مجاهد: د روسیې د ترهګریزو ډلو له نوملړ د طالبانو د نوم اېستل یو ریښتونی ګام دی

د طالبانو د حکومت ویاند د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ د دې ډلې د نوم د اېستلو لپاره د روسیې د اقدام هرکلی وکړ او دا یې یو ریښتونی او ښه ګام وباله. د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ د طالبانو د نوم د اېستلو پر موضوع غور کوي.