• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې وسله ونیول شوه

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو ماليې وزارت په تورخم ګمرک کې د وسلو او تجهیزاتو د نیولو خبر ورکړ، چې له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل. د طالبانو ماليې وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې نیول شوې وسلې او تجهيزات د سيميټو په منځ کې اېښودل شوي وو.

طالبان وايي، په دې وسلو کې «۱۰ مېله توپانچې، ۲۱ شاجورونه او یو کنداغ» شامل دي.

دغه وزارت په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه یې هم په دې تړاو د کسانو د نيولو اړوند څه ويلي دي.

د طالبانو ماليې وزارت په خپله خبرپاڼه کې ليکي، چې په ټولو ګمرکونو کې د صادراتو او وارداتو پر مهال د ممنوع او قاچاقي توکو جدي څارنه کوي.

ډېر وخت په تورخم طالبان د بېلابېلو قاچاقي موادو د نیولو او مخنيوي خبر ورکوي.

یوه میاشت مخکې ماليې وزارت ويلي، چې ‏د تورخم ګمرک کارکوونکو د ۱،۸ کیوګرامه سرو زرو له قاچاق څخه مخنیوی کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

عاطف مشعل: غرب داعش د یو ملک نه بلکې د سیمې پرضد تمویلوي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د پاکستان لپاره د جمهوریت د وخت سفیر وايي، غرب دا ځل د داعش ډله تنها د یو ملک پر ضد نه، بلکې د سیمې د څو هیوادونو لپاره تمویلوي. عاطف مشعل زیاتوي، د پاکستان پوځ کې داسې کسان شته چې د غرب په غوښتنه په دغه هېواد کې پر چینايي پروژو په بریدونو کې لاس لري او د سی پېک مخنیوی غواړي.

عاطف الله مشعل د طالبانو د استخباراتو اړوند المرصاد وېبپاڼه کې «د سیمې امنیتي وضعیت او د پاکستان دوه مخي سیاست» په نوم یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

مشعل په دې باور دی، چې د داعش د پروژې تطبیقول او داعش ته په سیمه کې یو مصون کاري دهلیز مهیا کول یواځې د افغانستان او (سی پیک) پر ضد عمل او اقدام نه دی، بلکې د منځنۍ اسیا، روسیې او ایران لپاره هم یو لوی ګواښ دی.

نوموړی په دې باور دی چې، غرب د پاکستان په همکارۍ د داعش پروژه پلي کول غواړي.

مشعل وايي د پاکستاني جنرالانو او سیاسیتوالو دغه اقدام تنها له افغانستان سره په ټکر کې نه ده، بلکې د افغانستان په ګاونډ کې د ټولې سیمې لکه روسیې، چین او ایران لپاره یو جدي تهدید او بالقوه ګواښ دی، ځکه غرب دا ځل د داعش ډله تنها د یو ملک پر ضد نه، بلکې د سیمې د څو هیوادونو لپاره تمویلوي او تقویه کوي.»

دغه پخوانی افغان ډیپلوماټ وايي داسې نښې نښانې شته چې د پاکستان په پوځ او سیاسي مقاماتو کې ځینې ډلې، چې په احتمالي توګه د لویدیځ د ګټو تر اغیز لاندې دي، د چینایي شرکتونو پر ضد، په وسله والو بریدونو کې ښکیل دي.

مشعل وايي دا کړنې ممکن د یوې پراخې اجنډا برخه وي چې پاکستان د نړۍ د لویو ځواکونو ترمنځ د رقابتونو او سیالیو په مرکز مبدل کړي.

خو معشل بیا وايي چې د پاکستاني پوځ او سیاستوالو دغه غرب-پلوه ډله د غرب په مخفي اشارو هڅه کوي، تر څو په ځانګړې توګه د چین پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر د لویو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره مشکلات ایجاد کړي.

نوموړی په چترال کې د ناامنۍ زیاتېدو ته په اشاره لیکي، چې پاکستاني جنرالان په دې کار سره غواړي د واخان له لارې د افغانتسان او چین د وصلېدو مخه ونیسي.

پاکستان کې تېره دوشنبه پر چینايي انجینرانو له برید وروسته دغه هېواد په پاکستان کې پر دریو برېښنا بندونو کار بند کړ.

