طالبان: کندهار ولایت کې پر درې تنو تورنو کسانو د تعزیري سزا حکم پلی شو

د طالبانو سترې محکمې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د پوځي محکمې د پرېکړې له مخې یې پر درې تنو تورنو کسانو د تعزيري سزا حکم پلی کړ.

د طالبانو سترې محکمې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د پوځي محکمې د پرېکړې له مخې یې پر درې تنو تورنو کسانو د تعزيري سزا حکم پلی کړ.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار د پوځي محکمې د پرېکړې پر بنسټ د دغو درېیو تورنو له ډلې يو یې پر (۱۷) کاله تنفيذي بند او (۳۹) دُرو، دويم یې پر (۵) کاله تنفيذي بند او (۳۰) دُرو او درېيم کس پر (۱۰) کاله تنفيذي بند محکوم شوی و.
د خبرپاڼې په لیکنه، پر دغو تورنو کسانو دغه حکم تطبيق شوی دی؛ خو د دغو درېیو تنو د هویت او جرم په اړه یې څه نه دي ویلي.
له بل پلوه په کندهار کې سرچینې وایي، چې دغو درېیو تورنو کسانو ته د طالبانو لهخوا سزا وړمه اونۍ د چهار شنبې په ورځ ورکړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، ښایي دغه کسان د طالبانو خپل پوځي کسان وو؛ ځکه چې پر دوی دغه سزا په پټه تطبیق شوې او د دغو کسانو د هویت او جرم په اړه یې هم چاته معلومات نه دي ورکړي.

د پکتیا حوزوي روغتون ځینې ډاکترانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس د ناسم چلند او د معاش د کمښت له امله یې له پرون راهسې کاربندیز پیل کړی. د ولادي او نسايي ډاکترو د کاربندیز له امله اوس ډاکتران دغه برخه کې کار کوي.
د پکتیا حوزوي روغتون یو شمیر ډاکترانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د عامې روغتیا رییس ملا خیر محمد منصور له عامې روغتیا وزارت پرته په خپلسر د روغتون مسلکي پرسونل له دندو لرې کړي او د هغوی پر ځای یې خپل نژدې کسان چې هیڅ طبی زدکړې هم نه لري په دندو ګمارلي دی.
ډاکتران وايي د پکتیا د عامې روغتیا رییس یې په میاشتو میاشتو معاشونه ځنډوي او پر وخت اړوند مرستندویه روغتیايي موسسو ته د معاشونو د لېږد مرحله سرته نه رسوي.
ځینې ډاکټرانو د طالب چارواکو د ناسم چلند له امله له خپلو دندو هم لاس پر سر شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د پکتیا حوزوي روغتون د دغو ډاکترانو لېست ترلاسه کړی دی، چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د ناسم چلند له امله یې استعفاوې کړې دي.
د نارینه متخصص ډاکترانو په ډله کې رحمن الله ځدراڼ، نقیب الله عارف ، محمد ګل محمدي او جهاد ګل رضوان استعفاوې کړې دي.
په ډاکټرو کې چې د پکتیا حوزوي روغتون نسايي ولادي واټ کې په کار بوختې وې، لیمه نورزۍ، شکریه ګل دسته استعفاوې کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ د ډاکټرو له استعفا وروسته اوس مهال په نسايي ولادي واټ کې ډاکتران کار کوی.
سرچینې وايي ټول ډاکتران دې ته تیار دي چې استعفاوې ورکړي، خو ځیني د عامې روغتیا رییس ځینې په مرګ ګواښلي او د له استعفا ور کولو په زور منع شوي دي.
یو شمیر ډاکتران وايي، له دوی سره د پکتیا د عامې روغتیا رییس خیر محمد منصور چلند نظامي دی.

د معلوماتو له مخې ملا خیر محمد منصور هیڅ طبي زدکړې نه لري او اوس د پکتیا په شپې ښوونځي کې د دولسم ټولکي زدکوونکی دی.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست اداري سرچینو افغانستان انټرشنل ـ پښتو ته یو نوملړ سپارلی دی، چې ددغه ریاست رییس په وخت کې هیڅ کوم خالي پوسټ اعلان ته نه دی تللی؛ بلکې په ټولو خالي پوسټونو کې یې خپلوان په بېلابیلو ځایونو په لوړو معاشونو ګمارلي دي.
