانو له دولتي ځمکې حکمتیار واېست.
د طالبانو د عدليې وزير مولوي عبدالحکيم شرعي د ځينو هېوادونو او خلکو دا خبرې ردوي، چې وایي په افغانستان کې اساسي قانون نشته.
شرعي زياتوي: « د الله کتاب (قران کريم)، د رسول الله حدیث او په اجتهادي مسايلو کې حنفي فقه زموږ اساسي قانون دی.»
طالب وزير شرعي وايي، چې د بېلابېلو قوانينو او د دوی د مشر هبت الله اخونزاده د فرمونونو ۵ رسمي جرېدې يې خپرې کړې دي.
د حزب اسلامي ګوند د مشر زوی حبیب الرحمان حکمتيار نن یکشبنه پر خپله اېکس پاڼه د طالب وزير د همدې خبرو په غبرون کې ليکلي، چې په افغانستان کې د اساسي قانون تشه شته.
حکمتيار د طالبانو د عدليې وزير وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليکلي، چې دومره ژر خو ماشوم هم له خبرو نه اوړي. « د اساسي قانون تشه نوره څنګه وي؟ خو افغانستان اساسي قانون نه لري. پخپله دې اول ويل د تېر شاهي نظام اساسي قانون نافذوو ، بيا دې ويل دې چي کار پرې روان دی ، نن وايې چي قران او سنت شته همدا اساسي قانون دی. دومره ژر خو به يو ماشوم له خبرو وانه وړي.»
حکمتيار له شرعي څخه پوښتلي، چې که قران د طالبانو اساسي قانون وي نو په کوم ځای کې لیکل شوي، چې « رییس الوزرا به درې مرستيالان لري؟ پايتخت به کابل وي او ته به وزير يې؟»
نوموړی د پېغور په ډول د طالبانو عدليې وزير ته ليکي، چې له خپلو ملګرو يې زده کړه، چې درې کاله د نجونو د ښوونځيو په طرحه اخته دي او لا نه ده جوړه شوې.
حبیب الرحمان ويلي، چې د طالبانو د همدې تنګ نظريو له امله خلګ په «اسلام ملنډې وهي» او ځوانان سيکولرزم ته روان دي.
د طالبانو د عدليې د وزير او د ګلبدين حکمتيار د زوی يو پر بل انتقادونه هغه مهال زيات شول، کله چې تېره ورځ د طالبانو عدليې وزير د حزب اسلامي ګوند مشر حکمتيار ته په خطاب کې وويل، چې «له کور د ايستلو په موضوع کې مو ستاسو احترام کړی او که دا بې احترامي بولې نو ته عقل نه لرې.»
تر همدې خبرو سم دستي وروسته حبیب الرحمان حکمتيار پر اېکس پاڼه ولیکل، «دا د افغانانو بدبختي ده، چې واړه خلګ پر لويو چوکيو ناست او ولس ته د فتح شوي ملت په سترګه ګوري.»

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په سمنګان ولایت کې یې ۳۰۰ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج جوازونه ورکړي دي. دغه وزارت ادعا کړې، چې په سمنګانو کې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه نیول شوې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سمنګان ولایت د طالبانو والي عبدالاحد فضلي په یوه غونډه کې «د کانونو د ساتنې د کمېټې پر جوړولو» ټینګار کړی دی.
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته په ولایتونو کې د کانونو په استخراج تمرکز زیات کړی دی.
امریکايي مجلې فارین پالیسي روانه میاشت راپور ورکړی و، چې په القاعده پورې تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو د کانونو له عوایدو ګټه پورته کوي.
د دغه راپور له مخې، القاعده ډلې په تېرو دوو کلونو کې د تخار او بدخشان د سرو زرو له کانونو څخه د څه باندې ۱۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت استخراج کړی دی.
د فارن پالیسي په وینا، "القاعده ډلې د افغانستان د طبیعي شتمنيو په لوټ کولو لاس پورې کړی او همداراز نړۍوالې بشري مرستې غلا کوي.

د پنجشیر لپاره د طالبانو کانونو ریاست وايي، په شپاړسم پړاو کې یې د پنجشېر شپږ زره او ۴۹۳ قیراطه زمرود په ۱۸۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي. طالبانو ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.
د پنجشیر لپاره د طالبانو کانونو او پټرولیم ریاست نن د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په شپاړسم پړاو کې یې د پنجشېر شپږ زره او ۴۹۳ قیراطه زمرود په ۱۸۵ زره او ۱۰۰ ډالر امریکايي ډالرو پلورلي.
پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست تر دې وړاندې ويلي و، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.
دغه ریاست وايي، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ ډالره عواید ترلاسه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون، د وري شپږمه په ایکس پاڼه د پنجشیر د کانونو ریاست له قوله ليکلي چې په پنجشیر ولایت کې د سرو زرو، سپینو زرو، یاقوتو او اوسپنې د کانونو د استخراج لومړني کارونه هم روان دي.
د ۱۴۰۲ ل کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه، د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال ويلي و چې ۲۰۰ کان کېندونکو ته یې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.
نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.
د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.