• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو په اماسیا ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۵۵ GMT+۰

د ترکیې پولیسو ویلي، چې د خوراکي توکو په یو موټر کې یې ۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي. د اماسیا پولیسو دغه کډوال د لاریو د کتلو پر مهال پیژندلي او نیولي دي. دغه افغان کډوال به د اداري مراحلو له ترسره کیدو وروسته له ترکیې واېستل شي.

ترکي رسنیو د شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د اماسیا ښار د پولیسو په حواله ویلي، دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول چې له اغرې ښار څخه استانبول ته پر لار وو.

ډیری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لري. دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وکړو مرکزونو ته لیږدول شوي ترڅو افغانستان ته واستول شي.

ترکيې په دې وروستيو کې د کډوالو د پيژندلو او نيولو د بهير د ګړندي کولو لپاره ګرځنده ګزمې زياتې کړي دي. د ګډوالو د حقونو فعالان دغه کړنه ناقانونه بولي. تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې د ترکیې په ۳۰ښارونو کې د پناه غوښتونکو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو شمېر زیات شوی دی.

ترکیه د اسیا او اروپا ترمنځ د پروت هیواد په توګه د ډیرو پناه غوښتونکو لنډمهاله تم ځای دی چې اروپا ته د تللو په موخه له قانوني او غیر قانوني لارو دغه هېواد ته داخلیږي. ترکیې په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د پېژندنې، نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی او زرګونه کډوال چې اکثره یې افغانان دي، نیولي او خپلو هیوادونو ته یې استولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، چې ډېر ژر به کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو لېږد پیل شي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د لېږد پروژې د سروې کار مخ په پای ته رسیدو دی.

دغه وزارت ویلي، چې د سروې له بشپړېدو سره به ډېر ژر د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره‌خېلو سيمې پورې د څه باندې دوه سوه کيلومترو په اوږدوالي د اوبو د لیږد پروژې عملي کار پيل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پنجشیر ملي ټلویزیون ویلي، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو دغه موضوع په پنجشیر کې د دغې ډلې له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت یو چارواکي محمد عارف مومند د پنجشیر ملي تلویزیون ته وویل، چې د دې پروژې بودیجه د طالبانو د ادارې له خوا ورکول کیږي. عارف زیاته کړه چې دغه پروژه د دوه متر مکعب اوبو د لېږد ظرفيت لري.

طالبانو ویلي، چې د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد شاوخوا درې کاله وخت نیسي او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

طالب چارواکو تېرکال اوړي کې هم کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د لېږد په اړه غونډه کړې وه. په دې ناسته کې د دې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا ټینګار شوی و.

د پنجشېر د اوبو د لېږد پلان په تېر حکومت کې هم تر بحث لاندې و. د راپورونو له مخې، د افغانستان د ۱۳۹۹ کال د بودیجې په سند کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښار لپاره د اوبو رسولو درې مهمې پروژې په پام کې نیول شوې وې، چې کابل ته د پنجشیر د ابو انتقال، د شاه توت بند تجهیزاتو او ځمکې لاندې ابو د ذخیرې پروژې په کې شاملې وې.

په کابل کې د څښاک د اوبو نشتوالی د پلازمېنې اوسېدونکو ته جدي ستونزې جوړې کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د کابل په ځینو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو لپاره د ښاریانو اوږده کتارونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه لیدل شوي دي.

حبیب الرحمان حکمتيار: واړه خلک افغان ولس ته د فتح شوي ملت په سترګه ګوري

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د ګلبدین حکمتيار زوی د طالبانو د عدليې وزير وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، دا د افغانانو بدبختي ده، چې واړه خلګ پر لويو چوکيو ناست او ولس ته د فتح شوي ملت په سترګه ګوري.

حبیب الرحمان حکمتيار وايي، چې د عدل او قانون ادارې مشر په دې نه پوهيږي، چې سرپرستان فيصلي نه شي کولای.

د طالبانو د عدليې وزير مولوي عبدالحکيم شرعي نن په کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې له پخواني استوګنځي په وتلو کې یې حکمتيار ته وخت ور کړی او بل ځای یې ورته برابر کړی، «له دې سره که بیا هم نوموړی دا کار بې احترامي بولي، عقل يې کار نه کوي.»

د حزب اسلامي ګوند د مشر زوی حبیب الرحمان حکمتيار نن شنبه د طالبانو عدليې وزير تر څرګندونو وروسته پر اېکس ټولنیې شبکې یو پیغام کې لیکلي، چې د ادب او بې ادبي په اړه د قضاوت لپاره همدا څو دقيقې خبرې بسنه کوي.

نوموړي ليکي: «دا زموږ بدبختي ده چې يو شمېر واړه خلک په غټو څوکيو ناست دي او افغانانو ته د خپل ولس پر ځای د کوم فتح شوي ملت په سترګه ګوري.»