د ځاځي اریوب روغتون اداري مدیر علي ګل د پکتیا د عامې روغتیا رییس ورور دی، په همدغه روغتون کې یې خورې حبیب او بل وراره یې منان په بېلالو طبي پوستونو کې مقرار کړي دي او په دغه ولایت کې د روغتون واکیسناتور او د سرویلانس کرونا سمپل انتقالونکی یې وروڼه دي چې په لوړو معاشونو یې په دندو ګمارلي دي.
په پکتیا کې یو شمیر ځايي طبي موسسې چې له نړیوالو څخه په طبی برخه کې مرستې ترلاسه کوي او دوی بیا د طالبانو د سرپرستۍ لاندې ډاکترانو او نورو طبي پرسونل ته معاشونه ورکوي، وايي چې د پکتیا لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس خیر محمد منصور له زیاتو فرمایشي ګمارنو ستړی شوي دي.
د امنیتي ګواښونو له امله نشو کولی، چې ددغو طبي موسسو نومانونه ډاکه کړو.
دوی زیاتوي ډاکترو ورته د طالبانو له روغتیا رییس شکایتونه کړي او وايي، چې په اخلاقي فساد کې ککړ دی.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د پکتیا د عامې روغتیا ریاست له اداري مسوولینو سره په حوزوي روغتونو کې د ډاکترانو د کاربندیز په اړه معلومات وغوښتل، هغوي کار بندیز تایید کړ؛ خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت څخه پلاوی پکتیا ته راغلی دی، ترڅ د دغې ستونزې په اړه له ډاکترانو سره خبرې وکړي.
د پکتیا حوزوي روغتون کې سرچینې وايي د کاربندیز له امله ناروغان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د پکتیا د عامې روغتیا په چوکاټ کې په مرکز ګردیز کې حوزوي روغتون شاخوا ۳۰۰ روغتیايي پرسونل لري، چې د تېر جمهوریت پرمهال دغه روغتون په عصري او مجهز ډول جوړ شوی دی.
دغه روغتون کې پرمختتلي طبي وسایل هم شته دي، چې د پکتیا ترڅنګ شاخوا ولایتونو پکتیکا او خوست څخه هم ورته ناروغان د تداوي لپاره راوړل کیږي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د لومړنیو راپورونو او همداراز له افغانستانه د امریکا د وتلو په برخه کې له یوشمېر چارواکو سره د خپلو مرکو متن خپور کړ. ددغه راپور له مخې، له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا وړاندې شوي دلیلونه سم نه وو.
د امریکا د استازو جرګه د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مکال د دوشنبې په ورځ د (وري ۱۳مه) له یو شمېر هغو امریکايي چارواکو سره چې له افغانستانه د ولسي وګړو د اېستلو د بهیر د همغږي کولو مسوولیت په غاړه درلود، د دغې کمېټې د مرکو متن او د کمیټې د ارزونې راپور خپور کړ.
دغې کمیټې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر راس وېلسن او د هغه ډیپلومات سام ارنسن سره مرکه خپره کړې، چې د افغانستان د وتلو په بهیر کې یې د قونسلګرۍ د خدمتونو په وړاندې کولو کې برخه اخیستې وه.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په دغه راپور کې راغلي، چې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن په وار، وار په خپلو ویناوو کې د وتلو د پرېکړې په توجیه کې ویلي و، چې د تېر حکومت پوځي ځواکونه د امریکا له مستقیم پوځي ملاتړ پرته د خپل هېواد د دفاع توان لري.
بایډن دا هم ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت هغه اهداف ترلاسه کړي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن وژل او د دغې ډلې له منځه وړل وو.
همدارنګه د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، امریکا له افغانستانه وتلو ته اړه شوه.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپل راپور کې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن هېڅ یو دلیل ریښتینی نه دی.
دغه کمیټې په خپل دلیل کې ویلي، د بایډن ادارې داخلي ارزونو ښودلې چې د افغانستان اردو د هوايي ملاتړ، د امریکا د پوځي سلاکارانو او قراردادیانو پرته د طالبانو پر وړاندې د افغانستان دفاع نه شوه کولای او په دې اړه په وار، وار بایډن ته خبرداری هم ورکړل شوی و.
