• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ځانګړی استازی: د طالبانو حکومت به په خپل ستراتیژیک ملګري بدل کړو

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، ایران هڅه کوي چې د طالبانو حکومت په یوه ستراتیژیک ملګري بدل کړي. حسن کاظمي قمي د پوهنتون له استادانو سره په یو کتنه کې وویل: «دا د امریکایانو پلان دی چې د ایران او طالبانو ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي قمي وویل د ایران او افغانستان د اقتصادي ګټو یو له بل سره تړل او د زېربناوو سره نښلول به د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره تر ټولو غوره کار وي.

د هغه په وينا، هر څومره چې په افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب شي، ايران ته د افغان کډوالو سيلاب به زيات شي او داعش به د نورو سرتېرو د ګومارلو لپاره له بېوزلۍ ناوړه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا شرایط نه د ایران او نه هم د طالبانو په خوښه دي، نو دواړه هېوادونه هڅه کوي چې لا زیاتې همکارۍ او اړیکې ولري.»

ښاغلي کاظمي قمي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د ډیپلوماسۍ په اړه غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ: «موږ باید د هېواد په ختیځ کې د اوبو د بحران په اړه بنسټیز فکر وکړو.»

د فارس خبري اژانس په وينا، په دې غونډه کې د پوهنتون استادانو د اوبو د مسالې په اړه د ايران او طالبانو د اړيکو په اړه خپلې نيوکې او د حل لارې چارې وړاندې کړې.

کاظمي قمي همداراز وویل: «موږ په افغانستان کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ یو. موږ د داعش په ګډون له یو لړ ترهګریزو ستونزو سره مخامخ یو چې زموږ د هیواد په لوېدیځ کې د صهیونیستانو پلان دی. بله برخه د امریکا فساد دی؛ په حقیقت کې امریکایانو په افغانستان کې سخت ځواک وکاراوه او ناکام شول او نن نرم او نیمه سخت ځواک کاروي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مهر خبري اژانس: ایران د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته له دغې ډلې ګټه پورته کوي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

مهر خبري اژانس تېر کال له طالبانو سره د ایران د اړیکو په اړه لیکلي، چې تهران د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته له دغې ډلې«ګټه پورته» کوي. مهر وايي، ایران هم د چین په څېر له طالبانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له رامنځته شوې فضا څخه ډېره ګټه وکړي.

دغه خبري اژانس د شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په یوه راپور کې د ایران او طالبانو ترمنځ د تېر کال اړیکو ته کتنه کړې. مهر ویلي، چې د ابراهیم ریسي په مشرۍ د ۱۳م حکومت د تړلو ډیپلوماټیکو لارو او یا هم د طالبانو له رسمیت پېژندلو ور هاخوا دریمه لاره غوره کړه. د مهر په وینا، د ایران حکومت له طالبانو سره اړیکې په «سیخ او کوږ» ډول مخته وړي.

مهر خبری اژانس وایي د طالبانو په وړاندې د ایران کوږ سیاست یوه «منطقي سیاست بللی» او ویلي یې دي، ایران له یوې خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو له بلې خوا یې د دغې ډلې له رسمیت پیژندلو مخکې ترې «اقتصادي ګټې» وکړې. او د دې تر څنګ یې د سیاسي اړیکو پر ځای، له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې وساتلې.

د دغه راپور په یوه برخه کې تهران ته د ملا برادر د سفر یادونه شوې چې پکې طالبانو او ایران د اقتصادي همکاریو پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

مهر ټینګار کړی چې افغانستان د ایراني توکو د پېرلو ښه ځای دی او د ۱۴۰۲ کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات دوه میلیونه او ۳۲۶ زره ټنه وو. په دې موده کې د ايران د صادراتو ارزښت ٩٧٥ ميليونه ډالره و چې د وزن له لحاظه ٢٢ سلنه او د ارزښت له پلوه څلور سلنه زيات شوى دى.

خو په دې موده کې له افغانستان څخه ایران ته واردات شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالره وو.

مهر خبري اژانس په دغه راپور کې د ایران او طالبانو ترمنځ د هلمند سیند د حقابې موضوع او سیاسي کړکیچ ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه موضوع په تېرو ۱۵۰ کلونو کې تل د کړکیچ سرچینه وه.

دغه خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې د ایران حقابه څاري او طالبانو د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو تړون منلی او دېته ژمن دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ: ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې ته مو له پاکستانه شکایت کړی

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر افغانستان د پاکستاني پوځ له لوري د بمباریو د غندنې په موخه لاریون کړی. د دغه غورځنګ غړي وايي، دواړو نړېوالو ادرسونو ته یې د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله شکایت ثبت کړی.

پاکستان دوه اوونۍ وړاندې د خوست او پکتیکا پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو، او طالبانو ویلي وو، چې په هغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له لوري پر خوست او پکتیکا ولایتونو د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې د شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې لاریون وکړ.

د دغه غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي، په یاد لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتونخوا د غړو تر څنګ په اتریش کې مېشتو افغانانو هم ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، لاریون والو د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو بریدونو په ضد شعارونه ورکول، او له نړېوالو یې وغوښتل چې د پاکستان د پوځ له لوري دې پر پښتنو او افغانانو د ترسره شویو جنایتونو په وړاندې چوپه خوله نه پاتې کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ځو ورځې وړاندې د سویس په جنیوا کې هم د یو اعتراضي لاریون پر مهال د پاکستان له لوري پر خوست او پکتیکا ولایتونو وروستي هوايي بریدونه غندلي وو.

