طالبانو د قوش تېپې کانال په شاوخوا سیمو کې د ۵۸ لرغونو سیمو د کشف خبر ور کړ

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ادارې مشر وایي؛ د قوش تېپې کانال د لارې په اوږدو او شاوخوا سیمو کې ۵۸ لرغونې سیمې کشف شوې دي. د ذبیح الله سادات په خبره؛ دغه لرغونې سیمې د بلخ په کلدار، دولت اباد، نهرشاهي او چاهي کې او د جوزجان په مردیان او اقچه کې پېژندل شوې.