د دغې کمیټې په وینا، د امریکا پوځي مشرانو او د ناټو جګپوړو متحدینو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ماموریت ته د مشورې ورکولو او ماموریت د پرمختګ لپاره د ۲۵۰۰ امریکایي او ۶۰۰۰ د ناټو سرتېرو ساتل تر ټولو غوره انتخاب ګڼي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې، د بایډن د ادارې یوشمېر دیپلوماتانو او امریکايي پوځیانو له افغانستانه د امریکا د مشروط وتلو ملاتړ کاوه؛ خو ولسمشر بایډن دغه ټولو وړاندیزونو او لارښوونو ته نه وویل او دا دلیل یې وړاندې کړ چې، د دغو شرایطو تعقیب په افغانستان کې د لسګونو زرو امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کولو ته اړتیا لري. خو د امریکايي پوځیانو اټکل داسې نه وو.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې دغه راز زیاته کړې، چې له طالبانو سره د دوحې د تړون شرایط په ځانګړې توګه له ترهګرو ډلو لکه القاعدې سره د دغې ډلې د اړیکو پرې کول، نه دي پوره شوي او دې کار امریکا مجبوره نه کړه چې دغه تړون عملي کړي او دې کار امریکا اړ اېسته چې دغه تړون عملي کړي او له افغانستانه ووځي. خو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په وینا، جوبایډن په خپله هم منلې چې د دوحې له تړون پرته به له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي.
دغې کمیټې لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ پنځه میاشتې مخکې که څه هم په هېواد کې د القاعدې حضور کم شوی و؛ خو دغې ډلې لا هم په افغانستان کې حضور درلود او هغه مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې په ازاده توګه فعالیت کاوه.
د بایډن پر حکومت له افغانستانه د امریکا د افغان همکارانو په اېستلو کې د ځنډ له امله هم نیوکې شوې او له دوه نیمو کلونو وروسته لا هم د واشنګټن زرګونه افغان همکاران په افغانستان او یا درېیمو هېوادونو کې پراته دي. د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې لیکلي، چې د بایډن ادارې د دغه همکارانو لپاره کوم امنیتي ګواښونه له پامه غورځولي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د امریکا لهخوا روزل شوي افغان کمانډو ځواکونو له امنیتي ګواښونو سره، سره بیا هم امریکا ته د هغوی د لېږدولو په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه شوې او دغه کمانډو ځواکونه اړ شول چې د ایران په څېر هېوادونو کې پناه واخلي.
دغه کمیټې موندلې، چې د بایډن ادارې د پلان ناکامي د کابل په هوایی ډګر کې د ګډوډۍ لامل شو. د رواپورونو له مخې، د سل زره کسانو د اېستلو چارې د امریکا د ۳۶ کونسلي افسرانو په غاړه وې.
د امریکايي پوځیانو د شاهدۍ له مخې، د اېستلو بهیر دومره ګډوډ و، چې د ولسمشر د مرستیال او د امریکا د لومړۍ مېرمنې د دفتر لوړ پوړو چارواکو او د پوځ د ګډو ځواکونو یوه چارواکي د وېستلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.
د راپور له مخې، ۱۴۵۰ افغان ماشومان له مور او پلار پرته اېستل شوي او له کورنیو سره یې د یوځای کېدو هڅې روانې دي.
د دغه راپور له مخې، د بایډن حکومت په پرله پسې ډول د کابل د وضعیت په اړه د امریکا د خلکو ذهنیت غلط کړی او داسې خبرپاڼې یې خپرې کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت او پوځ له راپورونو سره سمون نه لري.
د تخليې په بهیر کې د طالبانو د همکارۍ په اړه د ځینو امریکايي چارواکو د خوشبینانه څرګندونو راپور د هغو رسنیو د راپورونو سره په ټکر کې و، چې په ټول افغانستان کې د وضعیت کړکېچن کېدو ته پکې اشاره شوې وه.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې ډېری دغه څرګندونې له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د شاملو چارواکو د ارزونو سره په توپیر کې وې چې د بهرنیو اړیکو کمېټې ورسره مرکې کړې وې.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې ټینګار کوي، د بهرنیو چارو د وزارت ناکام پروګرام د دې توان نه لري چې له غوښتونکو او هغو کسانو سره چې امریکا ته د تګ لپاره پر شرایطو برابر دي کافي مرستې وکړي.
