د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې یې له ۲۵ روغتونونو سره د دارو درملو مرسته کړې

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې د ۴.۴ مېلیون ډالرو په ارزښت له ۲۵ روغتونونو سره د دارو درملو د رسولو په برخه کې مرسته کړې ده.