د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د کندهار او مسکو د بریدونو لامل یو بللی

ایرانۍ رسنۍ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له قوله راپور ورکړی، چې په کندهار او مسکو کې بریدونه له یوه ځایه شوي. هغه دا نه دي ويلي چې دغه بریدونه له کوم ځایه پلان شوي خو د دواړو بریدونو تر شا یې بهرنيان تورن کړي.