دغه کمیټه په خپل راپور کې دې پایلې ته رسېدلې، چې د اېستلو په بهیر کې ګډوډي په نړۍ کې د امریکا د دریځ د خرابېدو لامل شوی.
په راپور کې ویل شوي، چې پخواني حکومتي سرتېري، سیاسي مشران، ښځي او د امریکايي ځواکونو افغان ژباړونکي چې لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي د طالبانو د غچ اخیستنې په وړاندې خورا زیانمن کسان دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې یې د ۴.۴ مېلیون ډالرو په ارزښت له ۲۵ روغتونونو سره د دارو درملو د رسولو په برخه کې مرسته کړې ده.
دغه سازمان نن سه شنبه د (وري ۱۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرستې یې له هغې وروسته د افغانستان له روغتیايي برخې سره کړې چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپلې مرستې د دغه هېواد سره وځنډولې.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د دوی د شویو مرستو پر مټ به د افغانستان روغتیایي سکټور د دې جوګه شي چې ۳.۵ مېلیونه وګړو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د دارو درملو کمښت هغه بله ستونزه ده، چې د دغه هېواد خلک ورسره غاړه غړۍ دي.
څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې هم ویلي و، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د سخت کړکېچ سره مخامخ دی.
دغه سازمان په افغانستان کې په مېندوارو مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو کې د سختې خوارځواکۍ د خورېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ایرانۍ رسنۍ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له قوله راپور ورکړی، چې په کندهار او مسکو کې بریدونه له یوه ځایه شوي. هغه دا نه دي ويلي چې دغه بریدونه له کوم ځایه پلان شوي خو د دواړو بریدونو تر شا یې بهرنيان تورن کړي.
ایران ټایمز تېره ورځ دوشنبه د (وري ۱۳مه) په خپله ویب پاڼه کې د حسن کاظمي قمي له قوله په خپاره شوي راپور کې ويلي، چې په کندهار او مسکو کې د داعش خراسان ډلې له لوري ترسره شوي بریدونه له یوه ځایه پلان شوي او په خبره یې بهرنیان غواړي په دې سره سیمه ناامنه کړي.
هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې دغه بریدونه له کوم ځایه پلان شوي او کوم بهرني هیوادونه لاس په کې لري.
د وري میاشتې په دویمه په کندهار کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ تنه او د وري په درېیمه نیټه په مسکو کې د کنسرت په یوه تالار په بریدونو کې تر ۱۴۰ پورې خلک ووژل شول.
حسن کاضمي قمي له دغې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې ثبات د سیمې له امنیت سره اړیکې لري.
قمي یو ځل بیا په افغانستان کې روان حالات، لوږه، ناکرارۍ، بېوزلي او د کډوالۍ پړه پر امریکا او ناټو ور واچوله او ویې ويل چې په تېرو شلو کالو کې یې بنسټیز کار نه دی کړی.
شنونکي وايي، تهران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دغه هېواد هڅه کوي چې د سیمې په کچه د دوی اړیکې ښې کړي.
حسن کاضمي قمي له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې له پرتو ننګونو سره د مبارزې لپاره دې ګډه اجماع رامنځته کړي.

دغه ادارې په تېرو درېیو ورځو کې ۴۴ ټانکره بې کیفیته تېل د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته ورګرځولي دي. د طالبانو د سټنډرډ ادارې د سه شنبې په ورځ د (وري ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۱۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته وګرځول شول.
دغه تېل له ایرانه د فراه له لارې افغانستان ته واردېدل.
طالبانو ویلي، د یادو تېلو کیفیت د دوی د سټنډرډونو سره سم نه و او افغانستان ته یې د راتللو مخه نیول شوې ده.
طالبانو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د بې کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرو دریېو ورځو راهیسې د فراه له لارې له ایران څخه د بې کیفیته تېلو بار ۴۴ ټانکرونه بېرته ایران ته ور ګرځولي دي.