د طالبانو د ټولګټو وزارت: د سالنګ لویه لاره خلاصه او په واورو کې ایسار موټر وژغورل شول

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسولان وايي، د شمالي ولایتونو عمومي لاره چې په سالنګونو کې د واورې د ډېر ورښت له امله تېره شپه تړل شوې وه نن سهار درې بجې د مساپر وړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یک شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د سالنګونو لاره چې تېره شپه اووه بجې د واورې د زیات ورښت او توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار نږدې درې بجې د مساپر وړونکو او باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.»

د سالنګونو د ساتني ریاست یو مسول چې د یاد وزارت له لوري یې نوم نه دی ذکر شوی په یو ویډیويي کلیپ کې وايي، د واورې د زیات ورښت او توپان له امله یې په واوره کې له دوو سوو ډېر موټرونه ژغورلي دي.

دغه کس وايي: «تېره شپه اووه بجې د سالنګ په پل خاکي سیمه کې د واورې ډیر شدید توپان رامنځته شو چې له امله یې لاره وتړل شوه، د واورې د توپان په منځ کې شاوخوا ۲۵۰ موټرونه بند شوي وو، د سالنګونو د ساتنې د کارکوونکو له لوري وژغورل شول.»

د تولګټو چارو وزارت پر یاده لاره له تلوونکو مساپرو څخه غوښتنه کوي چې د سفر پر مهال د ځان ساتني په موخه ژمني توکي له ځان سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له ژمي وړاندې طالبانو د سالنګونو لاره چې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونو له پلازمېنه کابل او مرکزي ولايتونو سره نښلوي د وارو د زیات ورښت پرمهال د ویجاړو شویو سیمو د رغېدو اعلان کړی و، خو لاهم د افغانستان د شمالي ولایتونو دغه مهمه لاره د واورو د ورښت پر مهال د سفر لپاره امن نه ده.

د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۰

د ترکیې پولیسو ویلي، چې د خوراکي توکو په یو موټر کې یې ۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي. د اماسیا پولیسو دغه کډوال د لاریو د کتلو پر مهال پیژندلي او نیولي دي. دغه افغان کډوال به د اداري مراحلو له ترسره کیدو وروسته له ترکیې واېستل شي.

ترکي رسنیو د شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د اماسیا ښار د پولیسو په حواله ویلي، دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول چې له اغرې ښار څخه استانبول ته پر لار وو.

ډیری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لري. دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وکړو مرکزونو ته لیږدول شوي ترڅو افغانستان ته واستول شي.

ترکيې په دې وروستيو کې د کډوالو د پيژندلو او نيولو د بهير د ګړندي کولو لپاره ګرځنده ګزمې زياتې کړي دي. د ګډوالو د حقونو فعالان دغه کړنه ناقانونه بولي. تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې د ترکیې په ۳۰ښارونو کې د پناه غوښتونکو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو شمېر زیات شوی دی.

ترکیه د اسیا او اروپا ترمنځ د پروت هیواد په توګه د ډیرو پناه غوښتونکو لنډمهاله تم ځای دی چې اروپا ته د تللو په موخه له قانوني او غیر قانوني لارو دغه هېواد ته داخلیږي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د پېژندنې، نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی او زرګونه کډوال چې اکثره یې افغانان دي، نیولي او خپلو هیوادونو ته یې استولي دي.

طالبان وايي، چې ډېر ژر به کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو لېږد پیل شي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د لېږد پروژې د سروې کار مخ په پای ته رسیدو دی.

دغه وزارت ویلي، چې د سروې له بشپړېدو سره به ډېر ژر د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره‌خېلو سيمې پورې د څه باندې دوه سوه کيلومترو په اوږدوالي د اوبو د لیږد پروژې عملي کار پيل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پنجشیر ملي ټلویزیون ویلي، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو دغه موضوع په پنجشیر کې د دغې ډلې له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت یو چارواکي محمد عارف مومند د پنجشیر ملي تلویزیون ته وویل، چې د دې پروژې بودیجه د طالبانو د ادارې له خوا ورکول کیږي. عارف زیاته کړه چې دغه پروژه د دوه متر مکعب اوبو د لېږد ظرفيت لري.

طالبانو ویلي، چې د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد شاوخوا درې کاله وخت نیسي او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

طالب چارواکو تېرکال اوړي کې هم کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د لېږد په اړه غونډه کړې وه. په دې ناسته کې د دې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا ټینګار شوی و.

د پنجشېر د اوبو د لېږد پلان په تېر حکومت کې هم تر بحث لاندې و. د راپورونو له مخې، د افغانستان د ۱۳۹۹ کال د بودیجې په سند کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښار لپاره د اوبو رسولو درې مهمې پروژې په پام کې نیول شوې وې، چې کابل ته د پنجشیر د ابو انتقال، د شاه توت بند تجهیزاتو او ځمکې لاندې ابو د ذخیرې پروژې په کې شاملې وې.

په کابل کې د څښاک د اوبو نشتوالی د پلازمېنې اوسېدونکو ته جدي ستونزې جوړې کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د کابل په ځینو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو لپاره د ښاریانو اوږده کتارونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه لیدل شوي دي.