• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په سمنګان ولایت کې ۳۰۰ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج اجازه ورکړل شوه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې په سمنګان ولایت کې یې ۳۰۰ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج جوازونه ورکړي دي. دغه وزارت ادعا کړې، چې په سمنګانو کې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سمنګان ولایت د طالبانو والي عبدالاحد فضلي په یوه غونډه کې «د کانونو د ساتنې د کمېټې پر جوړولو» ټینګار کړی دی.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته په ولایتونو کې د کانونو په استخراج تمرکز زیات کړی دی.

امریکايي مجلې فارین پالیسي روانه میاشت راپور ورکړی و، چې په القاعده پورې تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو د کانونو له عوایدو ګټه پورته کوي.

د دغه راپور له مخې، القاعده ډلې په تېرو دوو کلونو کې د تخار او بدخشان د سرو زرو له کانونو څخه د څه باندې ۱۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت استخراج کړی دی.

د فارن پالیسي په وینا، "القاعده ډلې د افغانستان د طبیعي شتمنيو په لوټ کولو لاس پورې کړی او همداراز نړۍوالې بشري مرستې غلا کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د پنجشېر څه باندې شپږ زره قیراطه زمرود مو په ۱۸۵ زره ډالرو پلورلي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د پنجشیر لپاره د طالبانو کانونو ریاست وايي، په شپاړسم پړاو کې یې د پنجشېر شپږ زره او ۴۹۳ قیراطه زمرود په ۱۸۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي. طالبانو ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

د پنجشیر لپاره د طالبانو کانونو او پټرولیم ریاست نن د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په شپاړسم پړاو کې یې د پنجشېر شپږ زره او ۴۹۳ قیراطه زمرود په ۱۸۵ زره او ۱۰۰ ډالر امریکايي ډالرو پلورلي.

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست تر دې وړاندې ويلي و، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

دغه ریاست وايي، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ ډالره عواید ترلاسه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون، د وري شپږمه په ایکس پاڼه د پنجشیر د کانونو ریاست له قوله ليکلي چې په پنجشیر ولایت کې د سرو زرو، سپینو زرو، یاقوتو او اوسپنې د کانونو د استخراج لومړني کارونه هم روان دي.

د ۱۴۰۲ ل کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه، د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال ويلي و چې ۲۰۰ کان کېندونکو ته یې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې دوه امریکايي وګړي له قانون په سرغړونې بندیان دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه دوه امریکايي وګړي چې له دوی سره له تېر یونیم کال راهیسې بندیان دي له قوانینو یې سرغړاوی کړی و. د امریکا این‌بي‌سي ټلویزیون د دغه هیواد د ملي امنیت د دوو چارواکو په حواله ویلي و چې، دوه امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز کلیپ خپور کړی، چې پکې ویلي یې دي، په افغانستان کې دوه امریکايي وګړي له قانون څخه د سرغړونې په تور بندیان دي.

مجاهد وايي: «یو شمېر بهرني وګړي په افغانستان کې بندیان دي چې له دې جملې څخه دوه امریکايي وګړي دي او لامل یې د افغانستان له قوانینو څخه سرغړونه ده.»

نوموړي په افغانستان کې د نورو بندي بهرنیو وګړو د شمیر په اړه جزیات نه دي ورکړي خو وايي، هر هغه څوک چې افغانستان ته ورځي د ویزې ترلاسه کولو وروسته باید د افغانستان ټول قوانین ومني.

مجاهد په افغانستان کې داسې مهال د قوانینو د مراعتولو خبره کوي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې ټول شته قوانین لغوه او هغه یې د بهرنیانو لخوا جوړ شوي قوانین وبلل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د یادو دوه بندي امریکايي وګړو په اړه یې له امریکايي لوري سره هم اړیکې نیولې دي.

دغه دوه امریکايي وکړي د طالبانو له لوري په داسې مهال د افغانستان له قانون څخه د سرغړونې په تور بندیان دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یادې ډلې له لوري د افغانستان اساسي قانون لغوه اعلان شوی.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران څخه تر زرو زیات افغان کډوال راستانه کړل شوي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران څخه یو زر او ۵۲۱ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، دغه کډوال له ایرانه تېره ورځ د وري میاشتې ۱۱ مه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت نن د یکشنبې ورځ د (وري ۱۲مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو دغه ۱۵۲۱ کسان چې کورنۍ هم پکې وې د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

یاد وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۴ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د ایران ځانګړی استازی: د طالبانو حکومت به په خپل ستراتیژیک ملګري بدل کړو

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، ایران هڅه کوي چې د طالبانو حکومت په یوه ستراتیژیک ملګري بدل کړي. حسن کاظمي قمي د پوهنتون له استادانو سره په یو کتنه کې وویل: «دا د امریکایانو پلان دی چې د ایران او طالبانو ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي قمي وویل د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو یو له بل سره تړل او د زېربناوو سره نښلول به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره تر ټولو غوره کار وي.