حبیب الرحمان حکمتيار ليکلي، چې د طالبانو د عدل او قانون د ادارې په مشرۍ کې کسان په خپله خوښه فيصلې کوي.

هغه زياتوي: « د عدل او قانون ادارې مشر په دې نه پوهیږي، چې سرپرستان سرپرستي کوي، نه دا چې فيصلې.»

حکمتيار په افغانستان کې د حزبونو د فعالیت قانوني ختمولو ته د طالبانو د عدليې وزير د خبرو په غبرګون کې ليکلي: « پخواني قوانين لغوه کول او نوي جوړول د يوې قانون سازی مرجعې کار وي نه دا، چې يو شخص يا يو ډله په خپله خوښه دا کار وکړي.»

هغه ليکلي، چې اوسني واکمنان بايد له تېرو تجريبو زده کړه وکړي؛ ځکه تر اوسه لا په دې نه پوهيږي، چې سبا ته به څه پېښ شي.

د طالبانو عدليې وزير ويلي، چې د کور په مسله کې يې د حکمتیار درناوی کړی او د هغه په خوښه يې ځای ورکړی؛ خو په ورته وخت کې يې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار ته خبرداری ورکړی، چې د دوی په نظام کې حزبونه ځای نه لري او نوم اخيستل يې جرم دی.

اېن بي سي: ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکایانو د یرغمل کېدو په اړه مبالغه کوي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

اېن بي سي تلوېزون د امریکا د پخواني ولسمشر دا ادعا مبالغه بولي، چې په ټاکنیز کمپاین کې وخت ناوخت وايي، ډېری امریکایان په افغانستان کې "ښايي د یرغمل په توګه" ژوند کوي. اوسني امریکايي چارواکي دې رسنۍ ته وايي، ۲ امریکايي اتباع افغانستان کې بندیان دي او دوی یې د خوشي کولو هڅه کوي.

دا تلوېزون وايي، ښايي د بایډن ځینې ملګري ډیموکراتان هم له ډونلد ټرمپ سره ومني چې ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه په بریالۍ توګه د امریکایانو د حضور په پای ته رسولو کې ناکام شو.

د دې تلوېزون د راپور له مخې، د ډونلډ ټرمپ دا ادعا له مبغالغې ډکه ده چې ډیری وخت په خپل ټاکنیز کمپاین کې وايي، په افغانستان کې سلګونه یا زرګونه امریکایي وګړي پاتې او لا هم یرغمل دي.

ښاغلي ټرمپ د مارچ میاشتې په پیل کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال په څرګندونو کې وویل: "د ۱۸ میاشتو لپاره موږ په افغانستان کې هیڅ سرتیری یا امریکایي وکړی له لاسه نه و ور کړی. بیا مونږ په داسې وحشت کې له افغانستانه راووتلو چې په ترڅ کې یې ۱۳امریکايي سرتیري ووژل شول، ۳۸ سخت ټپیان شول، او ډیر امریکایان په افغانستان کې پریښودل شول."

هغه زیاتوي: "لا هم په افغانستان کې امریکایان پریښودل شوي دي، تاسې یې د یرغملو په توګه هم یادولای شی."

د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې له خوا تیره اونۍ په خپره شوې ویډيو کې، ټرمپ دغه ادعاوې بیا تکرار کړې دي.

هغه ویلي: "موږ لا هم په افغانستان کې ډېر امريکايي وګړي لرو، چې ښايي د يرغمل په توګه ژوند وکړي."

خو د بایډن د ادارې د ملي امنیت دوو جګپوړو چارواکو اېن بي سي ته ویلي، چې طالبانو دوه امریکایان نیولي چې د امریکا حکومت یې د خوشې کیدو لپاره کار کوي.

دغه سرچیني وايي، چې په افغانستان کې نور امریکایان په خپله خوښه پاتې دي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې یوه چارواکي وویل: "هر امریکایي چې غوښتل له افغانستانه ووځي هغه وتلی دی." "په حقیقت کې، موږ یو کس هم په افغانستان کې نه دی پریښی. موږ هم هره میاشت خپل افغان متحدین هم له دغه هیواده وباسو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې امریکايي وکړو د شمېر په اړه دقیق ارقام نه شي برابرولی چې له دغه هیواده یې د وتلو غوښتنه کړې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وايي: "دا ناشونې ده چې په ډاډ سره ووایو چې نن په افغانستان کې څومره امریکایي وکړي شته دي. په تیرو ۳۰ میاشتو کې چې په کابل کې زموږ سفارت تړل شوی، ډیری امریکایي وکړي افغانستان ته تللي، بیرته راستانه شوي او بیا تللي دي."