عاطف مشعل د لیکنې په پای لیکلي دي، چې پاکستان ته پکار ده، چې داسې سیاست او پالیسي غوره کړي، چې که له منطقې سره په یوه لاره نه ځي، حد اقل باید په ټکر او تضاد کې ور سره لاړ نه شي.

مشعل زیاتوي د پاکستان په پوځ کې چې بعضې جنرالانو او ځینې سیاستمدارانو کومه د غرب په ګټه او لمسون پالیسي غوره کړې، دا په ښکاره له منطقې سره په تضاد او ټکر کې پر مخ تلل دي.

طالبان وايي په پروان او بغلان کې په ترافيکې پېښو کې ۱۶ کسان ټپیان شول

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

طالبان وايي په پروان کې د دوو موټرو د ټکر له کبله ۷ او په بغلان کې له غره سره د موټر د ټکر له کبله ۹ کسان ټپي شوي دي.

د پروان لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پېښه د دې ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په قلعه سرخ کې یوه کرولا له سړک اوښتې، لومړی يې یو ماشوم وهلی او وروسته یې له بل موټر سره ټکر کړی، چې د دواړو موټر چلوونکو په ګډون ۷ کسان پکې ټپي شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو امنيه قومندانۍ هم نن په يوه خبرپاڼه کې په خنجان ولسوالۍ کې له غره سره د ۵۸۰ بس د ټکر خبر ورکړی.

په خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې د شمالي سالنګ د چهارمغزک په ګولايي کې د مسافرو دغه موټر له سړک ښویېدلی او له غره سره ټکر شوی، چې ۹ مسافر پکې ټپيان شوي دي.

د ځايي طالبانو په خبره، چې د دواړو پېښو ټپيان د سيمې روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

طالب مسولينو د دې ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

ملا یعقوب مجاهد: هیڅ چارواکی د تصفیې کمېسون په کارونو کې د مداخلې حق نه لري

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزیر او د امنیتي او تصفیوي کمېسون مشر په یوه مکتوب کې چې یو کاپي یې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، له ټولو والیانو غوښتي چې د تصفیوي کمېسون د بیا کره کتنې پروسه کې د مداخلې حق نه لري. د مکتوب له مخې طالبانو له نويو شرطونو سره د خپلو غړو تصفیه پیل کړې.

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسون مکتوب نن د دې کمېسون مسوول او دفاع وزیر ملا یعقوب لاسلیک کړی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي چارو کمېسون د پرېکړې په مطابق په ټولو ولایتونو کې د کره کتنې هییت په خپلو کارونو کې مستقل دي.

همدرانګه په ټولو ولایتونو کې د والي مرستیال د امنیتي او تصفیوي کمېسون مسوول دی، نو دی مسوولیت لري چې په خپلو ولایت کې د پلاوي لپاره سهولتونه رامنځته او ستونزو ته یې رسیدنه وکړي.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د کره کتنې هیت مکلف دی چې د فورمې کتلو په وخت کې د ډلګۍ مشر حتما فزیکي حضور ولري او د غیرحاضرۍ په صورت کې د هیڅ طالب فورمه تایید نه کړي.

د کمېسون بل شرط دا دی، چې په کومو سیمو او ولایتونو کې چې چا په تېره جګړه کې برخه اخیستي وي، نو د خپلو فورمو د تاییدۍ لپاره دې هغو ولایتونو ته مراجعه وکړي.

د تصفیې کمېسون د مکتوب په اخر کې لیکلي، هغه کسان چې د طالبانو واک ته رسېدو سره له مسوولینو سره نورو ولایتونو ته تللي وي او خپلې فورمې یې هلته تاید کړي وي، خو په دغه ولایت کې جهادي سابقه ونه لري هغه فورمې د اعتبار وړ نه دي.

له دوی غوښتنه شوې ده، چې په خپلو ولایتونو کې چې د جګړې سابقه ولري، هلته دې خپلې فورمې تاید کړي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغې ډلې څو ځله د امنیتي او تصفیوي کمېسون د خپلو غړو د تایید لپاره شرایط وټاکل؛ خو داسې معلومیږي طالبان تر اوسه په دې نه توانیدلي خپل ټول وسلوال تایید او ثبت کړي.

له دې وړاندې د میدان وردګو یو شمېر طالبانو نیوکه کړې وه، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسون د کندهاري طالبانو په کنټرول کې دی.