د هغه په وينا، هر څومره چې په افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب شي، ايران ته د افغان کډوالو سيلاب به زيات شي او داعش به د نورو سرتېرو د ګومارلو لپاره له بېوزلۍ ناوړه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا شرایط نه د ایران او نه هم د طالبانو په خوښه دي، نو دواړه هېوادونه هڅه کوي چې لا زیاتې همکارۍ او اړیکې ولري.»

ښاغلي کاظمي قمي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د ډیپلوماسۍ په اړه غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ: «موږ باید د هېواد په ختیځ کې د اوبو د بحران په اړه بنسټیز فکر وکړو.»

د فارس خبري اژانس په وينا، په دې غونډه کې د پوهنتون استادانو د اوبو د مسالې په اړه د ايران او طالبانو د اړيکو په اړه خپلې نيوکې او د حل لارې چارې وړاندې کړې.

کاظمي قمي همداراز وویل: «موږ په افغانستان کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ یو. موږ د داعش په ګډون له یو لړ ترهګریزو ستونزو سره مخامخ یو چې زموږ د هیواد په لوېدیځ کې د صهیونیستانو پلان دی. بله برخه د امریکا فساد دی؛ په حقیقت کې امریکایانو په افغانستان کې سخت ځواک وکاراوه او ناکام شول او نن نرم او نیمه سخت ځواک کاروي.»

مهر خبري اژانس: ایران د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته له دغې ډلې ګټه پورته کوي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

مهر خبري اژانس تېر کال له طالبانو سره د ایران د اړیکو په اړه لیکلي، چې تهران د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته له دغې ډلې«ګټه پورته» کوي. مهر وايي، ایران هم د چین په څېر له طالبانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له رامنځته شوې فضا څخه ډېره ګټه وکړي.

دغه خبري اژانس د شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په یوه راپور کې د ایران او طالبانو ترمنځ د تېر کال اړیکو ته کتنه کړې. مهر ویلي، چې د ابراهیم ریسي په مشرۍ د ۱۳م حکومت د تړلو ډیپلوماټیکو لارو او یا هم د طالبانو له رسمیت پېژندلو ور هاخوا دریمه لاره غوره کړه. د مهر په وینا، د ایران حکومت له طالبانو سره اړیکې په «سیخ او کوږ» ډول مخته وړي.

مهر خبری اژانس وایي د طالبانو په وړاندې د ایران کوږ سیاست یوه «منطقي سیاست بللی» او ویلي یې دي، ایران له یوې خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو له بلې خوا یې د دغې ډلې له رسمیت پیژندلو مخکې ترې «اقتصادي ګټې» وکړې. او د دې تر څنګ یې د سیاسي اړیکو پر ځای، له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې وساتلې.

د دغه راپور په یوه برخه کې تهران ته د ملا برادر د سفر یادونه شوې چې پکې طالبانو او ایران د اقتصادي همکاریو پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

مهر ټینګار کړی چې افغانستان د ایراني توکو د پېرلو ښه ځای دی او د ۱۴۰۲ کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات دوه میلیونه او ۳۲۶ زره ټنه وو. په دې موده کې د ايران د صادراتو ارزښت ٩٧٥ ميليونه ډالره و چې د وزن له لحاظه ٢٢ سلنه او د ارزښت له پلوه څلور سلنه زيات شوى دى.

خو په دې موده کې له افغانستان څخه ایران ته واردات شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالره وو.

مهر خبري اژانس په دغه راپور کې د ایران او طالبانو ترمنځ د هلمند سیند د حقابې موضوع او سیاسي کړکیچ ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه موضوع په تېرو ۱۵۰ کلونو کې تل د کړکیچ سرچینه وه.

دغه خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې د ایران حقابه څاري او طالبانو د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو تړون منلی او دېته ژمن دي.