د امریکا د ملي امنیت ادارې دغو سرچینو ویلي،‌ چې دوه امریکايي وکړي د طالبانو په بند کې دي او دواړه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هیواد ته تللي دي.

عبدالحکیم شرعي: حکمتيار ته مو وخت او ځای ور کړ، که دا بې احترامي بولي، عقل يې کار نه کوي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د طالبانو عدليې وزير وايي، له پخواني استوګنځي په وتلو کې یې حکمتيار ته وخت ور کړ او بل ځای یې ورته برابر کړ، «له دې سره که بیا هم نوموړی دا وتل بې احترامي بولي، عقل يې کار نه کوي.» عبدالحکيم شرعي حکمتيار ته په اخطاريه ډول وویل، په افغانستان کې د حزب نوم اخيستل قانوني جرم دی.

د طالبانو د عدليې وزير نن په کابل کې د دې وزارت له اړوند «مدرسة العدالة» د حديثو د لوېی دورې د طالبانو په فراغت غونډه کې وويل، چې د کور په مسله کې يې ګلبدين حکمتیار ته پوره درناوی کړی.

مولوي عبدالحکيم شرعي وايی، چې د دوی د مشرانو په غوښتنه یې حکمتيار ته پرله پسې له دولتي کوره د وتلو وخت ورکړ او بیا يې د هغه په خوښه ځای هم ورکړ: هفته وخت مو ور کړ، بیا د دوی مشران راغلل څلور هفتې یې وغوښتې، بیا مو څلور هفتې وخت ور کړ. بیا مشرانو خبره وکړه چې ژمی دی تر پسرلي وخت ور کړه، پسرلي د حوت تر پنځلسمه وي، موږ د حوت تر اخره وخت ور کړ.»

طالب وزير شرعي زياتوي دا وخت پوره کېدو سره د دې ډلې مشرانو وویل، ښاغلي حکمتیار ته بل ځای برابروي: «هغوی په خوښه حکمتیا ته ځای برابر کړ، که حکمتيار دا بې احترامي بولي؛ نو هغه په احترام نه پوهيږي او عقل يې کار نه کوي.»

د طالبانو عدليې وزير د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار ته په اخطاريه ډول وویل، چې د دوی په نظام کې حزبونه ځای نه لري او نوم اخيستل يې جرم دی.

هغه وايي: « تېرکال زموږ په تشکيلاتو کې د احزابو رياست لغوه شو، احزاب په نظام کې په قانوني لحاظ ځای نه لري او د حزب نوم اخیستل تاته يو قانونوني جرم دی.»

طالبانو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپل استوګنځي او دفتر څخه په دې دلیل وایسته چې د کور او دفتر ځمکه یې دولتي ملکیت و.

طالبانو هغه د دولتي ځمکو په غصب تورن کړ؛ خو د حکمتیار استدلال دا و، چې د تېر حکومت د هوکړې له مخې په دغو ملکیتونو کې پاتې شوی دی.

د حکمتیار د کور د نیولو امر د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا صادر شوی او دا کار د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي کړی دی.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار له دولتي کور څخه د ګلبدین حکمتیار د ویستلو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت پر خپلسرۍ نیوکه کړې او له دولتي کوره د خپل پلار اېستل "بې احترامي او نامناسب عمل" بللی.

هغه ویلي: "د طالبانو په حکومت کې نږدې هرڅوک ځان ته امیرالمؤمنین دی."

نوموړي دا هم ویلي چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون ځینې چارواکو په پخواني کور کې د ښاغلي حکمتیار د پاتېدو هڅه وکړه، خو بریالي نه شول.

طالبان: له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې وسله ونیول شوه

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت په تورخم ګمرک کې د وسلو او تجهیزاتو د نیولو خبر ورکړ، چې له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل. د طالبانو ماليې وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې نیول شوې وسلې او تجهيزات د سيميټو په منځ کې اېښودل شوي وو.

طالبان وايي، په دې وسلو کې «۱۰ مېله توپانچې، ۲۱ شاجورونه او یو کنداغ» شامل دي.

دغه وزارت په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه یې هم په دې تړاو د کسانو د نيولو اړوند څه ويلي دي.

د طالبانو ماليې وزارت په خپله خبرپاڼه کې ليکي، چې په ټولو ګمرکونو کې د صادراتو او وارداتو پر مهال د ممنوع او قاچاقي توکو جدي څارنه کوي.

ډېر وخت په تورخم طالبان د بېلابېلو قاچاقي موادو د نیولو او مخنيوي خبر ورکوي.

یوه میاشت مخکې ماليې وزارت ويلي، چې ‏د تورخم ګمرک کارکوونکو د ۱،۸ کیوګرامه سرو زرو له قاچاق څخه مخنیوی کړی.