د طالب ویاند د څرګندونو له مخې؛ د وژل شوي خاوند نوم عبدالرحمان دی، چې له خپلې کورنۍ سره تر لانجې وروسته له خپلې مېرمنې سره له کوره راوتلی او بیا دواړه ښځه او خاوند وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو بیا ویلي، چې د د دغې ښځې او مېړه جسدونه له وژل کېدو وروسته سوځول شوي هم دي.
طالب چارواکي وايي، چې د دغو ډول وژونو لامل تر ډېره کورني تاوتریخوالي او یا شخصي دښمنۍ وي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار د افغانستان انټرنشنل - پښتو له سپړنې خپرونې سره په مرکې کې ویلي، چې طالبان د داعش په څېر فکر لري، یوازې ورته خپل ځان مسلمان ښکاري او څوک چې د دوی په لار ځي هغه مسلمان او که نه ځي هغه کافر ګڼي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له دولتي کور څخه ویستی او دغې چارې د اسلامي حزب د پلویانو او طالبانو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې دي.
د حکمتیار زوی وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر له خوا د ګلبدین حکمتیار ته سپکاوی شوی او پلار یې د افغانستان د یو لوی حزب رهبر دی.
هغه زیاته کړه: "دا هېڅ معقوله خبره نه ده، چې که یو څوک په افغانستان کې اوسیږي یا به طالبانو ته تسلیمږي یا به طالب یې او یا به له وطنه تښتې؛ دوی خپل ځان نور هم بې باوره کوي".
د اسلام اباد سترې محکمې اعلان کړی، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی.
د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده.
د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلي او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس - څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.
پر عمران خان تور دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال له بهرنیو هېوادونو څخه قیمتي ډالۍ تر لاسه کړې او بیا یې دغه ډالۍ په ۶۳۵ زره ډالرو پلورلې دي.
د عمران خان په ډالیو کې د سعودي عربستان یو قیمتي ساعت هم شامل دی، چې د کعبې یوه نښه لري او په نړۍوال بازار کې یې بیه له ۶۰ تر ۶۵ کروړه پاکستانۍ روپۍ اټکل شوې ده.
همدا راز پر عمران خان تور دی، چې دولتي رازونه یې افشا کړي دي.
په وروستیو ټاکنو کې عمران خان په زندان کې و او ګوند یې په رسمي ډول نه شول کولی، چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو د ګوند غړو یې د خپلواکو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې ونډه واخیسته.