دوی ویلي و چې دغه کندهارۍ ډله د نورو ولایتونو او په ځانګړي توکه د میدان وردګو د طالبانو د غړیتوب فورمې نه تاییدوي.

دوی ادعا کړې وه، چې د تصفیې کمېسون دې د ملا فاضل او ملا قیوم ذاکر اړوند د طالبانو تصفیه وکړي، چې دواړو یې په خپلو وسلوالو ډلو کې پر طالبانو سربېره نور کسان هم ځای پر ځای کړي دي.

د میدان وردګو یو شمېر طالبانو په ټولنیزو شبکو کې پر کندهاري طالبانو دا نیوکه هم کړې وه، چې جګړه دوی کړې او اوس ټولې مهمې دندې د کندهاري طالبانو په لاس کې دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو له دوو کلونو زیاته موده تېریږي خو تر اوسه دې ډلې خپل غړي نه دي تایید کړي.

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ټیټولو په موخه ۱۷مېلیونه ډالر لیلاموي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۰۹ GMT+۰

د افغانستان بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سبا د (وري په ۱۲مه) ۱۷ مېلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري. دغه بانک په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پاک کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده، چې د معاملو قسمي ترسره کول جواز نه لري او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم د حوالې په ډول په ټاکلې موده کې بانک ته وسپاري.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت لپاره ۱۷ مېلیونه ډالر پلورلي وو.
دغه لیلام د شلو کالو په ترڅ کې هره اونۍ د افغانیو د ارزښت لپاره ترسره کېږي او د افغانستان بانک غواړي په دې توګه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتي.
له هغه ځایه چې افغانستان تر ډېره وارداتي هېواد دی او د څلور لسیزو نا امنیو له امله د دغه هېواد اقتصاد ځپل شوی، حکومتونو هڅه کړې چې په دې توګه د افغانیو ارزښت لوړ او د پیسو د پړسوب مخه ونیسي.
خو د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د افغانیو دغه لنډمهاله ارزښت ساتنه هومره ګټوره نه ده؛ لکه څومره چې په کار ده نظامونه باید د افغانیو اصلي ارزښت په ساتلو کې ګامونه واخلي.

دوی وړاندیز کوي، چې په کور دننه دې د خلکو لپاره د کار روزګار اسانتیاوې برابرې او د بهرنۍ پانګو د جلبولو لپاره دې لا زیاتې هڅې وشي.

هغه چې د طالبانو په واکمنۍ کې شونې نه ښکاري، ځکه تر اوسه د طالبانو نظام د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او هره ورځ له دغه هېواده خلک خپلې پانګې بهر ته لېږدوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: تر دې مهاله مو په کابل کې تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي

۱۱ وری ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر دې دمه یې له کابل ښاره تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي دي. د دغه معینیت یوه چارواکي حسیب الله احمدي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۹۶۴۱ سوالګر ټول کړي.

هغه ویلي، چې د دغو سوالګرو له ډلې ۱۴۹۳۲ یې ښځینه، ۲۲۷۲۵ یې نارینه او ۴۰۶۵ ماشومان وو.

د دغو شمېرو له مخې، د سوالګرو لویه برخه ښځینه جوړوي.
د هغه په وینا، دغه سوالګر له راټولو وروسته ځانګړو کمېسیونونو ته ورپېژندل کېږي او له تثبیت وروسته دوی ته لازمې حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او ترڅنګ یې ورسره نورې مرستې هم کېږي.
خو کابل ښاریان وایي، د دغې پروسې له پیل راهیسې لاتراوسه په پلازمینه کې د سوالګرو شمېر نه دی کم شوی.
د کابل یو اوسېدونکی احمد وایي، چې وزګارۍ او بې وزلۍ خلک سوالګرۍ ته اړ اېستي دي.
د هغه په وینا، نن سبا مېندې او پلرونه د ماشومانو د نس مړولو لپاره سوالګري کوي او طالبانو د ښځینه دولتي کارکوونکو تر څنګ ډېر نارینه هم له دندو شړلي او د شاوخوا درې کالو په تېرېدو یې متقاعدو کارکوونکو ته د هغوی امتیازات نه دي ورکړي.

داسې راپورونه هم شته، چې په دغو سوالګرو کې یو شمېر یې د دولت پخواني کارکوونکي او تقاعد شوي کسان دي.